کور / تازه خبرونه / د بندي طالبانو ازادول د مخالفینو له ذهنیت جوړوني سره مرسته کوي

د بندي طالبانو ازادول د مخالفینو له ذهنیت جوړوني سره مرسته کوي

د پاکستان له زندانونو څخه د طالبانو خلاصون او د سولې روانې هڅې بیا هم هغه مسایل دي چې د کابل چاپ د ننیو ګڼو د مطالبو په سر کې ځای لري.

سرنوشت ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د پاکستان له خوا د طالبانو د خلاصون مسئله به د سولې د خبرو له پیل مخکې له ذهنیت جوړونې سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي ځینې کسان وايي چې د طالبانو د زندانیانو خوشې کیدل له سولې سره مرسته نه کوي، خو د لیکوال په باور دا کار لږ تر لږه له رواني اړخه پر وسلوالو مخالفینو اغیز لري.

سرنوشت لیکلي که پاکستان د افغان دولت په غوښتنه ټول طالبان له زندانونو څخه پریږدي نو ددغو طالبانو یوه برخه به ضرور له خپل خلاصون سره سم د سولې د سولې پروسې ته زړه ښه کړي.

په سرمقالې کې راغلي په تیرو څو میاشتو کې په ځینو غونډو کې د طالبانو ګډون دا ثابته کړه چې سولې ته ورو ورو لاره په هواریدو ده.

خدمتګار ورځپاڼې هم په همدې مسئلې خپله سرمقاله کښلې او لیکي یې دي، د طالب بندیان په خوشې کیدو کې د سولې تضمین څه دی.

ورځپاڼې لیکلي افغان دولت تمه لرله چې پاکستان به خوشې شوي طالبان له کورنیو سره یې افغانستان ته ولیږي او په دې توګه به هغوی د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د خدمتګار په سرمقالې کې راغلي، تراوسه داسې ونه شول او په راتلونکې کې هم څرګنده نه ده چې داسې به و شي او که نه.

خدمتګار لیکلي په داسې حال کې چې د سولې پر لار کې لا هم ډیر پيچومې شته، په پاکستان کې د طالبانو د مسئولینو ازادیدل یو بې تضمینه کار دی.

ویسا ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او په هغې کې یې د ځینو افغان او پاکستانیو کارپوهانو نظرونه راخیستې دي.

په مطلب د پاکستاني ژورنالست رحیم الله یوسفزي خبره راخیستل شوې چې واي، دا مهال شاوخوا سل طالبان چې یو شمیر یې مهم مشران دي له پاکستان سره زندانیان دي.

ویسا د یوسفزي له قوله زیاته کړې، په دغو زندانیانو کې یې هغه ډیر مهم د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای په ځانګړو زندانونو کې ساتل کیږي.

ویسا په خپل مطلب کې د یوه افغان کارپوه وحید مژده خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي، پاکستان افغان طالبان ددې لپاره پریږدي چې له خپلو طالبانو سره اوربند وکړي او راتلونکو انتخاباتو ته لاره هواره کړي.

د انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه لیکلې.

ورځپاڼې لیکلي د سولې لپاره اوسنۍ هڅې د ډاډمنې راتلونکې زیری ورکوي.

انیس لیکلي لکه څرنګه چې په سولې کې د خدای رضا هم حاصلیږي نو د سولې د عالي شورا روانې هلې ځلې به ضرور نتیجه ورکوي.

په سرمقالې کې راغلي د قطر، پاریس او ترکیې په وروستیو غونډو کې له ګډون څخه ښکاري چې وسلوال طالبان هم پر سولې بارو لري او زړه یې ورته ښه کړی دی.