کور / مېرمن / د افغان مېرمنو مظلوميت

د افغان مېرمنو مظلوميت

څو لیسزي کیږي چي افغان میرمن ژړيږي ځکه چی هره ورځ یي زوي وژل کيږي، لور يي خرڅیږي او میړه يي بندي کیږي. د افغان جګړي ټولي ناخوالي همدا افغان میرمن زغمي، يوازي جګړه نه ده چي افغان میرمن ځوروي ترڅنګ يی همدا افغان روزلي بچي هم افغان میرمني ته لوي عذاب جوړ شوی. ایا افغان مور مظلومه ده؟
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلي الله علیه وسلم فرمایلي چي د مور اوپلار رضا د څښتن تعالي رضا ده او د مور او پلار خفګان د څښتن تعالي خفګان دي . نو دا چي افغانان اکثریت مسلمانان دي او د اسلام مقدس دين مور ته دومره لوي مقام ورکړی او هره مور یوه میرمن ده،، نو بيا دا مور ولي ژړوئ؟
ښځه هغه څوک ده چي نړي روزي که یو څوک نړي روزي نو ولي وژل کيږي؟ ولي په دوه کلني کي واده کيږي ،ولي په بدو کښي ورکول کيږي؟
څوک جرم کوي خو افغان میرمن یي قرباني ورکوي یعني د ورور، پلار، اکا زوي او نورو خپلوانو د بدو اعمالو له امله خور، لور، د اکا لور او داسي نور په بدو کښي ورکول کيږي چي تر مرګ پوري دغه میرمني د ارام ساه نشي اخستلي ځکه چي په بدو کي ورکول شوي وي او هغه کورنۍ هم تری د خپلو بدو کسات د یوي معصومي میرمني څخه اخلي چي نوموړي ان د جرم نوم هم نه پیژني.
که چیري افغان ولس غواړي چي خپله ټولنه سالمه وروزي نو لطفآ دي نور د ښځو په مقابل کښي تاوتریخوالي ته دي د پاي ټکي کښيږدي چي افغان میرمن ته موقع ورکړل شي چی خپلي ټولني ته سالم، پوه، هوښیار او زیرک بچیان وړاندي کړي.
سر د نن څخه باید ټول وروڼه د ميرمنو پر وړاندي د تاوتریخوالي سره خداي پاماني وکړي.
افغان میرمن ته د ښه راتلوونکي او ښه ژوند په هیله.