کور / سياسي / یواځې افغان ستر ملت کولای شي استعماري توطیې شنډې اوله اوسنیوستونزوڅخه ووځي

یواځې افغان ستر ملت کولای شي استعماري توطیې شنډې اوله اوسنیوستونزوڅخه ووځي

بسم الله الرحمن الرحیم

استعماري هیوادونو ، په تیره بیا برتانیې دافغانستان په ټوټې کولو او کمزوري کولو کې تر بل هر چا ډیر رول لوبولی دی او د افغانستان پرخپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې لومړی تیري کوونکی او غاصب هیواد دی، چې تر اوسه پورې افغانان له هغو توطیو سره لاس او ګریوان دي چې برتانیې ورته دخپلو استعماري ګټوپه خاطر جوړې کړې وې او په ډول ډول پلمو دغو توطیو ته دوام ورکوي . دبرتانیې دهمدغو استعماري توطیو دوام دی ، چې زموږ ستر هیواد افغانستان یې ویشلی او دومره کمزوری کړی دی چې نه شي کولای دبهرنیو پراختیا غوښتونکو هیوادونو د لاسوهنو مخه ونیسي او سوله او ثبات ټینګ کړي .

پرافغانانودا نه پای ته رسیدونکې جګړې ، بې ثباتۍ ، ګډوډۍ ، بېکورۍ ، بیکارۍ ، دپردیو د لاسپوڅو او ملي ضدکړیو زور واکۍ ، ډول ډول ټولنیز فسادونه ، افغان اصیل فرهنګ ، هویت اوعقایدو ته سپکاوی او پرې تیری ، دا ټول هغه څه دي چې د افغانانو په وړاندې داستعماري سیاستونو څخه رازیږیدلي دي . کله چې انګریزان ، له اموڅخه تر اباسینه پورې د افغان واحد ملت سره په جګړه کې په پرله پسې ډول د۱۹پیړۍپه لومړۍ نیمایي کې، د شرموونکو ماتو سره مخامخ شول ، نه یواځې دا چې د دې واحد ملت ایل کیدل ورته ناشونی کار جوت شو ، بلکې داسې یې وګڼل چې کیدای شي افغانان یې هغو استعماري ګټو ته چې په هند کې یې لاسته راوړې وې ګواښ باندې بدل شي .

همدا سبب و، چې هم د خپلې ماتې په غچ کې او هم خپلو ګټوته دګواښ په مخنیوي کې دې نتیجې ته ورسیدل چې د زور له لارې وي او که د چال ،فریب ، توطیې اوګواښ له لارې وي د ځینو افغانانو ، په تیره بیا د سلطنت او قدرت د دعوه ګیرو د کمزورتیاوواونیمګړتیاوو څخه په ناوړه ګټې اخستو سره زموږ دا ستر هیواد په دریوټوټو وویشي او هره ټوټه بیا په ځانګړي ډول دخپلواستعماري موخود پاره د توطیوسره مخامخ کړي .

یوه برخه یې دخپلواک افغانستان په نوم د سیاسي ،اقتصادي او نظامي پلوه په ځان پورې تړلی او وروسته پاتې کمزوري واړه هیواد په بڼه منځ ته راوړه . د انګریزانو موخه داوه چې دا برخه افغانستان بایدیواځې په نوم خپلواکه وي ، خوپه عمل کې هیڅ داوړتیا لاسته رانه وړي چې ځان له هغوتوطیو څخه وژغوري چې دوﺉ ورته جوړې کړې وې . نه یواځې بهرنی سیاست یې د انګریزانو په لاس کې وي ، بلکې په نوم خپلواک ، خو په واقعیت کې دومره کورنۍ ستونزې او کړاوونه ولري ، چې هیڅکله ونه شي کړای ټینګ ملي یووالی ، سوله او ثبات منځته راوړي اوپه خپلو پښو ودریږي .

د استعماري سیاستونودتوطیو پر بنسټ ددې هیواد خلک بایدد اقتصاد له پلوه خپله خپلواکي لاسته رانه وړي، تل بې وزلي و ساتل شي ، پرې نه ښودل شي چې خلک دخپلې خوښې اوباور وړ حکومت و لري . تل پکې شخړې او بې ثباتۍ وي او هلې ځلې وشي چې دافغانانو دبې اتفاقیوڅخه په ګټې اخستو سره د دوﺉ لاسپوڅي او ګوډاګیان چې د پردیو د ګټودپاره کار کوي قدرت ته ورسول شي . نوځکه هرکله چې د ملي وطنپالو افغانانو کوم خوځښت رامنځته شوی دی دانګریزانواونورواستعماري هیوادونو له خوا ورته ډول ډول توطیې جوړې شوې او له پښویې غورځولی دی .

اوسنی افغانستان ، چې زموږ دستر هیواد یو ه برخه ده،له ویشلوڅخه وروسته هیڅکله د یوې رښتیانۍ سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او فرهنګي خپلواکۍ خاوند نه واو که کله د داسې یوې خپلواکۍ د پاره یو وړوکی ګام هم پورته شوی دی هغه هم داستعماري هیوادونوله خوا په بې رحمۍ شاته تمبول شوی دی . همدا او س افغانستان د نړیوالې ، سیمه ایزې او کورنۍ مافیا په جال کې پروت دی . ټولې سیاسي ، اقتصادي ،نظامي او فرهنګي چارې یې د استعماري هیوادونو او د دوﺉ د اجنټانو له خو ا دلاسوهنو سره مخامخ او اداره کیږي . همدا سبب دی چې په دې دومره بې کچې شتمنیو کې افغانستان په ډیرو بې وزلو او وروسته پاتې هیوادونو کې شمیرل کیږي او تر ټولو فاسد دولتي نظام پرې تپل شوی دی .

دافغانستان خلک له هرډول سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او فرهنګي چارو کې دګډون او امکاناتو څخه محروم کړل شوي دي . نوځکه دهیواد ټولې طبیعي زیرمې د بهرنیو لوټمارانواودوﺉ سره په لوټ کې شریکو کورنیوغاصبینو له خوا دنیستۍ له خطر سره مخامخ دي . د اوسني افغانستان د ټولو شتمنیو په لوټولوسره بهرنیان او د دوﺉ کورني اجنټان دنه باوریدونکو شتمنیو خاوندان شول ، خودافغانستان خلک دنه باوریدونکي فقر ، لوږې، ناروغۍ، بې کورۍ ، بې کارۍ ، بې خبرۍ او ډول ډول ستونزو او بدمرغیو سره لاس او ګریوان دي . دهمدې لوټمارانو دماڼیو لاندې ډیر افغانان لکه د ځمکې د چینجو په څیر په داسې څپریو کې ژوند کوي ،چې انسان خوڅه چې ژوي هم پکې ژوند نه شي کولای او ایله مرګ ته شپې سبا کوي .خو پردي پال ګوډاګي چارواکي سترګې نه لري چې د دوﺉ له حال څخه خبر شي .

دافغانستان له ټولو میشتو قومونوڅخه امریکایانو، انګریزانو ، متحدینو اوګاونډیانویې په داسې پردي پالو عناصرو تکیه کړې اوقدرت ته یې رسولي دي ، چې دهمدوﺉ دګټوڅخه دفاع کوي او خپلې ګټې دافغان ملت په ګټو کې نه ، بلکې دهمدې بهرنیو تیري کوونکو په ګټو کې ویني . نوځکه سیاسي قدرت ته رسول شوي واکداران ملت ته د هیڅ ډول مسؤلیت او ځواب ورکولو پروا نه کوي او د دولتي قدرت څخه په ناوړه ګټې اخستوسره د دولت قوانین تر پښولاندې کوي او یوه مطلقه انارشي او ګډوډي یې جوړه کړې او ټولنه یې د فسادونو سره مخامخ کړې ده . اسلامیت او افغانیت خو څه ، چې انسانیت یې هم تر پښولاندې کړی اوداسې کارونه کیږي ، چې حتی څارویو کې هم لاتر اوسه چا نه دي لیدلي .

دغه فاسدزور واکان په هر قوم اومذهب پورې چې تړلي دي او په هره ژبه چې خبرې کوي په خپلو منځونو کې یودي او ټول د افغان ملت دمختلفو قومونو او مذهبونو دخلکو په ځپلواو وینو ځبیښلو دخپلوبهرنیوبادارانو په مرسته او لارښوونه لګیادي . دوﺉ یواځې خپلې ګټې پیژني او چا چې قدرت ته رسولي دي دهغوﺉ دګټو او خپل قدرت د دوام د پاره کار کوي . د دې د پاره چې خپل او د خپلو بادارانو ګټې او قدرت وساتي هلې ځلې کوي افغانان په خپل منځ کې د قوم ، ژبې او مذهب په نوم په جنګ واچوي او یو له بل نه یې بیل کړي تر څو خلک په ګډه ورپسې راپانه څیږي او دخپلو جنایتونو په سزا ونه رسول شي .

اوس خو لا د افغانستان د خلکو دښمنان نورې دسیسې جوړوي، تر څو دا کمزورې اشغال او له فساد څخه بویناکه شوې برخه نوره هم ټوټې ټوټې او وویشي . ویل کیږي چې استعماري ځواکونه دکورنیو ګوډاګیو چارواکو سره یو ځای داسې پلان په کاراچوي ، چې نوم یې ورله دسولې ټینګول ږدي ، خو په واقعیت کې به افغانستان بیا هم په شمال او جنوب وویشي . جنوب به د طالبانو په واک کې وي او شمال به د شمالي ټلوالې په واک کې وي . دابه بله مانا ونه لري بې له دې چې افغانستان د دوو سیاسي ډلو ترمنځ وویشي او د افغانانو ویشل اویوبل څخه لیرې کول لاپسې ژور کړي . د طالبانو سره سوله حتمي ده ، په جګړه کې ایله د بهرنیو نیواک ګرو او کورنیو زور واکانو ګټې پرتې دي ، جګړه خلکوته غمونه ، کړاوونه او محرومیتونه زیږوي . خوکه طالبانو سره سوله کیږي او په سیاسي واک کې برخه ورکول کیږي ، نو شمال او جنوب باید پکې نه وي ، په ټول افغانستان کې په هر ځای کې چې وي دافغانانو په توګه په سیاسي قدرت کې برخه واخلي ، نه یو خاص ټبر یا قوم پورې اړوند په نوم په جنوبي ولایتونو کې . طالبان هم باید له داسې ویش څخه ډډه وکړي ، داسې نه چې د افغانستان د لا تجزیه کیدوپه مسؤلیت کې شریک شي .

دافغانستان دخلکو دیووالي او خپلواکۍ دښمنانو لا داسې پروپیګنډې هم په کار اچولي دي ، چې دا اوسنی افغانستان دیوواحدمرکزي دولت دمنځته راوړو وړتیا نه لري ، ځکه چې خلک یې ډیر ژور قومي ژبني او مذهبي اختلافونه لري . دوﺉ پروپیګنډې کوي چې که افغانستان په ۸ زونونو تقسیم او هر زون په مستقل ډول خپله اداره ولري او خپلې چارې په مخ بوزي ، کیدای شي په افغانستان کې سوله ټینګه شي . دا هم د افغانستان د لاټوټه کیدو نقشې دي چې دملک التوایفي بوی ترې راځي او د افغانستان دخلکو دخپلواکۍ د دښمنانو له خوا یې د پلې کیدو هلې ځلې کیږي .

انګریزي استعمارچیانو دافغانستان بله بر خه د « ازادو قبایلو » په نوم ونوموله او دافغانستان له نورو دوو برخو څخه یې بیله کړه . دلته دانګریزانو موخه دا وه چې دا برخه افغانان په بل ډول وځپي او دخپلې ماتې او دوﺉ ته دنه ایل کیدو په غچ کې یې په تلپاتې ځانله توب ، فقر، له علمي اوتخنیکي ښیګڼو څخه په محرومیت ، خپلمنځي دښمنیو ، ځان ځانۍ ، د نړۍ اونړۍ والو څخه په ناخبرۍ او دازادۍ په نوم په کلابندۍ کې وساتي . لومړی انګریزانو او ورپسې پنجابیانو له « ازادو قبایلو» څخه د خپلو استعماري پراختیا غوښتونکو موخو د پاره له دغې سیمې څخه د تشدد ، ترور او ځايي خلکو د محکومیت دپاره د خپلو بهرنیو او کورنیو جاسوسي شبکوپورې تړلو اجنټانو ځاله جوړه کړه . تر څو دخپلو پروپیګنډو او تروریستي فعالیتونو په سرته رسولو سره د افغانستان په دې برخه خاوره کې دافغانانو دیووالي روحیه کمزورې او هغه افغانان چې دنورو دووبرخو سره د یووالي هیله لري په یوډول نه یو ډول تطمیع اویا له منځه یوسي .

« ازادو قبایلو » ته یې نو م ازادورکړی دی ، خو د اوسني عصر په ټولو محرومیتونو محکوم او بهرنیو استخباراتي شبکو داجنټانو پواسطه یې بې شمیره قومي مشران او د خبرواو جرګوکسان له منځه تللي او دخطرونو سره مخامخ دي . ترټولو بده توطیه خودا ده چې د پاکستان، امریکې او انګریز استخباراتي سازمانونو له دې سیمې څخه دخپلو شبکو په واسطه دنورو هیوادونو څخه دراوړل شوو اجنټانو په واسطه د تشدداوترهګریزو فعالیتونو مرکز جوړ کړی دی ، خوپروپیګنډې په ځایي افغانانو پسې کوي ، چې ترهګروته یې پټنځایونه ورکړي دي .

د تروریزم سره د مبارزې په پلمه امریکایانو او پنجابیانو په ګډه دخپلو استعماري موخو دپاره د جیټ جنګي پاکستاني الوتکواوټانکونو او بې پیلوټه امریکایې الوتکو په بمبارۍ سره تر اوسه پورې په زرګونو کسان له منځه وړي او بشپړکلي او سیمې یې د ترهګرودپټنځایونو په نوم په کنډوالو بدل کړي او په لسګونو زره خلک یې له خپلوکورونو اوسیمو څخه تیښتې ته اړ کړي دي . دا بمبارۍ اوعملیات په مسلسل ډول تکراریږي او نوم پرې ږدي چې په دې ډول دترهګرو مرکزونه ورانوي . امریکې او متحدینو یې په دې جګړه کې وروستنۍ ماډل وسلې وکارولې او په نظامي عملیاتو کې یې د بشر هیڅ ډول حقوق په پام کې نه دي نیولي . بې له محاکمې څخه د جیټ جنګي اوبې پیلوټه الوتکو په واسطه دافغانانو وژل ، بل څه نه دي بې له تعریف شوي تروریزم څخه ، چې دامریکې او پاکستان چارواکي یې سرته رسوي .

پنجابیانو کټ مټ دانګریزانو هغه چلند چې د « ازادو قبایلو » او « صوبه سرحد » سره کاوه ، اوس د « ازادو قبایلو » او «خیبر پښتونخوا» سره پرمخ بیایي . لکه چې په هغه وخت کې به انګریزانو په ازادوقبایلو کې د خپلو جوړو کړو شبکو له لارې هم په «ازادو قبایلو» کې خپل مخالفین ځپل او هم به یې پرې « صوبه سرحد» کې د ډاکو او ناامنیو تر څنګ خپل مخالفین له منځه وړل او دصوبې په حکومت پسې پروپیګنډوته پلمه جوړوله چې امنیت نه شي ټینګولی . اوس خو پنجابیان په قبایلو کې خپلواستخباراتي شبکوپورې تړلو اجنټانو په واسطه په مختلفو نومونو او پلمو هم ځایې رښتیني دیني عالمان او مشران له منځه وړي او هم پرې په خیبر پښتونخوا کې تروریستي کارونه سرته رسوي . په دې سره غواړي چې « په ازادو قبایلو»کې د پنجاب د استعماري ځپونکي سیاست څخه دخلکو پام په بله واړوي او هم د« خیبرپښتونخوا» او« ازادو قبایلو» تر منځ بیلوالي او دښمنیو ته لمن ووهي او په دې سره د ډیورنډ دکرښې اخوا پرتو افغانانواوپه ټول کې د افغان واحدملت د یووالي روحیه کمزورې او له منځه یوسي او خپل استعماري واک لاپسې وغزوي .

انګریزانو هغه برخه افغانستان چې د برتانوي هند سره په پوله پرته وه، دخپلې هندي مستعمرې سره وتړله او تر مستقیم استعمار لاندې یې راوسته . لومړی انګریزانو او ورپسې پنجابیانو دافغانستان د دې برخې خلک نه یواځې د ازادۍ څخه محروم کړل ، بلکې هڅه یې وکړه چې هویت ، ژبه او فرهنګ یې له منځه یوسي اوپر ځای یې خپله ژبه او فرهنګ پرې وتپي . انګریزانو د افغانستان دې برخه باندې چې یې نیغ په نیغه دخپل استعماري واک لاندې راوسته او دشمال غرب سرحدي ولایت نوم یې ورکړ غوښتل نه یواځې د نورو دووبرخو سره یې اړیکي نه وي ،بلکې پخپله هم نه ژبه ولري ، نه خپل نوم ولري او نه هویت او فرهنګ .

انګریزانو دافغانستان دا غصب کړې برخه د ټولو افغانانو څخه د غچ اخستو په ټس کې دومره دظلم او ځپلو سره مخامخ کړه ، چې دنړۍ په سر بله داسې دخصومت بیلګه داستعمار لاندې خلکو سره نه وه لیدل شوې . د افغانانو سره دانګریزانو د تلپاتې دښمنۍ نیت هغه وخت بربنډ شو،کله چې دوﺉ نور نه شول کولای دهندپه نیمه وچه خپل استعماري واک ته دوام ورکړي او مجبور ول دهند نیمه وچه خوشې کړي . له هندڅخه د وتلو سره سم دوﺉ دهندیانو خپلواکي په رسمیت وپیژندله ،خود افغانانو په اړوند یې په توطیه ایز ډول دخپلې استعماري واکمنۍ کرغیړن میراث خپل نوي ځیږولي پاکستان ته ولیږدوه . څرنګه چې په کابل کې یو ځان ساتی حکومت د واک په ګدۍ ناست و او له بله پلوه انګريزانو په « ازادو قبایلو» او صوبه سرحدکې هم زیاتې پیسې خپرې کړې وې او د افغانانو او نورومسلمانانو د غولولو دپاره یې دپنجاب نوی استعماري سیستم د اسلام په نوم رامنځته کړ ، نوځکه د انګریزانو دغه توطیه بریالۍ شوه .

خوداریانتیا خبره دا ده ، چې په ټوله نړۍ کې د استعمار او په تیره بیا د انګریزي استعمار لمنه ټوله شوه ، خوپه خپلې خپلواکۍ مین افغانان لاتر اوسه دپخواني انګریزي اواوسني پنجابي استعمار په لمو کې نښتي دي او ځان ترې نه شي ژغورلی . دځینو افغان مشرانو ځان ځاني ، د شخصي قدرت او ګټو په خاطر د هیواد ملي ګتې تر پښولاندې کول ، د اسارت د ژوند سره دځینوکسانو روږدي کیدل اودخلکودپراخه پرګنو د سیاسي اوټولنیزې پوهې دکچې ټیټوالی هغه څه دي ، چې د خپلواکۍ دلاسته راوړو د پاره یې د ځینو افغان مشرانو دمبارزې وړتیا کمزورې کړې اوهسې په تشوخبرو او وعدو یې له اموڅخه تر اباسینه پورې افغان واحد ملت تیر ایستلی او په ۲۱ پیړۍ کې یې د پنجاب استعماري حاکمیت پرې تپلی دی . استعمار د افغانانو د رښتیانیو ملي مشرانو سره نه پخلاکیدونکې دښمني درلوده ، لري او په راتلونکې کې به هم ملي ایدیالوژۍ ،ملي واکمنۍ او ملي مشر تابه په وړاندې خپلو دښمنیو ته دوام ورکړي .

نوځکه د استعماري رژیمونو څخه د دې تمه کول چې ګنې د انګریزانوپه واسطه دافغان ویشل شوي هیوا د بیرته یووالي سره به مرسته وکړي ، له واقعیت څخه لیرې خبره ده . همدارنګه د هغونړیوالو ټولنو او سازمانونو څخه ،چې د استعماري رژیمونو دبشپړ اغیز لاندې کارکوي ، ددې تمه کول چې ګنې د افغانستان په بیرته یووالي کې به دافغانانو سره مرسته وکړي چې د استعمار له منګولو څخه ځان وژغوري هم بې ځایه تمه کول دي . په دې ډول دهغه افغان دولت څخه چې دافغانستان دبیرته یووالي مخالفین پکې غوره برخه لري او په بشپړ ډول د بهرنیوهیوادونو په تیره بیا د امریکې او برطانیې ، چې د پنجابي استعمارسره نژدې ستراتیژیک اړیکي لري ، په مرسته ژوند کوي څرنګه تمه کیدای شي چې له اموڅخه تر اباسینه پورې دافغانستان دبیرته یووالي دا ستره ملي مسله اواره کړي او دافغانانو اوسني ناورین ته د پای ټکی کیږدي .

له اموڅخه تر اباسینه پورې دویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي دنده يواځې د افغان ستر ملت په غاړه ده . له اموڅخه تر اباسینه پورې افغان واحدملت کولای شي ټول په یواواز سره راپاڅیږي او ووایي چې : د ډیورنډ کرښې نور دې نه منو! د ۲۱پیړۍ پنجابي استعماره نور دې نه منو! له اموڅخه تراباسینه پورې خپلواک او واحدملت دی ، ویشاکه نور دې نه منو!

خو په یواواز سره له اموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو راپاڅیدلو د پاره هلو ځلو او کارته ضرورت دی . دخلکو پوهولو ته ضرورت دی. ټول افغانان بايد په دې پوه شي چې دافغانانو غمیزه له هغه وخت څخه پیل شوې ده چې پیرنګیانو افغانستان باندې یرغل وکړ او له نیولو وروسته یې په ټوټو وویشه . افغانان لااوس هم د پیرنګیانو په استعماري لمو کې ټوټې شوي د پنجابیانو په استعماري لموکې همداسې ټوټې ټوټې پراته دي .تر څو ټوټې ټوټې او ویشل شوی افغانستان بیرته یونه شي، افغانان به دپردیو له تیریو، لاسوهنو ، توطیو ، ستونزو او کړاونو څخه خلاص نه شي .

دا کار به په خپل هیواد او خلکو مین ملي مشران ، ملي وطنپال روحانیون ، ملایان ، روڼ اندي او د پوهې اوقلم خاوندان دخپل ملي اسلامي دین په توګه سرته رسوي ترڅود ټول افغان واحدملت ازادي بښونکی غورځنګ منځته راشي . د ویشل شوي افغانستان په بیرته یووالي کې نه یواځې د مظلوم پښتون ولس په وړاندې د استعمار د کرغیړنوتوطیو څخه د ژغورلو لار پرته ده ، بلکې دافغانستان دټولو ورونو قومونو د سرلوړي سوله ایز ژوند، ټینګ ملي یووالي ، رښتیانۍ خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا لر ل ، دبهرنیو تیریو ، لاسوهنو ، استخباراتي او مافیایي شبکود فعالیتونو مخنیوی اود تلپاتې سولې او ثبات ټینګول هغه څه دي چې زموږ دهیوادپرمختګ او دهیوادوالو سوکالي او نیکمرغي پکې نغښتي دي . د بیرته یو شوو افغانانو په خپله خوښه ، بې له هر ډول بهرنیو لاسوهنوڅخه ، کیدای شي یو رښتیانی ملي وطنپال دولت رامنځ ته شي ، ترڅوپه هیواد کې تلپاتې سوله او ثبات اوملي یووالی ټینګ ، قانون حاکم ، هرډول تبعیض او تعصب له منځه ولاړ او کارپه کار پوه خلکو ته وسپارل شي . په دې سره به افغانان دا وړتیا ولري چې دهر ډول فساد مخه ونیسي او خپلې ټولې زیرمې دهیواد د بیا رغولو او پرمختګ دپاره په کار واچوي .

له اموڅخه تر اباسینه پورې افغان مستعدملت کولای شي دخپل رښتیاني افغان ځواکمن ملي دولت په لرلو سره دهیواد بې ساري شتمنې طبیعي زیرمې دملت داړتیاوو دپوره کولو او د هیواد دهر اړخیز پرمختګ د پاره په کار واچوي . پرمختللی زراعت اوصنعت به دکاروړ افغانان په کار وګوماري اوملي عایدات به زیات شي ، چې دا به په خپل وار سره په تجارت کې دصادراتو او وارداتو انډول منځته راوړي . افغانان به نورضرورت نه لري چې نورو هیوادونو ته دکار د پیداکولودپاره ولاړ شي اویا دخپلو ضرورتونو د پوره کولو د پاره نورو ته لاس اوږد کړي .

له اموڅخه تر اباسینه پورې دستر طبیعي او تاریخي افغانستان مرکزي دولت به دخپل سرلوړي ملت په باور او مرسته په خپلو پښو ولاړ دولت وي او دا وړتیا به لري چې د هر ډول بهرني سیاسي ،نظامي ، اقتصادي او فرهنګي یرغل په وړاندې ودریږي او دخپل ملي هویت څخه دفاع وکړي . بیا به هر افغان په خپل ملي هویت ویاړي او دغه نو م او هویت به په ټوله نړۍ کې خلکوته اشنا او ددرناوي وړ وي .

په خپلو پښو ولاړ ، پرمختللی د پریمانه مستعدو انساني او نه پای ته رسیدونکو طبیعي شتمنیو لرونکی افغانستان به په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې د پام وړ رول لوبوي . افغانستان به نور د مخدره موادو د تولید او کاروباردمرکز په څیر نه ، بلکې دمتقابلو ګټو پر بنسټ به دګاونډیو، سیمې او نړۍ دنورو هیوادونو سره د سیاسي ،اقتصادي او فرهنګي همکاریو دپاره د څلور لارې په توګه کارکوي .

په ستر افغانستان کې د یو ځواکمن مرکزي دولت په منځته راتلوسره به د استعماري سیاستونو پر بنسټ دمنځته راغلواستخباراتي ـ تروریستي شبکو ځالې له منځه ځي او په افغانستان او سیمه کې به تلپاتې سوله او ثبات ټینګیږي . په دې ډول به د افغانستان ټولې انساني ،مادي او معنوي زیرمې د افغان انسان د ښیګڼې او سوکالۍ د پاره په کار لویږي او د افغانانو له ستوني څخه به د مافیا او نورو کورنیو او بهرنیو لوټمارانو او وینو زبیښونکو لاسونه لنډیږي . لنډه دا چې یو سیال ، سوله غوښتونکی اوپرمختللی افغانستان دټولې نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت اودنړیوالې ټولنې په پرمختګ اوترقۍ کې دارزښت وړ دنده سرته رسولای شي .

نوځکه دګاونډیو ،سیمې اونړۍ دټولو سوله غوښتونکو ځواکونو اوخلکوڅخه غوښتنه کیږي چې له پنجابي استعمار څخه د خپلې خپلواکۍ د لاسته راوړو په مبارزه کې د افغانانو ننګه وکړي . په تیره بیا د برتانیې ، امریکې او نړۍ دنورو هیوادونو د استعمار ضد ځواکونو او خلکو څخه هیله او غوښتنه کیږي ،چې په خپلو اړوندو دولتونو زور واچوي ، چې نور په دې ۲۱ پیړۍ کې د پنجاب د استعماري سیستم څخه ملاتړ ونه کړي .

دنړۍ خلک باید دنړیوالې سولې او ثبات په خاطر دافغانانو له خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ وکړي اوپرې نه ږدي چې د افغانستان ، سیمې اونړۍ دکړکیچ اصلي عامل یانې دپنجاب په واسطه دافغانستان دنیمې خاورې اشغال او غصب دوام وکړي .

له اموڅخه تر اباسینه پورې د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی اوبې له هر ډول بهرنۍلاسوهنې څخه د افغانانو په خوښه د یوواحد ستر مرکزي دولت منځته راوړل په افغانستان کې د سولې اوثبات د ټینګولو او ټولو کړکیچونو د له منځه وړلو لومړنی او بنسټیز شرط دی .

ومن الله التوفیق

پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۳کال د جنوري ۱۷ – هالند