کور / تازه خبرونه / هلمند : ٩ وسله وال وژل سوي

هلمند : ٩ وسله وال وژل سوي

په هلمند كې د عملياتوپه ترڅ كې نهه تنه وسله وال وژل سوي
هغه عمليات چې د شنبې په ورځ له سهارڅخه ترمازديگرپورې د نادعلي ولسوالى د دښت په سيمه كې د پوليسو،ملي اردواوملي امنيت لخوا ترسره شول په ترڅ كې يې نهه تنه وسله وال وژل شوي اود دوى پنځه ميله سپكې وسلې اودوې پايې مخابرې گډوامنيتي ځواكونوترلاسه كړي دي.
په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.