کور / تازه خبرونه / په زرنج کی دنانبایانو کمیټه جوړه شوه .

په زرنج کی دنانبایانو کمیټه جوړه شوه .

دنیمروزولایت په زرنج ښارکی دښاروالي اودهغه دهمکاري موسیسي رمپپ په مرسته دنانبایانو کمیټه جوړه شوه .دښاروالي مسؤلین وایی موخه یی له دي کارڅخه داده ترڅو نانبایان پرخلکو ډوډۍ په ټاکل شوی نرخ وپلوري .دغه غونډه چی پکی ددي ولایت دولایتي شورا اوښاروالي غړو برخه اخیستي وه ټینګار وشوچی باید نانبایان دښاروالي دلایحي سره سم چلند وکړي پده غونډه کی دعبدلبصیرپه نامه دنانبایانو درئیس اوعبدل په مرستیال په توګه دکمیټي لخوا وټاکل شول.دغه کسان دنده لري ترڅو دښاردټولونانبایانو پروخت څارنه وکړي او دسرغړوني په صورت کی ښاروالي ته خبر ورکړي .دیادوني وړه چی په نیمروز کی پدی ورستیوکی دښاروالي فعالیتونه زیات شوی چی ورسره یی خپل عواید هم زیات کړي .