کور / اسلامي / نبي عليه السلام په څنگه وخت کي نړۍ ته راغی؟

نبي عليه السلام په څنگه وخت کي نړۍ ته راغی؟

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

کله چي الله پاک داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه السلام

دانسانانودلارښووني لپاره راولېږئ،په دغه وخت کي دزمکي اوسېدونکي

ددين اوعقيدې په اعتبارسره دوه ډلې وې:

اهل کتاب(هغه څوک چي اسماني کتاب ته يې نسبت کولو،

۲:زنادقه(هغه کافران چي اسماني کتاب ته يې نسبت نه کولو.

په دغودووډلوکي اهل کتاب ترهغي بلي ډلي غوره وو.

اودوی بيادوه ډلې وې:

۱:مغضوب عليهم(هغه څوک چي دالله پاک له لوري ورباندي غضب شوی وو)

۲:ضالين(هغه څوک دالله پاک له حقي لاري بې لاري شوي وو)

دالله په غضب اخته ډله يهوديان وو،چي په دوی کي دغه عادتونه ډېرپه پوره پيمانه سره موجودوو:

۱:دورواغ ويل.

۲:تُهمتونه،بهتانونه اوپه ناسمه توگه تورونه په بې گناه کسانولگول.

۳:دوکې،چمونه اودناروا کارونود حلالولپاره حيلې اوبهانې جوړول.

۴:دپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام داسي ناحقه وژل چي دوی هم پوهېدل چي داوژنه موږناحقه کوو.

۵ :حرام خوړل په ځانگړي توگه رشوتونه اوسودونه کول.

۶:بغض اوعنادپه ډېره لوړه کچه موجودوو.

۷:همدارازحسداوکينه هم ډېره زياته وه.

همدارازتقريبًااکثره بدعادتونه په دوی کي موجودوو،دالله پاک له رحمت اومهربانۍ څخه ډېرلري وو،دالله قهراوغضب ته ډېرنږدې وواو ورباندي اخته شوي وو.

همدارازکوډگري په دوی کي وه،داسي بې کاره خلگ ووچي له خيراوفائدې څخه ډېرلري

اوخالي وو.

سره ددې چي په حقيقت به پوه شول،خوليکن بيابه يې دضداوعنادله کبله حق نه منلو،داځکه چي په دوی کي دننه خباثت موجودوو،تکبراولويي پکښي ډېره زياته وه چي موږخوپوه خلگ يو،موږڅنگه دبل چاخبره ومنو؟

ځکه ددې خودامطلب دی چي موږنه پوهېږو،بل څوک موږ ته ښوونه کوي نوځکه دحق منلوته نه تيارېدل.

په اهل کتابوکي دوهمه ډله ضالين اوبې لاري وو،

دوی په تثليث عقيده لرله،دصليب عبادت

يې کاوو،الله پاک ته يې ښکنځل کول،داسي ښکنځل چي ددوی په څېربل چانه وې کړې.

دوی دالله پاک له توحيدڅخه منکروو،دوی دالله پاک په هکله له حق څخه اوښتي وو،

دايې نه ويل چي الله پاک داسي ‌ذات دی چي هيڅ ډول شريک اوساری نه لري،بې نيازه اوبې پرواه دی،نه له دغه څخه څوک پيداشوی اونه دی له چاڅخه زېږدلی دی،دی له هرډول عيبونواو

نقصاناتوڅخه پاک اودکمال په ټولوصفتونوسره متصف دی.

بلکي برعکس يې داسي ويل :چي الله پاک د دروخدايانوله جملې څخه يودی،بي بي مريم عليهاالسلام دده مېرمن ده،(العياذبالله)مسيح يې زوی دی اوالله پاک له خپلي څوکۍ څخه راکوزشو،دخپلي مېرمني په نس کي ننووت اوبيادنياته راغی تردې چي ووژل شواوپه زمکه کي

ښخ کړل شو،بياددروورځوترمرگ وروسته بياراژوندی شواواسمان ته پورته شو.

ددوی دين دادی چي دصليب عبادت کوي اوله هغوانځورونوڅخه چي په سرواوژړورنگونوسره دکليساووپه ديوالونوکي جوړشوي وي،دُعاگاني اودخپلوستونزوهواری غواړي.

ددوی دين دشرابوڅښل،دخنزير(سرکوزي)دغوښي خوړل،دختنې نه کول اوکول يې حرام گڼل

اودډېروحرامواومرداروشيانوحلال گڼل دي .

دوی حلال هغه بولي کوم چي ددوی پاپ ورته حلال کړي اوکوم چي هغه حرام کړي هغه حرام بولي،دين يې هغه دی کوم ته چي پاپ دين ووايي،هغه دوی ته گناوي وربخښي اوهغه يې له

اوره ژغوري.

داخودهغه چاحالات ووچي اسماني کتاب ورسره وواوپه هغه زمانه کي بزرگان دوی وو اوځانونه يې دجنت يوازيني مستحقين گڼل.

له دوی څخه پرته هغه ډلي چي اسماني کتاب ته يې نسبت نه کېده،لکه مجوسيان اونور….

ددوی حال تراهل کتابوډېرخراب وو،تردې چي په دوی کي دموراوخورسره نکاح کول رواج وو.

ځينوداوراورڼاعبادت کاوو،ځينودنورومخلوقاتو.

په دوی کي شرک،دپيغمبرانودروغجن بلل،له اسماني شريعتوڅخه په بشپړه توگه انکاراوسرغړاوی،له قيامته اوله دوهم ځلي ژوندانه څخه انکارکول اوداسي نورډېرزيات ناوړه کارونه اوناروا خويونه موجودوو.

نوپه داسي حالاتوکي الله رب العالمين پرخپلوبندگانوباندي لوی احسان وکړچي خپل آخرنی اوسپېڅلی پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې دُنياته راولېږی،دُنيايې دده په مبارک راتگ سره منوره اوروښانه کړه اوټول غلط کارونه،ناروادودونه اوباطلي عقيدې يې ردکړلي اوپرځای يې يوداسي دين دُنيادالله پاک له لوري راوړچي ترقيامته پوري دټول انسانيت لپاره دنېکمرغۍ اوبري ضامن اوپه هره معنی پوره اوکامل دين دی.

درسول الله صلی الله عليه وسلم دُنياته راتگ دانساني تاريخ يوه ډېره په زړه پورې اوډېره لويه واقعه وه چي

تردې بله لويه دخوشحالۍ اومبارکه واقعه دزمکي پرمخ باندي نه ده پېښه شوې.

الله جل جلاله په قرآن کريم کي فرمايلي دي:
لقد من الله على المؤمنين إذ بعث فيهم رسولا من أنفسهم يتلو عليهم آياته ويزكيهم ويعلمهم الكتاب والحكمة ويعلمكم ما لم تكونوا تعلمون *(سوره آل عمران:۱۶۴)

(يقيناپرمومنانوالله پاک احسان کړی کله چي يې په دوی کي خپله له دوی څخه يوداسي رسول راولېږی چي دوی ته دالله تعالی آياتونه بيانوي اودوی(له بدوکارو، ناوړواخلاقو اوغلطوعقيدوڅخه) پاکوي،اودوی ته کتاب(قرآن کريم)اوپوهه(حديث)ورښيي،اويقينادوی له دې مخکي په ښکاره بې لارۍ کي وو.!!)

يعني درسول الله صلی الله عليه وسلم دنُياپه رالېږلوسره الله پاک پرمومنانوباندي لوی احسان وکړځکه چي دده په ذريعه يې مومنان له تاريکيوڅخه راوايستل اودهدايت اورُشدلاريې ورته واضحه کړه.

نوبايدچي ددې نعمت شکراداءکړواوقدريې وکړو.

ددې نعمت شکراوقدرپه دې توگه اداءکېږي چي خپل ژونددالله پاک دپيغمبرصلی الله عليه وسلم په تابعدارۍ کي تېرکړواوخپل شکلونه،جامه،ناسته ولاړه اوخپل ټول حرکات اوسکنات دنبوي ارشاداتوموافق وگرزوو.

اوهمدادده صلی الله عليه وسلم دراتگ مقصددی چي انسانان بايدپه ده پسي دژوندپه تېرولوکي اقتداء وکړي.

څوتلپاتي نېکمرغي اوبرياليتوب يې په برخه شي.

اوبايدموږداسي وکړوچي ټول عمردنبي عليه السلام مبارکوطريقوته پاملرنه وکړو،دانه چي يوازي په دې مياشت کي ددوولسم په ورځ يې يادکړواونوروخت موورته پام نه وي.

ځکه اسلام دنبي عليه السلام لارښووني دژوندانه دهراړخ اوهروخت سره تعلق لري اوپه هروخت کي بايدمسلمان ورته پاملرنه وکړي همدادبري لارده.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين