کور / سياسي / پاکستان د ګړنګ پر لور

پاکستان د ګړنګ پر لور

د ناامنیو لوري ته د پاکستان د سوق کېدو ګڼ لاملونه دي، په دغه هېواد کې د وروستیو کلونو او خونړیو پېښو عوامل هم بېلابېل دي. ایا د پاکستاني استخباراتو او پوځ پرونیو اجیرو جنګیالیو نن بېرته پر خپل بادار مخه راړولې چې د نورو د وژلو لپاره یې د لاندي د پسونو په شان ساتل او که دغه هېواد د مظلمونو او بې افغانانو د وژنې ازاري شوی دی؟

په دې لیکنه کې ځینو لاندې مهمو ټکو ته اشاره شوې ده:

د حکومت او ټولنې په نښه کول

د روان ۲۰۱۳ کال جنوري میاشت د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ډېره توره او خونړۍ ورځ وه، چې د خونړیو بریدونو د قربانیانو شمېر تر سلو پکې واوښت.

په دې ورځ، د هېواد په لروبر کې بریدونو لږترلږه ۱۲۵ کسان ووژل، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا په هېواد کې ډېره خونړی او توره ورځ ګڼل شوې ده.

دوه بریدونه د هېواد په سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت کې وشول.

په دغه ایالت کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د توکمیزو توپیرونو له اړخه د مذهب او توکم پالنې په پلمه وژنې دوام لري، چې ځینې وخت بیخي له کنټروله وتلې دي.

د ځینو شنونکو په اند، بلوچستان کې بلوڅان په ایران کې له بلوڅو سره د ایراني حکومت د مور او میرې د چلند په مقابل کې د کوټې لږکي هزاره ګان په نښه کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بلوچستان کې شیعه ګان په نښه کېږي.

په ۲۰۱۰ کال په اسلام اباد کې مرکزی حکومت پارلمان ته د راپور ورکولو پرمهال ویلي وو، چې له بلوچستانه د تاوتریخوالي له کبله ۱۰۰ زره کسان کډه شوي دي.

انګیرنه دا وه، چې ګني هلته پر هزاره ګانو او پنجابیانو ځمکه سور اور ګرځېدلې ده.

خو ډېرکي بلوڅان او پښتانه بیا مرکزي حکومت له دغه ایالت سره د مور او میرې په څېر چلند تورنوي، وايي چې له شتمنیو یې ګټه حکومت اخلي، خو وګړي یې له لوږې بل ته د سوال لاس نیولی او خپلو شتمنیو ته په سپینو سترګو ګوري.

په نوي ډیلي کې د شخړو د انستېتیوت د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې د امنیتي سرتېرو په ګډون لږترلږه ۷۱۱ کسان وژل شوي، چې دا شمېره په ۲۰۱۰ کال کې ۳۴۷ وه.

که چېرې له یوې خوا په بلوچستان کې د لږکیو په نښه کول او د توکم په نامه وژنې یو دود ګرځېدلی، له بل پلوه د یوې ډلې کسانو له خوا د مخالفې ډلې د غړو وژل په ټول هېواد کې رایج شوي، چې لویه څپه یې پر پنجاب، سند، شمال لوېدیځ ایالت او بلوچستان ایالتونو راغلې ده.

د کوټې د شیعه وګړو د وژنې مسؤولیت جیش جنګوي پرغاړه واخیست، چې په دغه هېواد کې د فرقه ییزو وژنو له دسیسې پرده پورته کړه.

د پاکستان د رسمي شمېرو له مخې، دغه ډله د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ موده کې د توکمیزو وژنو په ۳۵۰ کې لاس لري، چې خپل غړي یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پوځي روزنځایونو کې روزل.

د جیش جنګوي ترڅنګ په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک پیدا شو، چې په ګڼو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود.

دغه ډله د حکومتي چارواکو، مؤسسو او عامو وګړو په وژنې سرپه نه کوي.

(تحریک طالبان پاکستان) د ۲۰۰۷ د دسمبر په ۱۴مه خپل تشکیل اعلان کړ، او د ۲۰۰۸ د اګست په پنځه ویشتمه یې د اسلام اباد حکومت ته په رسمي توګه د جګړې اخطار ورکړ.

دغې ډلې د پښتنو له سیمو بهر له نورو رادیکالي او سخت دریځو ډله سره لاسونه یو کړل، همدا وو چې د فعالیت سیمه یې تر پنجاب وغځېده.

که څه هم دوی د پاکستان په کابو هر ایالت کې فعالیت او بریدونه کوي، خو بیا هم د یوه سیمه ییز حرکت په سترګه ورته کتل کېږي، چې وايي اصلي الهام له وزیرستان څخه اخلي، یا په بل عبارت بنسټ یې په سوات دره کې اېښودل شوی.

د تاوتریخوالي عوامل

تر اندونیزیا (۲۴۹ میلیون وګړي) وروسته په اسلامي نړۍ کې پاکستان د وګړو د شمېر له اړخه دویم ستر اسلامي هېواد ګڼل کېږي چې له دیموګرافیک اړخه هم خورا ډېر اهمیت لري.

د تېر ۲۰۱۲ کال د شمېرو پربنسټ، د پاکستان د وګړو شمېر ۱۹۰ اعشاریه ۲ میلیون ته رسېدلی، چې په نړیواله کچه تر برازیل (۲۰۳.۵) میلیون وروسته او له نایجریا (۱۷۰.۱) میلیون وروسته کتار کې یې شپږم ځای خپل کړی دی.

پاکستان د نړیو د هغو هېوادونو او ولسونو په کتار کې راځي، چې ډېر نفوس یې ځوانان تشکیلوي، یانې تر ٪۳۴ ډېر نفوس یې هغه وګړي جوړوي، چې عمرونه یې تر پنځلسو کلونو ټيټ دي.

پاکستان کې د مسلمانانو سلنه ۹۵ ده، عیسویان او هندوان یې پاتې برخه جوړوي.

خو د ۲۰۱۲ کال د مذهبي وېش له مخې، د پاکستان ۷۵ سلنه وګړي سني مسلمانان دي، ۲۰ یې شیعه ګان دي.

تر ډېره پاکستاني شیعه ګان په اساسي ډول د پنجاب، سند او له چین سره نژدې په شمالي سیمو او ښارونو کې ژوند کوي.

د پاکستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتلو سره، هلته د توکم او خېل په نامه وژنې د هېواد ځینو لویو ښارونو ته سر کړی دی.

ویلای شو، چې اقتصادي، ټولنیزې او پرمختیايي ستونزې د دا ډول تاوتریخوالي زیږنده ده، ځکه ځینې سیمې ډېرې ابادې شوې، خو ځینې نورې بیا هېرې کړای شوې دي.

د کراچۍ په څېر ښارونه د نړیوالې سوداګرۍ مرکز ګرځېدلي، خو د بلوچستان ایالت داسې سیمې دي، چې له خپلو شتمنیو هېڅ ګټه نه شي اخیستی او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري، د پاکستان تر پنځه سلنې ډېر وګړي د فقر ترکرښې لاندې ژوند کوي.

پاکستان کې د هر وګړي کلنی عاید ۲۸۰۰ ډالر اټکل شوی، چې په دې سره تر لوېدیځې تراډې (۲۹۰۰ ډالر) وروسته او تر سودان (۲۷۰۰ ډالر) وروسته کتار کې راځي.

خو دغه شمېرې ښايي ځکه دقیقې نه وي، چې د ځینو سیمو وګړي ددغه رقم نیمايي عاید هم نه لري، بلکې ثابت عاید نه لري، په ځانګړې توګه په لیرو غرنیو او کلیوالیو سمو کې.

پاکستان د ناانډوله سوداګرۍ له اړخه هم ناکام هېواد ګڼل شوی، داسې چې ملي پرمختیا ته یې چندان هڅه نه ده کړې.

په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان د ۲۶ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، حال دا چې د ۳۸ اعشاریه ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي یې وارد کړي دي.

خام تېل د پاکستان د وارداتو یوه بله جنجالي سرچینه ده، چې هره ورځ تر درې سوو زرو ډېر بیلره تېل واردوي.

له دې ټولو څرګندېږي، چې د ټولنیزوې پرمختیا او دندو نشتوالی، په یوه ډول نه یو ډول د سخت دریځۍ او تاوتریخوالي د افکارو پراختیا ته لمن وهي، دولت د ځان دښمن احساسوي، له ټولنې هم کرکه ډېروي، له نورو سره د مخاطب کېدو لپاره یوازې تاوتریخوالی لار بولي.

له دې کبله، خلک د تاوتریخوالي لور ته په ښه توګه سوق کېږي.