کور / تازه خبرونه / ١١٠تنه ځوانان دلوړوزده کړود ترسره کولو لپاره بهر ته استول کيږي

١١٠تنه ځوانان دلوړوزده کړود ترسره کولو لپاره بهر ته استول کيږي

د جمع په ورځ د کندهار ولايت مقام په انګړ کي د کندهار والي پوهنوال
ډاکټر تور يالي ويسا په مشرى د دي ولايت د ٢٥٢ تنو د دولسم ټولګيو د هغو
فارغينو څخه چي د دريو کلنو نمرو فيصدي تر ٨٥ کښته نه و بهر ته د لوړو
زده کړو د تر سره کولو په موخه ازموينه واخيستل سوه .
د ازمويني بهير پخپله کندهار والي د کندهار پوهنتون د محصيلانو چارو
مرستيال د پوهني رياست سرپرست او تدريسي مرستيال د ولايت مقام اداري
او مالي رئيس او د سکتوري رئيس د لوري څارل کيده ازموينه د ورځي په دوه
بجي پاى ته ورسيده .

د جمع په ورځ د کندهار ولايت مقام په انګړ کي د ٢٥٢ تنو ځوانانو څخه په
بهر کي د لوړو زده کړو د تر سره کولو په موخه ازموينه واخيستل سول چي له
جملي يي اته ٨ تني نجوني وي .
د ازمويني سوالونه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر تور يالي ويسا لخوا برابر
سوي وه او پخپله يي د ازمويني څخه نظارت کاوه کندهار والي په امتحان کي د
شاملو کسانو وغوښتل چي خپلو پارچو ته دقيق ووسي او د نقله ډډه وکړي تر څو
حق حقدار ته ور کول سوى وي .ښاغلي ويسا زده کونکو ته په خطاب کي وويل چي
د ازمويني سوالونه ستاسو د سويي اړوند برابر سوي دي او کوښښ وکړى چي په
ارامو اعصابو سره خپله د سوالو پارچه حل کړى.

کندهار والي ددي جنګ ځپلي هيواد د اولادونو لپاره په بهرنيو هيوادونو
کي د تحصيل د زميني د برابرولو پروسه تر ټولو هغو اساسي او بنيادي وبلل
چي په دوام سره به يي د هيواد د لاسه ور کړي مسلکي او وړو کدرونو د تښي د
بير ته پوره کولو لپاره ګټوره وي چي په راتلونکي کښي به دوي د هيواد
خادمان جوړيږي.

د کندهار ولايت د ښووني او روزني رياست د سرپرست نعمت الله خاکريزوال په
وينا اړوند وزارت يي سږ کال د هر ولايت لپاره د وکيلانو د شمير په نطر
کي نيولو سره د هر وکيل په سر لس تحصيلي بورسونوسهميه ور کړي تر څو د
دولسم ټولکي د تير کال هغه فارغ ځوانان چي د دريو کلنو نمرو فيصدي يي تر
٨٥ ٪ کښته نه وي په دغه ازموينه کي برخه واخلي او کولاي سي چي د هيواد د
باندي خپلي لوړو زده کړي بشپړي کړي .

د پوهني سرپرست رئيس زياته کړل ددغي ازمويني له لاري به ٨٨ تنه ځوانان
وکولاي سي خارجي بورسونو ته لاره پيدا کړي او پاته ٢٢ تنه يي هر کندهارى
وکيل ته دوه دوه نفره ځانګړي ور کول شويدي چي هغه پخپله د وکيل صاحب پوري
مربوط کيږي .

په ازموينه کي گډون کونکي زده کونکي په دي ډير رازي وه چي د يوي شفافي
ازمويني د لاري خارجي بورسونو ته د ځوانانو له منځه انتخاب کيږي او دا
کار يي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر تور يالي ويسا لويه لاسته راوړنه
وبلل .

د يادولو وړ ده چي تر اوسه لا د هغو هيوادونو نومونه نه دي په ډاګه سوي
چي هلته به د نن ورځي په ازومينه کي بريالي کسان خپلي لوړي زده کړي
پرمخ بيا يي ولي د پوهني رياست د چارواکو په وينا چي ډير امکان يي د هند
، پاکستان ، ترکي او ځينو نورو هيوادونو کيداى سي .