کور / تازه خبرونه / هلمند د پخوا په نسبت د پاوم وړ کارونه شوي

هلمند د پخوا په نسبت د پاوم وړ کارونه شوي

له هغه ورسته چي یو شمیر نړیوالوموسسود دولتي اداروسره د همکاري پروسه پیل کړه، پدغه ولایت کی د پام وړبدلونونه راغلي. ولایتي ادارې د نړیوالو موسسو له مرستو څخه په ګټي اخيستو د سیمي یوشمیرسړکونه ورغول، محلي ادارې یې فعاله کړي او اوس د خلکو لپاره عامه خدمات د ښاروالۍ له لاري زیاتوي.
په مرکزلښکرګاه کي اوسمهال د ښاروالۍ لخوا د یو، ایس، ای، ډي له لاري د رمپپ په مرسته ګڼ شمېرکارونه ترسره کیږي . د دې ولایت ښاروال محمد افضل د یوې مرکې پرمهال وویل چي کارونه یې له دې امله ګړندي دي، چي په سیمه کي ورته خلک ستونزه نه جوړوي . هغه زیاته کړې خلک یې همکار دي او دى ترې خوشحاله دی . باید وویل سي چي د هلمند مرکز د لښکرګاه ښار څوکاله وړاندي د یوه کلیوال ماحول رنګ درلود، خواوس دغه ولایت نورو ولایتوته په کتو بهترین ولایت بلل کېږي.