کور / هراړخیز / څه ووايم !

څه ووايم !

په هره توګه وياړم چې يو افغان يم هغه جلا خبره ده چې هيواد مو دومره ځپل شوی او ځپيږي چې د سر پورته کولو توان هم نه لري، داسې خو هم نه ده چې ټول عمر به پرې د خزان بادونه الوځي را الوځي او د مخ نه به ورته د شنو،شنو او زړه راښکونکو منظرو شنه،شنه خالونه په بيابان بدل کړي، قبوله به شي د يو چا دعا چې د سولې لپاره به يې کړې وي او را به شي يو څو د سولې پريښتې د انسانانو په جامه کې.

توبه خدايه(( ج)) توبه اوس نو څه ووايم، که وايم چې مه راليږه د سولې پريښتې دې نو ښايي چې زه هم د وطن پلورونکو،جنګ غوښتونکو،خاين او قاتل په ډله کې وشمېرل شم، او که وايم چې راوليږه د سولې پريښتې دې نو وېريږم په دا چې په دې هيواد کې چې د چا سره قدرت دی نو هغه سره ټوپک هم دی هسې نه چې هغه پرېښتې دې بې ګناه لکه د نورو افغانانو په څېر د دې راتپل شوي جنګ قرباني نشي.