کور / تازه خبرونه / پاکستان وايي ټول افغان طالب زندانيان خوشې کوي

پاکستان وايي ټول افغان طالب زندانيان خوشې کوي

ابوظبي د بي بي سي د خبر له مخې په ابوظبي کې د خبرو پر وخت د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وويل چې ټول افغان طالبان به له خپلو زندانونو خوشې کړي.جليل جيلاني په ابوظبي کې يوۀ خبري کانفرانس ته وويل: “پر پاتې زندانيانو موږ خبرې کوو او خوشې به يې کړو.له ښاغلي جيلاني وپوښتل شول چې په دغو اسريانو کې د ملا محمد عمر پخوانى مرستيال ملا برادر اخوند هم شامل دى که نه، دغه پاکستاني لوړ پوړي دېپلومات ځواب ورکړ: نيت دا دى چې ټول خوشي کړو” خو ښاغلي جيلاني نور سپيناوى و نه کړ.د ځينو په ګومان په افغانستان کې د پخلاينې او سولې لپاره دا د اسلام اباد تر ټولو لوى ګام دى.کابل په پر له پسې توګه په پاکستان کې د زنداني شويو طالبانو د خلاصون او ورسپارلو غوښتنه کړې ده.د ملا برادر په برخه کې پاکستان تر اوسه ظاهرآ مثبت ځواب نه دى ورکړى خو افغان چارواکو په بيا بيا د هغه د ورسپارلو او خوشې کولو يادونه کړې وه.د سولې د خبرو لپاره وسله والو طالبانو تل د خپلو اسيرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.ويل کېږي چې له امريکايانو سره د وسله والو طالبانو د تېر کال خبرې تر هغه وروسته وځنډېدې چې طالبانو په ګوانتانامو کې دخپلو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او پر ځاى نه شوه.افغان حکومت په دې باور دى چې په پاکستان کې د طالب زندانيانو خوشې کول به د سولې له بهير سره مرسته وکړي.په کابل کې د سولې د عالي شورا چارواکو تېره مياشت له هغه وروسته خوښي ښوولې وه چې پاکستان د ملا ترابي په ګډون يو شمېره طالب زندانيان خوشې کړل.افغان چارواکو ويل دوى به خوښ وي چې دغه خوشې شوي زندانيان افغانستان ته ستانۀ شي خو که هر ځاى وي او د جګړې ډګر ته ور نه شي دوى يې په خوشې کېدو خوشحاله دي.ملا ترابي د طالبانو په واکمنۍ کې د عدليې وزير و چې تېره مياشت پاکستان له يو شمېر نورو طالبانو سره خوشې کړ.خو هغه مهال هم د ملا برادر په باب پوښتنې پيدا شوې چې ولې خوشې شوى نه دى. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ډیر ژر به ملا برادر په ګډون ټول طالب بندیان خوشې کړي.دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني د مرغومي په ۲۹مه، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.هغه زیاته کړه : (( یو شمیر مو خوشې کړي دي او ډیر ژر به پاتې طالب بندیان هم خوشې کړو.))نوموړي دطالبانو د مرستیال مشر ملابرادر دخوشې کیدو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه او نور تول خوشې کیږي.د ټولو طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د پاکستان دغه اعلان دافغانستان دسولې پروسه کې تر ټولو لوی پرمختګ دی.دوه میاشتې مخکې دافغانستان دسولي دعالي شورا د پلاوي اسلام اباد ته دسفر پر مهال پاکستان د ۹ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی و او تر دې مه پاکستان د ملا ترابي په ګډون ۲۶ طالب بندیان خوشې کړي دي.که څه هم د افغانستان حکومت او دسولې عالي شورا د ملا برادر د خوشې کولو بار بار غوښتنې کړې وې، خو پاکستان مثبت ځواب نه و ورکړی.