کور / تازه خبرونه / پکتيکا:يو کس دمېرمني دسوځېدلو له امله په لس کاله بند محکوم سو

پکتيکا:يو کس دمېرمني دسوځېدلو له امله په لس کاله بند محکوم سو

د پکتيکا ولايت استناف محمکې په يوه علني محاکمه کې هغه تورن په لس کاله بند محکوم کړ، چې مېرمنې يې د نوموړي د ناسم چلند او ظلم له امله ځان سوزولی او وژلی وو، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم له قومي مشرانو وغوښتل چې د بدو په بدل کې دې د خور او لور له ودولو ډډه وکړي.

د علني محکمې په موخه جوړې شوي غونډې ته په پيل کې د پکتيکا والي محب الله صمیم وويل، د قانون پر وړاندې مجرمينو ته د سزا د ورکړې او نورو ته د پند اخيستلو په موخه زموږ ټولنه دا ډول محاکمو ته اړتيا لری، ښاغلي صمیم زياته کړه قضايه قوه مو ډيره پياوړي ده او د علني محکمو په ترسره کولو سره به د ډيرو جرمونو مخه ونيول شي.
وروسته علني محکمه پيل او موظف څارنوال هغه دوسيه ولوسته چې پکې د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې يو تن اوسيدونکی جانور د خپلې مېرمنې سره پر ناسم چلند او کورني تاوتريخوالي ګرم وپېژندل شو، چې له امله يې مېرمنې د ځان سوزولو له لارې ځان وژنه کړې وه.
خو تورن جانور محکمې ته وويل چې که څه هم دوه ودونه لري، له دواړو سره يې ښه چلند کاوه او پر ځان يې لګېدلي تورونه ناسم وبلل.
د پکتيکا ولايت استناف محمکې رئيس او د قضايه پلاوي مشر قضاوتوال محمد حکيم کنړي د دواړو خواوو د خبرو له اورېدو او استدلالونو وروسته تورن جانور په لسو کلونو بند محکوم کړ.
د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رئيسه بي بي حوا دا ډول علني محکمې ګټورې بولي او زياتوي چې پدې سره به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ټيټه شي
د يادونې وړده چې له دې وړاندې هم په پکتيکا ولايت کې علني محکمې جوړې شوي دي.