کور / کره کتنه / کره کتنه که کره کږنه؟

کره کتنه که کره کږنه؟

کره کتنه که کره کږنه؟
زه دعادت له مخي ډېري ويبپاڼي نه ګورم. که مي ريشتيا پوښتئ د کتلو حوصله او وخت يې نه لرم. په پښتو ويبپاڼو کي کله ناکله د« لروبر» او« بېنوا» په ليدو تنده ماتوم. د خپلو ماتو ګوډو ليکنو ډېره برخه هم و همدغو ويبپاڼو ته ورلېږم. له دې سَوَبه نو په نورو ويبپاڼو کي د ځان او نورو ليکوالو په اړه د نقادانو په نظريو يا کره کتنو چندان نه خبرېږم. پرون مي ناببره وليدل، چي زما له کور، تاريخي کندهاره، ښاغلي نورالباري د تېر عيسوي کال د نومبر پر نه ويشتمه په « تاند» ويبپاڼه کي د دې عاجز پر هغه اثر انتقادې ليکنه کړې ده، چي« د نوي قاموس ليکني و مېتودولوژۍ ته يوه کتنه» نوميږي.
و ښاغلي نورالباري خان ته کورودانی وايم، چي د دې ظاهراً نوي خو باطناً نيمګړي اثر د ځينو اړخو په اړه يې خپلي نظريې بيان کړي دي. لوی څښتن دي ده او نورو ځوانانو ته قدرت او برکت ورکي، چي د دې شاګرد پر نورو ليکنو هم دقيق او اصولي نقد وکي. دا ډېره ښه خبره ده، چي د بېځايه ستاينو او تقريضونو پر ځای د يو بل د ليکنو پر ناقصو او کمزورو خواوو انتقادي خبري وکو؛او په دې توګه د هيواد په فرهنګي پرمختګ کي فعاله ونډه واخلو.
زه ښاغلی نورالباري نه پېژنم؛ نه مي تر اوسه په « لروبر» يا « بېنوا » کي د هغه څه ليکنه يا کره کتنه لوستې ده. کې ( که يې ) خپله ليکنه په دغو ويبپاڼو کي خپره کړې وای، ښايي په جواب موندلو کې دونه ځنډ نه وای پېښ سوئ. خير، ماهی چي هر وخت ونيسئ، تازه دئ. نقد هم هيڅکله زړښت نه لري. هر وخت چي تر ګوتو سي، ګټور او په زړه پوري دئ. زما په نظر علمي او مستندي کره کتني نه يوازي د اثر و ليکوال او نقاد، بلکي و ټولو علاقمندو لوستونکو ته د ليکني او څېړني په چارو کي نوي افقونه پرانيزي.
ښاغلي نورالباري په خپله کره کتنه کي دا حقير د استاد په نامه ياد کړئ دئ. په کنداريانو( کندهاريانو) کي متل دئ، چي وايي:« په پک که پوزخند وهې، نو ورته وايه، چي څوڼوره( څڼوره ). ما غوندي حقير او فقير شاګرد ته د استاد لقب کارول په واقعيت کي همداسي ټوکه ده؛ ځکه زما په نظر ډاکټر کېدل او پوهاند کېدل ډېر اسانه؛ خو په واقعي مانا استاد کېدل، ډېر ګران کار دئ. د نورالباري خان له بيانه هم کله کله د همدې کندارۍ وراشې استشمام کيږي.


نورالباري خانه!
دا خبره سمه ده، چي زه« هنر» د« هونر»،« کلمه » د« کليمه»،« کوي» د« کيي» په بڼه کاږم. د دې ليکدود يا املايي لاري په دفاع کي مي خپل دلايل او نظريې په هغه مفصله تحليلي او انتقادي مقاله کي بيان کړي دي، چي« په ويلو او ليکلو کي همرنګي يا نيژدېوالی» نوميږي؛ او په څو برخو کي د « لروبر»، « بېنوا » او ځينو نورو ويبپاڼو له لاري خپره سوې ده. په دې ليکنه کي د پراخو مثالو په وړاندي کولو سره استدلال سوئ دئ، چي موږ پښتانه ليکوال بايد کرار کرار په خپلو ليکنو کي د کښنګ( ليکدود) او وينګ( تلفظ) تر منځ بېلوالی ايسته کو؛ ځکه عقل او منطق دا نسي منلای، چي په خوله« هونر»،« هيلمند»،« هينداره »، « ګومان »،« ګونا»،« پينځم »،« روستم»،« سوهراب» وايو، خو په قلم يې«هنر»،« هلمند»،« هنداره»،« ګمان »،« ګناه»،« پنځم »،« رستم» او« سهراب » کاږو. زه نه پوهېږم، زموږ اړتيا او ناچاري په څه کي ده، چي« هيلمند»،« هينداره»،« پينځم » او داسي نور د« هلمند»،« هنداري» او« پنځم » په بڼه ليکو؟! زموږ پخوانو شاعرانو او ليکوالو خو نه يوازي عربي او پاړسي، بلکي خپل سوچه او سپېڅلي پښتو ټکي هم د زْوَر، زېر، پېښ او نورو عربي اِعرابو( نخښو) په کومک ليکل؛ مثلاً « چي »،« بلکي »،« ښه »،« ونه »،« اوبه »،« گوندي »،« غوندي » او داسي نوري کليمې يې زياتره د« ښَ »،« ونَ »،« اوبَ »، « گُندِ »،« غُندِ» او داسي نورو په ډول کښلې.


نورالباري خانه!
اوس نو تاسي په خپله قضاوت وکئ، چي کم ( کوم ) ليکدود د پښتنو د ژبي سم او دقيق استازيتوب کيي؟! ايا د ويلو او ليکلو تر منځ د جلاوالي او دورنګۍ سَوکه سَوکه ختمول د پښتو ژبي د اسانه کولو او پراخولو په لار کي لوی خدمت نه دئ؟! ايا د« هيلمند» او« هينداري» پر ځای « هلمند» او« هنداره» ليکل کټ مټ داسي مانا لري لکه څوک چي د « آس » پر ځای « ټټو» يا د« ښامار» پر ځای« مار» کاږي. د دغو دلايلو له مخي، تر هغه ځايه چي ممکنه يي( وي ) د کليمو په ويلو او ليکلو کي د تفاوت او دورنګۍ ورو ورو ايسته کول علمي او ګټور کار دئ. بېله شکه په پښتو ليکدود کي د اسانه کولو او علمي کولو بهير پر دې ځای نه ختميږي. بايد د ضمير او کومکي فعل، معروف( لنډ) او مجهول( اوږده ) واو، د دريم شخص او مخاطب، خج لرونکو او بې خجه ټکو و جلا کولو ته هم ټينګ پام و سي،که نه نو د بېلابېلو کليمو په سهي( صحيح ) لوستلو کي له لويو کړاوو سره مخامخ کيږو. دلته يې د يو و نيم مثالو يادونه بې ګټې نه ده:


د ضمير او کومکي فعل فرق:
دی( اشاري ضمير ) کور ته تللی دی(کومکي فعل ).
موږ ښايي د عادت له مخي د پورتنۍ جوملې په لوستلو کي تېروتنه و نه کو؛ خو که دا جومله د يوه غير پښتون و مخ ته کښېږدو، په لوستلو کې د تېروتني احتمال څو چنده زياتيږي؛ ځکه د بلي ژبي ويوونکی د پښتو جوملو په جوړښت نه پوهيږي.کېدای سي دواړه مشابه ټکي د ضمير يا فعل په بڼه و وايي يا اول دی د« فعل» او دوهم دی د«ضمير» په ډول و وايي، چي ګرده يې د جوملې په مانا پوهېدو کي ګراني پېښيي.
که پورتنۍ جومله په لاندي ډول وليکل سي، د ضمير او مرستندويه فعل تر منځ په اسانۍ توپير کولای سو:
دی کورته تللئ دئ.
علي محمد مخلص( تر ۱۰۶۹ هـ ق پوري په يقين سره ژوندی ) په يوه ميسره کي دی( ضمير ) او دئ( فعل ) داسي راوړي:
دی قـــديم، عظيـــــم دريـــاب دئ، کُل عالَم پر ده حُبـــاب دئ
دی تطهيــــــر د هـــــر ناپــاک شه، پاک صفت غواړم لـــه پاکه
بل ځای داسي وايي:
دی الَطـــف دئ په لطيـف کښي ئې ځای وکه
حق الطـــــف، زړه لطيـــف ياد په کتابونه


د معروف او مجهول واو توپير:
که په ليکدود کي د معروف او مجهول واو توپير و نه کړل سي، د مشابه ټکو په لوستلو کي له لوی سرخوږي سره مخامخ کيږو؛ لکه په لاندي مثال کي:
نؤر[nῡr] ( په معروف يا لنډ واو): روڼا/ رڼا، روښنايي.
نور [nor]( په مجهول يا اوږده واو): پاته/ پاتي/ پاتو؛ په پاړسي کي ديګر، ساير.
نْؤَر[nwar] ( په معروف يا لنډ واو): لمر/ نمر.
د دريم شخص او مخاطب صيغې توپير:
د پښتو په ديواني ادب کي داسي ډېري بولګې موندلای سو، چي په يوه ميسره کي د دريم او دوهم شخص صيغې کار سوي دي.که د دې دوو صيغو د جلا کولو دپاره له بېلوونکو نخښو څخه کار وانخيستل سي، لوستونکي په لوی ربړ او عذاب اخته کوو؛ لکه د علي محمد مخلص په دې بيتو کي:
حق جـوهر ته ئـې عَرَض يې!
دی کـاغــد ته پـــــرې خضيبه
***
تـــه د کُـل مخلــوقات رب هم ئې رازق يې!
د دولـــــت پـــــرورده تـــــل اميـــــد عفا ته
په مخکني بيت کي « ئې» و غايب شخص/ شي( مخلوقات ) او« يې» و دوهم شخص يا مخاطب( رب ) ته اشاره ده. د غايب او مخاطب صيغو تر منځ دا توپير کول د فاضل استاد، ډاکټر عبدالرزاق پالوال، نوښت دئ.
که د دې دوو بېلو حالتو د تشخيص او تفريق دپاره له بېلو نخښو څخه کار وانخلو، د ميسرې په لوستلو او سم مانا کولو کي له لوی تکليف سره مخامخ کيږو.
نورالباري خانه!
ما د مشابه ټکو په ويلو کي د خج يا فشار و مسألې ته هم پوره پام کړئ دئ؛ او د پښتو له درنو ژبپوهانو او ليکوالو څخه مي غوښتنه کړې ده، چي د دې معضلې د حل دپاره د يوې نخښې پر کارولو سوچ وکي؛ مثلاً:
کډه( خج پر لومړۍ څپه ): ۱د کورسامان او اسباب.۲د کور د سامانو او شيانو لېږل؛ په پاړسي کي کوچ، کوچ کشی.۳ مجازاً مېرمن، ماينه، ماندينه، ځْګَه، منکوحه، کوروالا، کورودانه، عورته/ اورته/ ارتينه . . .
کډَه( خج يا فشار پر وروستۍ څپه )کنده، ژور ځای، ډب او داسي نور.
واړه( خج پر لومړۍ څپه ): ټول،گرده، درست؛ په پاړسي کي همه؛ په عربي کي کُـل، تمام، قاطبه، کافه . . .
واړَه( خج پروروستۍ څپه )کوچنيان، کمکيان، ماشومان، ووړ يا وړوکی مفرد.


اجازه راکئ، له نورالباري څخه پوښتنه وکم، چي د « نړۍ د لوی پښتون ژبپوهاند» په عالمانه اشارداتو کې د دغو حساسو املايي التباسو د ليري کولو په اړه، څه اروېدلي که يا؟ کې نه دي اروېدلي دليل يې څه دئ؟! ايا د پښتو ليکدود و دغو لويو کمزورييو ته د هغه لوی ژبپوهاند پام نه دئ اوښتئ،کې د حل په لار سر نه خلاصېدئ؟! يو عِلت او سَوَب خو خامخا لري.


سره له دې ټولو علمي دلايلو او ښېګڼو، تاسي حق لرئ پر زما پر ليکدود د بدعت ، تفرد يا هري بلي بلا نوم کښېږدئ؛ خو زه يې د پښتو ژبي د پرمختګ او تکامل په لار کي مهم او ضروري ګام بولم .البته، زه د دې لاري نوښتګر او مؤجد نه يم. دا کار د نړۍ په ځينو نورو ژبو کي هم سوئ او زموږ خلګو هم د خپلو ژبنييو اړتيا له مخي پېړۍ پېړۍ مخکي په هغه لاس پوري کړئ دئ؛ مثلاً زموږ خلګو د خپلي اسانۍ او ضرورت پر اساس عربي« وقت »،« نعره»، « تعبيه»،« لعب »،« فهم »… په « وخت »، « ناره »، «تابيه/ تابيا »،« لوبه» او« پام » واړول؛ پاړسي « آبدست »، « لشکر»، « کوشش»، « نمازديګر»… يې په « اودس»، «لښکر»،«کوښښ» او« مازديګر/ مازيګر/ ماځيګر»… او هندي« اډا»،« بوجهـ »،« جهگړا»، « دکهـ »، « دهندها»،« دهوکا»… يې په « اډه »،« بوج »،« جگړه »،« دوک »،« دنده »،« دوکه »… واړول؛ او دا بهير تر اوسه بېله ځنډ او خنډه جاري او ساري دئ. د دې مفغنو ټکو شمار زرو ته رسيږي. که ژوند ياري وکړه، انشأالله يو وخت بې له ريښو، شکلي او مانوي( معنوي ) بدلونو سره د فرهنګ يا قاموس په بڼه وړاندي کو. تاسي وګورئ څلوېښت – پينځه څلوېښت کاله دمخه د استاد حبيبي، استاد رشاد، استاد الفت، استاد بېنوا، استاد خادم او استاد رشتين په ګډون زموږ ټولو شاعرانو، ليکوالو او څېړونکو« چي »، « بلکي »، « مانا/ معنا » او داسي نوري کليمې د« چه »، « بلکه » « معنی» په بڼه ليکلې. ښايي په دې دليل، چي له يوې خوا د پښتو ادب په خطي اثارو کي په همدې بڼه راغلي دي؛ او له بلي خوا په پاړسي او عربي ژبو کي په همدې بڼه رواج دي. زموږ لرغونو شاعرانو او ليکوالو هم دا رسم له عربي او پاړسي ژبو څخه اخيستئ ؤ. تر پېړييو پېړييو چلن وروسته د ځينو پښتنو ژبپوهانو او ليکوالو و دې حقيقت ته پام واوښت، چي موږ ولي له بابا ادمه تر دې دمه « چه »،« بلکه »،« معنی » او داسي نور ټکي د پاړسي او عربي په بڼه کاږو. دا ليکدود خو د پښتنو له وينګ او نورو فينالوجيکو/ فونولوژيکو خصوصيتو سره هيڅ سر نه خوري. د همدغو دلايلو له مخي ؤ، چي بالاخره د« چي »، « بلکي »، « مانا/ معنا » ليکدود پيل سو. د پښتو هيڅ منلي او وتلي استاد له دې علمي او منطقي بدلون سره مخالفت و نه کئ؛ او نه يې کولای سوای؛ ځکه د دې بدلون په را منځ ته کېدو سره پښتو ليکدود علمي تاداو پيدا کئ؛ او د پښتو ژبي ميليونونه زده کوونکي، لوستونکي او ليکوونکي له لويه عذابه خلاص سول. زه په پښتو او هره بله ژبه کي د دغه راز مثبتو او ګټورو بدلونو ټينګ پلوی يم. بېله شکه د مثبتو او ګټورو بدلونو راوستل هم په انقلابي او ناڅاپي ډول نه غواړم؛ ځکه زموږ مرسوم او مروج ليکدود پر ټولو کمزورييو او نيمګړتياوو سربېره له پېړييو پېړييو راهيسي چلېدلئ دئ. ځکه يې نو د پرمختګ، نوي کولو او علمي کولو په بهير کي هم بايد له پوره اتيات(احتياط) او هوښيارۍ څخه کار واخيستل سي. زما په نظر د شاعر، ليکوال، څېړونکي او نورو علمي- فرهنګي مفکرانو رسالت هم دا دئ، چي د خلګو په ژبه خبري وکي. خپله وينا، ليکنه او هر څه د خلګو له منلو اصولو او قواعدو سره برابر کي. زما په نېز( نزد) هغه ادبيات او علمي اثار، چي د اولس د ژبي، دود و بايدې، عقايدو او فرهنګي ارزښتو سمه او دقيقه ترجماني نه کيي، په يوه توت هم نه ارزي.


نورالباري خانه!
تاسي په خپله اقرار کړئ دئ، چي د هارون خپل لار اسانه او ساده ده. دونه ساده ،اسانه او طبيعي، چي حتا ستاسي لؤر غوندي کوچني ماشومان هم سرخوږی او تکليف نه ور سره لري. اوس نو تاسي د زيار صاب او ملګرو ټکي و ډبري د يوه ماشوم يا نالوستي شخص نه، بلکي د يوه با نام و نښانه پښتون شاعر، ليکوال او حتا ژبپوه و مخ ته کښېږدئ؛ او پوښتنه ځني وکئ، چي په پوهېدو او هضمولو کې څه حال دئ؟!


ښاغلی نورالباري و« هونر»،« هيلمند»،« هينداره»، « ګومان »،« ګونا» او داسي نورو املايي بڼو ته په خپله اصطلاح « ماشومانه اند» وايي. وروسته کاږي:« زما هم کله کله زړه وغواړي چې د استاد هارون خپل شعشعي غوندې(اسان ليکدود) خپل کړم، خو بېخي د لوی استاد علامه حبيبي رح، استاد صديق روهي رح، او علامه رشاد عليه رحمه او نورو پوهانو له ارواوو څخه شرم راته درېږي او ده ملگرو دې خبرې ته ځواب هم نه لرم چې آيا ټول ليکوالان نه پوهېږي چې هنر يې ليکي او ته تر هغوی ډېر پوه يې؟»


په دې ترتيب ګورو، چي نورالباري صاب نه د علمي دلايلو او شواهدو، بلکي احساساتو، شرم او پېغور پر اساس د دې عاجز پر اسانه او ساده ليکدود د بطلان کرښه باسي. زما و اسانه او ساده ليکدود ته په بې انصافۍ سره د بدعت او تفرد په سترګه ګوري؛خود ځان او ملګرو وليکدود ته دکاڼي کرښه وايي؛او په کارولو کې له هيچا شرم نه کيي. له نورالباري څخه بايد پوښتنه وکو، چي ولي « ګومان » په واو ليکي؛ خو « هونر» او داسي نوربې واوه؟! ايا د ژبي قانونمندي و دې ته وايي، چي يوازي« ګمان» په « ګومان» واړول سي؛ خو زرونه نوري کليمې پر خپل حال پرېښول سي؟!


نورالباري خانه!
تاسي خو د شرم، حيا او پېغور لويي دعوې کړي دي؛ خو يو پلا خپله ليکنه( ليکدود، جوملې او جعلي لغتونه) د لوی استاد علامه حبيبي، علامه رشاد، استاد بېنوا يا نورو استادانو له اثارو سره پرتله کئ؛ او بيا وګورئ، چي ستاسي او هغو بزرګانو ترمنځ څه تړاو او نسبت سته که يا؟! که ستاسي سره د دغو استادانو د سپېڅلو ارواوو د خوشالولو غم وای، بيا خو مو په پټو سترګو بايد د داسي کسانو چټل نويسي او پېښې نه کولای، چي ويل، ليکل، لغتپرانۍ او حتا فکر او ذکر يې له هغو سترو او وياړلو استادانو سره مځکه او اسمان فرق لري. ښايي دا خوی مو له خپل « نابغه » استاد، زيار صاب، څخه زده کړئ يي؛ ځکه هغه عاليجناب هم له يوې خوا و علامه حبيبي، استاد الفت، استاد رشتين او نورو استادانو ته د مُلايانو يا داسي کسانو په سترګه ګوري، چي د پښتو ژبپوهني په الفبې هم خبر نه دي؛ او له بلي خوا يې کله کله د خپلو شخصي او ګروهي مخسدو د تأييد او توجيه دپاره تر ستورو هم لوړ خېژيي.د نورالباري خان او زيار صاب په خبرو او عمل کي مي د دې تضاد او تناقض په ليدو سره د انګرېزانو هغه متل را په ياد سو، چي وايي:
The devil can cite scripture for his purposes.
يا
The devil can quote Scripture for his own ends.


ښاغلی نورالباري د خپلي ليکني په يوه بله برخه کي کاږي:« کتاب يې خدای شته په مجموع کې له مالوماتو او سپارښتنو ښه ډک دی، خو د استاد ليکدود او ځينې تفردات او بدعتونه سړی د استاد پر پوهه باندې شکمنوي


ستا جار سم نورالباري خانه!
په دې ترتيب مي د هغه داستان غټ ټکي در ته بيان کړل، چي تاسي يې تفردات او بدعتونه بولئ؛ خو په ناپوهۍ او بېچارګۍ کي مي هيڅکله شک او شبهه مه لرئ.

هارون تر هغي اندازې ډېر نادانه او ناتوانه دئ، چي تاسي يې تصور کوئ. يوازي زه او زما خدای په دې حقيقت ښه خبر دي؛خوددې خبري مانا دا نه ده، چي تور ته سپين او سپين ته تور و وايم. د نامه، مقام ، پيسو او داسي نور بلا و بتر په سَوَب مي هيڅکله د ناسمي او کږې لاري پيروي نه ده کړې؛ او انشاء الله تر دې وروسته بې هم و نکم. د حضرت رحمان بابا په وينا:« لکه ونه مستقيم پر خپل مکان يم — که خزان را باندي راشي که بهار».


نورالباري خانه!
هارون خپل که غلطي او تېروتنه و هم کي څه نقص او عيب نه ګڼل کيږي؛ ځکه د نامه تر څنګ يې د پوهاند، ډاکټر، استاد، قاضي او مفتي القاب نه دي ليکل سوي؛او نه يې هيڅکله خپلي ماتي ګوډي خبري او نظريې د کاڼي کرښي بللي دي. خواري خود هغه چا په برخه ده، چي د کنداريانو په اصطلاح يې ګوز په تبر نه ماتيږي. علمي القاب اوعناوين يې په شا نه وړل کيږي، خو په خبرو او ليکنو کې تعقل، منطق او علمي ارزښتونه په اوړو کي د مالګي تر اندازې هم لږ دي.


دا خبره سمه ده، چي زه د«وي » پر ځای « يي »، د« کوي » پر ځای « کيي»، د « وکړي» پر ځای « وکي » ليکم. دليل يې کنداری ليکدود نه، بلکي دا عمومي قاعده ده، چي په ويلو او ليکلو کي بايد د امکان تر حده بېلوالی ليري سي. پر دې قاعدې د کنداري ليکدود نوم ايښوول ځکه سهي نه دئ، چي زياتره کنداري ليکوال او استادان په ليکدود کي د ويلو او ليکلو و يورنګۍ ته په ډېر ارزښت نه ګوري. زه فکر کوم، چي کيي، وکي، هونر، ګونا، ګومان، جومله، روستم، سوهراب، چي، بلکي او داسي نور د ميليونو پښتنو د وينګ ( تلفظ ) او فينالوژيکو ځانګړتياوو واقعي ممثل دي. بالعکس کوي،وکړي، هنر، ګناه، ګمان، جمله، رستم، سهراب، چه، بلکه او داسي نور د زياترو پښتنو د وينګ استازيتوب نسي کولای. خلګ د زړو عادتو له مخي داسي بدلونونه په اسانۍ نسي منلای. ژبني او فرهنګی بدلونونه اوږدو زمانو ته اړتيا لري. باور لرم چي يو وخت به نه يوازي کنداريان، بلکي نور پښتانه هم د هغه پر حقانيت اعتراف وکي.


نورالباري خانه!
زه هغه څه چي تاسي يې د سربل او وستربل په نامه يادوئ،د«ادات» په نامه پېژنم. ادات (prepositions) هغه ناخپلواک يا اضافي ټکي/ توري دي، چي په يوازيتوب سره پوره مانا نه لري؛ خو په جومله کي د دوو ټکو ترمنځ د تړښت او ارتباط په مخسد کاريږي لکه پر، په، تر، ته، د، له، و، څخه، راهيسي او داسي نور، چي کله کله د جوملې په سر، کله کله د عبارت په سر او کله کله هم د يوه عبارت په سر او پای کي راځي. په اداتو کي لو( لويه ) او ارزښتناکه خبره دا ده، چي دا ټکي په هيڅ ژبه کي ثابت او يورنګه قواعد نه لري. په بله وينا، هر چيري چي په وينګ کي دروندوالی( ثقلت) او پرېکون( سکتګي ) راولي، په هغه ځای کې له ليکلو يا استعمال څخه ډډه کيږي يا يې داسي ادات پر ځای کاريږي، چي د جوملي له روانۍ او سادګۍ سره مرسته کيي. د هغه چا په دې خبرو ژر سر نه خلاصيږي، چي هر څه يې د ميناوو او توتيانو په ډول زده کړي يي.ګْرَم هم نه دي، ځکه چي له ړندو استادانو څخه په پټو سترګو سبق اخيستل همدا نتيجې لري. تاسي وګورئ په پاړسي کي د« ارواښاد » دپاره هم « روانشاد» وايي او هم « شادروان ». هم « شنوندهء عزيز» ليکي او هم «عزيز شنونده». دواړه عيب نه ګڼي. له خپلو ليکوالو څخه د ګاډۍ اسان نه جوړيي، چي دې يا آ خوا ته نسي کتلای، بلکي ليکوالو او شاعرانو ته اجازه ورکيي، چي د فصاحت او بلاغت په چوکاټ کي نوي سکښتونه او جوړښتونه را وباسي. په ليکوالۍ او شاعرۍ کي کمال دا دئ، چي د جوملو په جوړښت کي د هغو و لنډوالي، سادګۍ، روانۍ، پخوالي او اولسي تومني ته ژور پام وسي؛ مثلاً :« له کابل څخه تر کندهار پوري څلور نيم سوه کيلومتره لار ده.» دا جومله د مانا، ګرامر او هر کم و کيف له نظر سمه او بشپړه ده؛ خو روانه او ساده نه ده؛ ځکه نو د هغې پر ځای دا اسانه او بهتره ده:« له کابله تر کندهاره څلور نيم سوه کيلومتره لار ده.» خلګ په اسانۍ او سادګۍ پسي ځي نه په تشو او زموختو ګرامري قاعدو پسي. ګرامري قواعد د اولس د ژبي له مخي جوړيږي او بدليږي نه بر عکس. زه تر ساده، رسا او خواږه بيان پوري و وچو او بې روحه ګرامري قواعدو ته هيڅ ارزښت نه ورکوم. په دغه جومله کي، چي تاسي را اخيستې ده، که« له کوچنيوالي څخه مي له حقوقو سره …» وکاږو، بيا نو په جومله کي د سادګۍ او روانۍ روح مري. همدا وجه ده، چي داسي جوملې اولسي تومنه نه لري. زه تر خپله وسه کوښښ کوم، چي په ليکنو کي مي اولسي روح ژوندۍ وساتم. ياني داسي ټکي، عبارتونه، ترکيبونه، وراشې او جوملې راوړم، چي د خلګو په ورځنييو محاورو او مکالمو کي ويل کيږي.
تاسي له يوه پښتانه څخه پوښتنه وکئ، چي احمد چيري دئ؟ هغه په جواب کي در ته وايي:
د کوره وتلئ دئ.
له کوره وتلئ دئ.
يا په لنډ ډول :
وتلئ دئ.
په دې جوملو کي « څخه » ته هيڅ اړتيا نسته. ګرامر ليکوونکي بايد دا قاعده په خپلو اثارو کي ثبت کي.


دا خبره سمه او سهي ده، چي « له » او « د » ادات په ټولو حالاتو کي يو د بل پر ځای نسي استعمالېدای؛ لکه ستاسي په لاندني مثال کي؛ ځکه د اولي جوملي مانا فصيح او بليغه نه ده.
تل به دي ساتو د پردو وطنه (ناسم)
تل به دې ساتو له پردو وطنه (سم)

اما« له کوچنيوالي په دې شوق اخته يم » يا « د کوچنيوالي په دې شوق اخته يم » دواړي سمي او سهي دي.
احمد له کورڅخه وتلئ دئ
احمد د کورڅخه وتلئ دئ.
احمد له کوره وتلئ دئ.
احمد د کوره وتلئ دئ.
څلور سره جوملې د ګرامر او مانا له پلوه سمي او دقيقي دي؛ خو وروستۍ دوې تر لومړييو دوو ساده او رواني دي. ما ته« د» په ډېرو حالاتو کي تر « له » ساده او روان برېښي. ستاسي ملګري، شفيق العالم معذوريار صاحب، بېخي سهي ويلي دي: (( د عمر د پختگۍ سره سم فکر هم پختگي مومي.)) که څه هم دا جومله په دې بڼه هم بالکل سهي ده:((د عمر له پختگۍ سره سم فکر هم پختگي مومي.)) له همدې سَوَبه زه د« لپاره/ له پاره » پر ځای « دپاره» کاروَم. د پښتو ادب په لرغونو متونو کي زياتره« دپاره» راغلئ دئ نه « لپاره/ له پاره». تر پخوانييو متونو خو لا ارزښتناکه خبره دا ده، چي دا ټکی تر اوسه زموږ په خلګو کي په همدې بڼه ويل کيږي. پر دې خبرو سربېره« لپاره/ له پاره » قطعاً غلط نه دي. له دواړو( دپاره او لپاره/ له پاره) څخه يو مفهوم اخيستل کيږي؛ او خلګ حق لري، چي د خپل ذوق له مخي په هغو کي چاڼ وکي. د پوهي او کمال څښتنانو ته نه ښايي، چي په دې يا هغه پلمه د خپلي ژبي لغوي زېرمه، ګرامري جوړښتونه او سکښتونه محدود کي. برعکس د لغوي زېرمي او ګرامري جوړښتو پراخوالی د يوې ژبي د بشپړتيا او پرمختيا څرګندوی دئ.
پاس په هوا راشه جانانه — لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه (ناسم)
پاس په هوا راشه جانانه — لارې کوڅې له غمازانو ډکې دينه (سم)

په دې لنډييوکي«د غمازانو» او« له غمازانو» دواړه عبارتونه سهي دي؛په مانا کي هيڅ ګډوډي يا نيمګړتيا نه پېښيي؛خو« لاري » او« ډکي» بايد هيڅکله په اوږده يا مجهوله ياء و نه ليکل سي؛ ځکه په ليکنه کي مانوي( معنوي ) التباسونه پيدا کيي؛ لکه په دغو مثالو کي:
ډکه( خج پر لومړي سپوڼ ) ياني مالامال، بوزېدلی، د تش ضد؛ په پاړسي کي پُر، مملو، مشحون. جمع يې ډکي. ګونۍ ډکه ده. جعبې ډکي دي.
ډکَه( خج پر دوهم سپوڼ ) ياني پرې وهل، ښورول، خوځول، جټکه او داسي نور. جمع يې ډکې. موټر ته ډکَه ورکه! موټر ته مو ډېري ډکې ورکړې؛ خو بيا هم چالان نسو.
مستي ياني خوشالي، بازۍ، لوبي، ساتيری.
مستې ياني له شيدو څخه جوړ سوي خواړه، په پاړسي ماست.
په اوسني تپل سوي نامعياري ليکدود کي مستي او مستې، دواړه په مجهوله ياء کاږي.
په پاړسي کي له اوږدو زمانو راهيسي د مجهولي او معروفي ياء په ويلو کي روښانه توپير ؤ. اوس يې د معروفي او مجهولي ياء په نه بېلولو سره له زمري څخه شېدي جوړي کړي دي. شېر( زمری) او شير(شيدې/ شودې) دواړه په يوه ياء کاږي. په افغاني پاړسي( دري ) کي لا تر اوسه د دې دوو ټکو په ويلو کي د معروفي او مجهولي ياء ږغونه خوندي دي؛ خو ډېر ژر به دلته هم تر خاور لاندي سي؛ ځکه خلګ تر وينګ پر ليکدود ډېر حساب کيي.


له زلمي سره ځم.
د زلمي سره ځم .
دواړي جوملې سمي دي. هيڅ فرق نه او برتري نه لري.
له احمد څخه مي کتاب واخيست.
له احمد څخه مي کتاب واخيستئ.
له احمده مي کتاب واخيستئ.
درې سره سمي او سهي دي.

له غرمې وروسته کور ته ځم.
تر غرمې وروسته کور ته ځم .
دواړي د مانا له اړخه سمي دي؛ ما ته دوهمه ښکلې او بهتره ايسي. زموږ خلګ يې هم دغسي وايي:
تر ډوډۍ خوړولو وروسته.
تر لمانځه وروسته او داسي نور.


له پرون راهيسي کار لرم. دا جومله بالکل سمه ده.
پر ځای يې داسي هم ويل کېدای سي:
له پرون څخه بوخت يم.
له پرون څخه مصروف يم.
له پرونه اخته يم.


له احمد پرته محمود هم راغلئ ؤ.
په دې او داسي نورو جوملو کي د« پرته » وکارولو ته هيڅ اړتيا نسته؛ ځکه « پرته » د پښتو په جنوب – لوېديځه لهجه کي د کرکي، کهښت او بدوړلو په مانا کاريږي؛ لکه په دغو جوملو کي:
پلاني خپل اصليت هېر کړئ دئ؛ مخ دې(دې يې) پرته سي.
پلاني له خپل قام او خپلي ژبي سره هيڅ وفا و نه کړه؛ مخ دې( دي ېې) پرته سي.
ستاسي جومله بايد داسي وويل سي:
له احمد سره محمود هم راغلئ دئ.
د احمد سره محمود هم راغلئ دئ.
پر احمد سربېره، محمود هم راغلئ دئ.
غير له احمده، محمود هم راغلئ دئ.
احمد او محمود دواړه راغلي دي.


ښاغلي نورالباري د خپلي ليکني په يوه برخه کي د قاموس ليکني له مېتودولوژۍ څخه د يوې برخي تر اخيستلو مخکي دا تبصره کړې ده:« د کتاب پر ۲۲۱مخ استاد د ځينو ډېرو کمځواکو دلايلو په وړاندې کولو پر ټولو لوستو او نالوستو کسانو غږ کوي چې نوي لغتونه جوړ کړي. »
راسئ وګورو، چي د نورالباري خان په ګومان د دې دلايلو نيمګړتيا او کمزوري په څه کي ده؟ له کتاب څخه په اخيستل سوي بيان کي داسي راغلي دي:
(( په دې کي شک نسته چي ژبپوهان او لغتپوهان د نوو ټکو په جوړولو او غوره کولو کي تر نورو فرهنگيانو او عامو خلگو ډېره پوهه او مهارت لري، خو سره له دې هم د دې خبري مانا دا نه ده، چي څوک د يوه تحصيلي ډيپلوم په استناد د ژبپوهني او نيولوجيزم ټول واک يوازي او يوازي په خپلو لاسو کي واخلي، ځکه ژبه د خلگو مال دئ او هيڅ پوه او متخصص د دې حق نه لري، چي د خلگو ژبه او فرهنگي ارزښتونه د خپل شخصي ذوق او ذهني قضاوتو تابع کړي. که لوستو کسانو، يوازي د پوهنتونو د تحصيلي ډيپلومو په وړاندي کولو سره د خلگو پر ژوندانه د حکومت حق موندلای شوای، نو تر هر څه مخکي به طبيبانو حق لرلای، چي ناروغانو ته د زړه په غوښت دارو درمل تجويز کړي. په داسې حال کي چي د نړۍ تر ټولو لوړ او لوی طبيب هم دا حق نه لري، چي په خپلو طبي لارښوونو، مشورو او نسخو کي د طبابت له منلو اصولو او قواعدو څخه سر غړونه وکي. دغه راز، که يوازي تحصيلي سندو لوستو کسانو ته د خپلسرو پرېکړو انحصاري حق ورکولای، نو قاضيانو او څارونوالانو به بې هېڅ بېرې او اندېښنې د تورنو کسانو په ژوند د لوبو کولو حق لرلای، اما په عمل کې گورو، چي حقيقت داسي نه دی، هيڅوک د نافذو قوانينو او مقرراتو له چوکاټه دوري هوري پښه نه سي ايستلای. په دې نړۍ کي هيڅوک د خپلسرۍ او زورواکۍ حق نه لري. د نوو الفاظو د جوړولو مساله هم کټ مټ همداسي ده. ژبپوهان او لغتپوهان هم په دې بهير کي د شخصي ذوق او ناروا لاسوهني حق نه لري. د همدې استدلال له مخي بايد د ټولني هر وگړی (لوستی يا نالوستی) په بشپړي ازادۍ سره د لغت جوړولو په بهير کي فعاله او چټکه برخه واخلي.))


نورالباري په خپله ليکنه کي پر دې اعتراف کيي، چي د هارون خپل د پورتني بيان د ردولو صلاحيت نه لري؛ خو د دي کار دپاره د صالح محمد صالح او خپل پير، ښاغلي مجاور احمد زيار، بيانونه را اخلي. صالح محمد صالح سهي ليکلي دي:((كه د ژبپوهنې لـه قواعدو او اصولو ناخبره كسان لغت جوړونې (نيولوجېزم) ته لاس غزوي، ښايي پايله يې گټوره نه وي، ژبپوهان دغه كار ښه كولاى شي.)) خو د هغه چا له بيان او استدلال سره موافقه نسي کېدای، چي هر څه يې د تضاد او تناقض په پردو کي نغښتي دي. ګران لوستونکي کولای سي په « لروبر» يا « بېنوا » کي د ډاکټر زيار د معياري پښتو د تضادو او تناقضو په اړه د دې فقير مفصله مقاله ولولي.
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=50553
http://www.larawbar.net/32863.html


که څه هم د نوي قاموس ليکني د مېتودولوژۍ له کتابه د نورالباري خان په را اخيستي او تر هغه وروسته خبرو کي هر څه له ژوندييو مثالو سره بيان سوي دي؛ خو د ده د لا ښه پوهولو دپاره دلته د کتاب پر ځينو اړخو بيا هم لنډه تبصره کوم:
زه پر دې ټينګ باور لرم؛او يو پلا بيا تکراروم،چي هيڅ عالِم او متخصص د خپل ډيپلوم په اِستِناد انحصاري حق نه لري، د اړونده علومو له منلو اصولو او قواعدو څخه سرغړونه وکي. د دې خبري مانا دا ده، چي زيار صاب او د هغه په شان نور خپلسره او ځان غوښتونکي کسان حق نه لري، د خپلو ډيپلومو په استناد پر خلګو داسي څه وتپي، چي له عِلم، عقل او منطق سره اړخ ونه لګيي.که زيار صاب د پښتو ژبپوهني او لغتپوهني په نرخ او نوا خبر وای، بيا خو يې هيڅکله خپل حق و ناحق د نيولوجيزمو يا نوو لغتو په نامه پر خلګو نه تپل. تاسي په پښتو کي د زيار صاب او ملګرو لغوي کشفيات او تخليقات وګورئ کله پاړسي ټکي باسي، هندي يې پر ځای دريي.کله هندي باسي، پاړسي يې پر ځای وړاندي کيي،کله بې هيڅ اړتيا او ضرورته انګرېزي ټکي را مخته کيي. هغه هم په داسي پېچلي، مروړلي او مسخ سوي شکل، چي له اصل سره برابري نه لري.کې په دې بازييو هم سات تېر نسو، بيا نو د عربي، پاړسي، هندي او داسي نورو پر ځای له يوه سره خپلي جعلي او ساختګي ټکي را باسي؛او هر يو بې سلا مشورې د پاخه کاڼي په توګه پر خلګو تپي.کې د« مُشت نمونهء خروار» په بڼه څو بولګې او مثالونه غواړئ د لاندني لينک په پرانيستلو سره د دې حقير« سوچه پالنه که ژبورانوَنه؟!» مقاله وګورئ:
http://www.larawbar.net/32488.html
د زيار او ملګرو لغوي کشفيات په داسي تضادو او تناقضو کي پېچلي دي، چي دوی په خپله هم نه پوهيږي، څه غواړي او څه کيي؟! ځکه دا کار خو هيڅ منطق او تعقل نه لري، چي څوک د څورلسو سوو کالو اشنا، مأنوسي او مروجي عربي کليمې و باسي او پر ځای يې، نه پښتو بلکي هندي کليمې و ټاکي يا له سوو کلونو راهيسي مروجي پښتو يا هندي کليمي ايسته کي، پر ځای يې پاړسي و ټاکي. يا هر شي ته بې پلټني او ګروېږني له ځانه لغتونه جوړ کي؛ او د هيڅ ژبپوه، څېړونکي او ليکوال بې سلا مشورې د پښتو ژبي د « معيار» نوم پر کښېږدي.د دې استدلال له مخي نو سړی په جرأت سره ويلای سي، چي ايرانيانو، روسانو، ستميانو يا نورو پښتون دوښمنو عناصرو و پښتو ته دونه زيان نه دئ اړولئ لکه زيار او د هغه متعصبو ملګرو.


ګرانه وروره، نورالباري خانه!
په دې پوه سه، چي د زيار صاب او ملګرو کاروان د مکې پر ځای و ترکستان ته روان دئ. زيارصاب که ځان ته د ژبپوهني پوهاند او ډاکټر وايي؛ او تاسي يې د « اوسمهالي نړۍ يوازنۍ پښتون ژبپوهاند» بولئ، نو لطفاً دي خپل وضع کړي ټکي يا لغتونه د څو ناپېيلو او باصلاحيته ژبپوهانو، لغتپوهانو، څېړونکو او ذوقمندانو و يوې جرګګۍ ته وړاندي کي، چي د سادګۍ، روانۍ، ژوروالي، خوږوالي، عاموالي، اصالت او داسي نورو اصولو په روڼا کې وڅېړل سي. زه چي د ښاغلي زيار د نيولوجيزم و کمزورييو ته ګورم، پوره باور لرم، چي په ځينو مواردو کي به حتا لږ لوستي او نالوستي کسان هم تر هغه لوړ لمبر وګټي. د هغه لغت جوړونه تر ګرامري تېروتنو او ادبي ګډوډييو ډېره کمزورې ده. يو يا دوه لغتونه نه دي، چي سړی خبري پر وکي؛او هر کمزوری اړخ يې په ګوته کي. په خواشينۍ سره زيار صاب په خپلو لغوي کشفياتو کتابونه ډک کړي دي؛او تر ګرده يې د خپلو سياسي ملګرو او جاهلو شاګردانو په کومک په خپرولو کي هڅه کيي. دا خبره د يادوني وړ ده، چي که هر بل عالِم يا ماهر په دونه انحصارګرۍ او يکه تازۍ د يوه عِلم ټولي واګي په خپل لاس کي واخلي، همداسي او همدونه تېروتني به کيي.

نيولوجيزم د پښتو په ګډون د هري ژبي مُبرمه او مُسلمه اړتيا ده؛ خو د نيولوجيزم مانا دا نه ده، چي له څورلسو سوو کالو راهيسي اشنا، اسانه او خوږې کليمې په دې يا هغه ګونا له ژبي څخه و ايستل سي؛ او پر ځای يې داسي کليمې و درول سي، چي يا له خيټي را وتلي يي يا د ډول ډول قومي، قبيله يي، سمتي او لهجه يي ناروغييو په زهرو لړلي يي. چنګېز او هلاکو هم له ژبي سره داسي ناروا او بې پروا کارونه نه کيي.

نورالباري خانه!
هو! هر لوستی او نالوستی کس حق لري، په لغت جوړونه کي پراخه او فعاله برخه واخلي. په دې شرط چي د دې کار استعداد او لياقت ولري. په لغت جوړونه کي د برخي اخيستو مانا دا نه ده، چي هر څوک د شپې لغتونه جوړ کي او سبا يې سيده په ورځپاڼو، ويبپاڼو، راديوګانو او تلوېزونو کي خپاره کي. زما په نظر هر اديب، ژورناليست، شاعر، لغتپوه او ذوقمند( لوستی يا نالوستی ) نه يوازي حق، بلکي مکلفيت او مسووليت لري، چي د پښتو ژبي په لغت جوړولو کي پراخه او فعاله برخه واخلي؛ او د خپلو څېړنو، پلټنو او ذوقي پوهي پر بنسټ د پردو ژبو و هغو نوو( نه اشنا او مأنوسو ) ټکوته خپل لغتونه جوړ کړي، چي سېلاو غوندي زموږ و ژبي ته را ننوزي؛او زموږ خلګ يې په پوهېدو کي ډول ډول پېچومي لري. نوي لغتونه يا نوي ټکي ( نه وييرغاونه يا داسي نور نومونه) بايد تر جوړېدو وروسته د واقعاً باصلاحيته پوهانو( نه د زيار او ملګرو) و حضور ته وړاندي سي؛او د هغو تر هر اړخيزي شنني وروسته يې د سموالي يا ناسموالي په اړه پرېکړه و سي. په دې ترتيب، د لغت جوړوني معيار علمي او ذوقي صلاحيت دئ، نه د پاړسيوانانو خبره« قبالهء روباه». لکه څنګه چي ښاغلي صالح محمد صالح ويلي دي، ريشتيا هم ژبپوهان په ژبه او ادب کي د لاس لرلو په وجه تر نورو کسانو د نيولوجيزم تر عُهدې ښه وتلای سي؛ خو ژبپوهان څوک دي؟ ژبپوهان خو بايد د اسانه، خوږو او پخو لغتو په جوړولو سره ثابته کي، چي ريشتيا هم په ژبپوهنه، لغتپوهنه او نورو اړونده علومو کي ژور او پراخ لاس لري، نه دا چي د خپل ډيپلوم په استناد ځانونه کوزه و کوزه ګر و ګل کوزه وګڼي؛او بې نظرپوښتني پر خپل ښه او بد د معيار ټاپه و وهي. که شعر، لغت جوړونه او نور علمي ارزښتونه د مسلکي اديبانو او ژبپوهانو انحصاري صلاحيت او مسووليت وګڼو، بيا خو نه يوازي د لږلوستي او نالوستي، بلکي ډاکټرانو، حقوقپوهانو، ارواپوهانو او داسي نورو ماهرانو لاسونه هم له علمي او فرهنګي کارو څخه باسو؛ ځکه دغه راز کسان خو يو هم د مسلک په لحاظ په شعر، لغت جوړونه او نورو علمي- فرهنګي چارو کي د قلم چلولو حق نه لري؛ حال دا چي موږ له پېړييو پېړييو څخه ګورو،چي تر ټولو لوړ او ارزښتناک علمي – ادبي اثار د داسي کسانو له خوا هست سوي دي، چي د ادبياتو يا ژبپوهني په پوهنځييو کې پښه هم نه ده ايښې. د ژبو او ادبياتو په پوهنځييو کي ډېر پوهاندان ګرزي؛ خو هر يو يې هرومرو په شعر، لغت جوړونه او نورو تخليقي- تحقيقي چارو کي تر نورو ښه نه دئ. د دې خبري مانا دا ده، چي د علومو په هره څانګه او هره برخه کي کاغذونه او شهادتنامې نه، بلکي استعدادونه کار کيي. د ژبپوهني، لغتپوهني، حقوقو او داسي نورو علومو واقعي استادان يوازي هغه څوک نه دي، چي د پوهنتونو کاغذونه په لاس کي لري.


نورالباري خانه!
که لغت جوړل د زيار صاب انحصاري حق او مسووليت وګڼل سي، بيا خو دې ښاغلې بايد د قاموس ليکني د مېتودولوژۍ ليکلو وياړ هم تر لاسه کړئ وای؛ حال دا چي په دې برخه کي د لسو ليکو په اندازه يوه مقاله هم نه لري. ايا دا په خپله په دې مانا نه ده، چي ژبپوهنه، لغتپوهنه، قاموس ليکنه او داسي نور علوم يوازي د کاغذ لرونکو کسانو انحصاري امتياز نه دئ؟!


موږ د اينټرنيت په عصر کي ژوند کوو. په دې عصر کي دا ګرانه نه ده، چي د نوو ټکو د جوړولو په برخه کي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لغتپوهانو، ژبپوهانو، ليکوالو، شاعرانو، ژورناليستانو او نورو لوستو يا نالوستو شوقيانو رايي او نظريې و پوښتل سي؛ او بيا د وړاندي سوو دلايلو او نظريو په روڼا کي د پښتو نوي ټکي خوښ سي. قرآن مجيد وايي:… وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ …[۴۲: ۳۸] پښتانه وايي: سلاد مَړَو هونر دئ. عقل او منطق وايي: تر يوه د دوو، تر دوو د درو مشوره بهتره ده.


نورالباري د خپلي ليکني په يوه برخه د خپل لوی استاد، پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار، دا بيان را اخيستئ دئ:« هارون خپل د لوېديځ او لوېديز تر منځ په توپير هم نه پوهېږي. دی دا فکر کوي چې دا دواړه د يوې مانا لپاره کارول کېږي خو ليکدود او گړدود يې بېل دی، او دا سپارښتنه کوي چې بايد په لوېديځ يې وليکو حال دا چې لوېديځ مغرب او لوېديز مغربي ته وايي همدا ډول ختيځ او ختيز هم درواخله چې هارون خپل يې د ليکدودي توپير پرته يو گڼي.»


زه له پښتنو قاموس ليکوونکو، لغتپوهانو او ادبپوهانو څخه هيله کوم، چي ژر تر ژره د« مُعَظم» استاد په دې نوي لغوي کشف ځانونه خبر کي. نه پوهېږم چي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ قاموس ليکوونکو څنګه د خپل تشريحي قاموس د تأليف پر مهال و دې ارزښتناک لغوي کشف ته پام نه ؤ کړئ؟! سړی بايد هغوی هم ګرم و نه ګڼي؛ ځکه کشف، هغه هم داسي بېساری کشف خو د هر چا کار نه دئ. يوازي زيار صاب غوندي « پُرنبوغه » ژبپوهان او لغتپوهان، چي د ده د ادعا له مخي يې په ژبپوهنه او لغتپوهنه کې نيمه پېړۍ کار کړئ دئ،کولای سي د لغتو دا پټي او نامکشوفي ماناوي را و سپڼي. د افغانستان د علومو اکاډيمي بايد هرومرو و ښاغلي زيار ته د دې لوی او نوي لغوي کشف په بدل کي د« لوی علامه» لقب ور کي. که د علومو اکاډيمۍ لغتپوهان او قاموس ليکوونکي د زيار صاب و دې لوی کشف ته غاړه نه ايږدي، بيا نو د افغانستان نورو مشرانو لکه دوستم، محقق، خليلي او د شمالي اتحاد و« فرهنګستان » ته په کار ده، چي د ډاکټر زيار دا لوی علمي او فرهنګي خدمت بې معاوضې پرې نږدي. اخير شمالي اتحاد بايد په دې و پوهيږي، چي په « فرهنګستان » باندي د « علومو اکاډيمۍ » اړول هم د همدې « متفکر» او « مبتکر» پوهاند غوښتنه ده.


نورالباري د«علامه» زيار صاب د پورتني لغوي کشف تر بيانولو وروسته ادعا کيي، چي هارون خپل غوندي کسان بې سنده( د ده په اصطلاح بې لاسونده ) د سترو ژبپوهانو( مخسد يې علامه زيار) پر ليکنو سؤر قلم را اخلي؛ او په دې توګه په پښتنو کي و ملي نفاق ته لمن وهي. راسئ د ده په خپل بيان کې ولولو:
« داسې کسان نو بيا د سترو ژبپوهانو پر ليکنو هم سور قلم را اخلي او بې له کوم لاسونده نيوکې ورباندې کوي. او ځوانان بېلارې او گمراه کوي، چې پښتانه بيا د خپل عادت له مخې دغه اختلافات نور هم جدي اخلي او د ملي نفاق لامل يې گرځوي.»


ګران لوستونکي ګوري، چي نورالباري په دې ناروا تورونو او تومتونو د يوه بې پرې، منور او باوجدانه ليکوال تر چوکاټ دباندي وزي؛ ځکه يې نو ليکنه د کره کتني پر ځای کره کږنه بولم.


له نورالباري خان څخه پوښتنه دا ده:که د هارون خپل په انتقادي ليکنو کي علمي او منطقي قوت نه وای، څنګه يې کولای سوای د دې زمانې د هوښيارو او دراکو ځوانانو تېز ذهنونه قانع کي. ايا تر دې لوی تومت( تهمت)سته، چي هارون خپل بې دليل او سنده د هيواد ځوانان ګمراه او بېلاري کيي؟! مګر هارون خپل مداري يا جادوګر دئ، چي نه ليدلي نه کتلي د افغان ځوانانو زړونه او ذهنونه په خپل لاس کي اخلي؟! ستاسي دا تور په واقعيت کي د وطن د ويښو او ځيرکو ځوانانو و پوهي او تعقل ته سپکاوی دئ. که زما په دلايلو کي علمي او منطقي قوت نه وای، نو زيار صاب بې( به يې) په خپله جواب ويلی وای. علمي او منطقي استدلال په ښکنځلو او بازاري خبرو نه جوابيږي. دوهمه خبره دا ده، چي د نفاق او شقاق ږغ خو د زيار صاب له « متضادو معيارونو» څخه راوزي. زه خو نه يوازي د ټولو پښتنو، بلکي د افغانستان د ټولو وروڼو قومو مزبوت يووالی غواړم. ټول فکر او ذکر مي د افغانستان د يووالي، خپلواکۍ او سرلوړۍ پر محور راګرزېدلئ او را ګرزي. ټولي ليکني مي د يووالي، ورورۍ او دوستۍ پيغامونه بيانيي. بالعکس زيار صاب او د هغه ملګري په هره ممکنه وسيله هلي ځلي کيي، چي د نورو معقول او علمي نظريات په لغته و وهي؛ او ځای يې و خپلو اپلتو ته خالي کي. د زيار او ملګرو له ورانوونکو کوښښو سره په هيڅ عنوان سر نسم ښورولای؛ ځکه له ورايه ګورم، چي د پښتو ژبي و ورانولو تې ملا تړلې ده. په دې ښه پوهېږم، چي د سپېڅلي او خوږې پښتو پر ځای د کرغېړني مجاوري ژبي په خپرېدو سره، ټول پښتانه له پښتو څخه و پاړسي يا نورو ژبو ته تښتي او بايد هم و تښتي؛ ځکه په هغه ژبه د چا کله سد رسيږي، چي لغتونه، ګرامر، ليکدود او نوري برخي يې بې پلټني او ګروېږني، بې سلا مشورې، د يوه شخص له ګېډي راوتلي يي؟! په نتيجه کي زموږ د مندو او پلرو ستر او ارزښتناک ميراث ( سپېڅلې پښتو ) په خاورو کي ښخيږي. زه د زيار او ملګرو دا ورانوونکي هلي ځلي د پښتنو د تاريخي دوښمنانو پروژه ګڼم؛ ځکه د هغو په دې حقيقت ښه سر خلاص دئ، چي په جنګ او زور له پښتنو څخه ميدان نه ګټل کيږي. د پښتو ژبي، پښتني دود و دستور او بالاخره افغاني هويت د ورک کولو دپاره بايد د کمپيوټري وايرسو په څېر د پښتنو و ژبي او مغز ته لار پيدا کي. په ډېري خواشينۍ سره دې وايرسو زموږ و خوږي ژبي ته ډېر تاوان رسولئ دئ.


نورالباري د خپلي ليکني په پای کي کاږي:
« څه موده مخکې ما هم د خپل کندهاريت له مخې کندهاری لکيدود کاراوه، او چې په کومه ليکنه کې به (شو) ليکلی و هغه مې نه لوسته خو هغه د شفيق العالم معذوريار صاحب خبره ((د عمر د پختگۍ سره سم فکر هم پختگي مومي.»


که له نورالباري څخه څوک پوښتنه وکي، چي په کنداري ليکوالو او محققانو کي چا د« شو» نه لوستلو لارښوونه در ته کوله؟! خدای حاضر ناظر دئ، ما هيڅکله له کنداري استادانو او محققانو څخه دا نه دي اروېدلي، چي دا ولولئ او هغه مه لولئ. برعکس په دې خبر يم، چي ډاکټر مجاوراحمد زيار او د هغه ملګرو په راديو تلوېزون کي و هغو افغانانو ته د خبرونو ويلو( نطاقۍ )کار نه ورکاوه، چي د مورنۍ لهجې په وجه يې « شو» او « شي » نسوای ويلای. اوس نو په خپله و وايه، چي چا نفاق و شقاق ته لمن وهل؟!


ګرانه نورالباري خانه!
ستا جار سم.
موږ بايد د دې سمت او هغه سمت، د دې قبيلې او هغه قبيلې، د دې قوم او هغه قوم له خطرناکو لومو څخه ځانونه و ژغورو. زما په مغزو کي هيڅکله د کندهار او وردګ يا کندهار او ننګرهار يا کندهار او پکتيا يا کندهار او پېښور خبره نه ده ګرزېدلې، بلکي همېشه مي د پښتو ژبي د سموالي او ناسموالي خبره په مغزو کي ګرزي. په « پټه خزانه » کي وګورئ، چي زموږ پخوانو شاعرانو، ليکوالو، مؤرخانو او عالمانو پښتو ټکي( سي، سو، ږغ، کښېښوول، ايښوول، بخښل، نخښه، ښکنځل او داسي نور) څنګه ليکل او ستاسي په قول د اوسنۍ نړۍ لوی پښتون ژبپوهاند، مجاور احمد زيار صاب، يې څنګه کاږي؟! که د قلندر مومند پر لار رهي ياست،« پټه خزانه» پر لو لار پرېږدئ، ورسئ د روښانيانو او خټکو اثار وګورئ، چي هر ځای« ږغ »،«کښېښوول»، « بخښنه »،« نخښه »،« کښي» په څه بڼه کښل سوي دي؟!


نورالباري خانه!
مالوميږي چي په هر کار کي د حقايقو او مدارکو پر ځای پر احساساتو او نفسياتو تکيه کوئ. تعصب، عقده پالنه او احساسات له علم او عقل سره اړخ نه لګيي. زه ځکه په خپلو ليکنو کي« بخښنه»،« نخښه»،« سي »،«کښېښوول»،« ږغ »،« لوېديځ »او داسي نور ليکم، چي دا يې لرغوني، اصلي، سهي او علمي شکلونه بولم،نه په دې خاطر، چي علامه حبيبي يا علامه رشاد يا بل کنداري استاد په دې ډول کښلي دي. سره له دې هم،که څوک په خپلو ليکنو کي دا ټکي د«بښنه»،« نښه »،« شي»،«کېښوول»،« غږ »،« لوېديز» او داسي نورو په بڼه ليکي يا په ظرفي حالاتود کښي/ کي پر ځای کې کاږي، زه هيڅ ګيله ماڼه نه ځني لرم. په دې چي دا لار دوی ته اسانه ده. مشکل او اختلاف يوازي په دې کي دئ، چي ښاغلی زيار او ملګري يې خپل ناسم او مسخ سوئ ليکدود د « معيار» په توګه پر نورو تپي.


د پښتو په ټولو لرغونو خطي اثارو کي تقريباً هر ځای« کښے » د« کښي يې» په مانا کار سوئ دئ. د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې ويونکي يې همدا اوس هم په همدې مفهوم استعماليي؛ خو زيار صاب او د هغه پلويان يې په ټولو ظرفي حالاتو( لکه په کور کښي/ کي، په المارۍ کښي/ کي، په مياشت کښي/ کي، په کال کښي/ کي ) کي د معيار په توګه پر موږ تپي. د خپلو لهجه يي مشکلاتو او نيمګړتياوو له سَوَبه د پښتو ژبي لرغوني ږغونه او املايي جوړښتونه تر پښو لاندي کيي؛ او د دې ناسمو او نامعقولو کارو د توجيه دپاره، چي نوري خبري پر ودرېږي، د دې يا هغي لهجې د اکثريت( ډېري ) او اقليت( لږي ) خبري کيي. زه هغه څه چي په قرآن او حديث ثابت دي، د دې يا هغه سپين لنګوټي په فتوا هيڅکله نه بدلوم .

ما همېشه په خپلو ليکنو کي يادونه کړې ده، چي« شو» او « سو» ولوستونکو ته هيڅ نه ورکيي. موږ بايد د خپلو ليکنو و محتوياتو ته ژور پام وکو.هره ليکنه چي غني محتويات او ساده بيان ولري، د لوستونکو و زړونو ته لار پيدا کيي. پښتانه او غيرپښتانه لوستونکي ګرسره په دې خبرو پسي نه ګرزي، چي د ليکوالو په ليکنو کي« شو» کښل سوئ دئ که « سو». پر خلګو د ړندو او چاديانو ګومان مه کوئ! استاد حبيبي، استاد الفت، استاد بېنوا، استاد رشاد، استاد خادم، استاد رشتين، استاد کامل مومند، غني خان، حمزه بابا، سيال کاکړ او سوونه نور هغه ليکوال، شاعران او څېړونکي دي، چي د پښتو د هري لهجې ويونکي يې له اثارو سره مينه لري؛ او په خوند خوند يې لولي؛ ځکه پښتون واحد قام دئ؛ او د واحد قام ژبه هم طبعاً يوه ده؛ خود هري بلي ژبي په څېر په پښتو ژبه کي هم د بېلابېلو لهجو يا څانګو له وجوده نټه نسي کېدای. د پښتون قام په سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي اړېکو کي د پراګندګۍ او کمزورۍ له کبله لا تر اوسه د يوې منلي معياري ژبي و مخ ته ځيني ځنډونه او خنډونه پراته دي. موږ ټول بايد دا واقعيت پر سر او سترګو و منو. د پښتو معياري ژبه د سوټي په زور نه، بلکي د پښتنو د لا زيات يووالي او نيژدېوالي په نتيجه کي منځ ته را تلای سي.که غواړو چي و دې ستر او لوړ ارمان ته و رسيږو، بايد د ټولنيز ژوندانه په ټولو برخو کي د پښتنو د يووالي او پيوستون و داعيې ته پرله پسې او نه ستړی کېدونکی کار وکو. زيار صاب او د هغه سياسي ملګرو ته لا تر اوسه دا حقيقت روښانه نه دئ، چي په افغانستان کي ولي د روسانو مزدور نظام ړنګ او نور تپل سوي نظامونه هم يو په بل پسې نسکوريږي؟!


د پښتنو د ژبي، ادبياتو، دود او دستور، تاريخ او وياړنو ساتنه تر هغه وخته ممکنه نده، چي د پښتون قام پر ضد د بېلابېلو دوښمنانو د ظلمو او نارواوو مخه و نه نيول سي؛ ځکه نو بايد په ټول واک او ځواک سره کوښښ وسي، چي تر هر څه مخکي د پښتنو د ژوند، خاوري او خپلواکۍ دفاع وکو. دا خبره هم بايد ټينګه په ياد ولرو، چي پښتانه له بېلابېلو قومو، ژبو، مذهبو او فکري ډلو سره په ګډه ژوند کيي. د پښتون اولس د ژغورني او فرهنګي اعتلاء تر څنګ بايد د نورو وروڼو قومو و ژغورني او فرهنګي بشپړتيا ته هم جدي پام وکو؛او ټول يو وجود وګڼو. هغه پښتون، بلکي هغه سکه ورور څوک څه کيي، چي د دې ګډ تاريخي کور د دوښمنانو په ليکو کي ولاړ يي؛ او له هيڅ راز شرمناکو معاملو څخه مخ نه اړيي. د دې خبري مانا دا ده، چي موږ بايد نه يوازي په خپله ژبه کي د بېلابېلو لهجو او فکري توپيرو بشپړ زغم ولرو، بلکي د نورو ژبو، مذهبو او فکري لارو له پالوونکو سره په مينه، خوشالۍ او روغه جوړه کي ژوند وکو.