کور / اسلامي / داسلام دسپېڅلي پيغمبر(صلی الله عليه وسلم)خصوصيات

داسلام دسپېڅلي پيغمبر(صلی الله عليه وسلم)خصوصيات

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

دُنياته درسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک راتگ چي په دې مياشت کي شوی دی.
دايوه داسي په زړه پورې،خوشحالوونکی اودنېکمرغۍ خبرووچي ددې په څېرلويه دخوشحالۍ خبره په دُنياکي نه ده پېښه شوې.
داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي زمانه کي دُنياته راغی چي دده راتگ ته ډېره زياته اړتياوه.
په ټوله نړۍ کي تيارې غوړېدلې وې اوټول انسانيت (پرته له يوډېرکم شمېرکسانو)په غلطه لار روان وو.
په دې وخت کي الله پاک پرخپلوبندگانورحم وکړاوخپل آخري پيغمبرصلی الله عليه وسلم يې دُنياته راواستوو.
اوده ته يې داسي خصوصيات اوځانگړني ورکړې چي بل هيڅ پيغمبرته يې نه وې ورکړې.
غواړم چي درسول الله صلی الله عليه وسلم ځيني داسي خصوصيات اوځانگړتياوي وليکم چي په هغوسره جوتېږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يوداسي ستراوبې نمونې شخصيت تېرشوی چي نه مخکي څوک دده په څېرپه دُنياکي تېرشوی اونه هم شونې ده چي وروسته دي داسي څوک پيداشي.
الله جل جلاله زموږپيغمبرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ته ځيني داسي خصوصيات اوځانگړتياوي ورکړې دي چي بل پيغمبرته نه د ي ورکول شوې اودازموږدپيغمبرصلی الله عليه وسلم دافضليت اوبهترۍ ښکارندوی دي.
ځيني يې دادي:
عن جابر بن عبد الله -رضي الله عنهما- أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ( أعطيت خمسًا لم يعطهن أحد قبلي: نصرت بالرعب مسيرة شهر، وجعلت لي الأرض مسجدًا وطهورًا، فأيما رُجلٍ من أمتي أدركته الصلاة فليصل، وأحلت لي المغانم ولم تحل لأحد قبلي، وأعطيت الشفاعة، وكان النبي يبعث إلى قومه خاصة وبعثت إلى الناس عامة ). (رواه البخاري)
له حضرت جابربن عبدالله رضي الله عنهماروايت دی چي نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ماته پنځه شيان راکول شوي چي ترمامخکي بل چاته نه دي ورکول شوي:(۱)زمامرسته ديوې مياشتي دمزل په اندازه په رعب سره شوې ده(دښمنان به ددومره فاصلې سره هم ترې وېرېدل)
(۲)ټوله زمکه زمالپاره مسجداوپاکوونکې ګرزول شوې،نوزماله امته چي کوم سړی په کوم ځای کي وي،دلمونځ وخت ورباندي راشي،نولمونځ دي وکړي.
(۳)زمالپاره غنيمتونه حلال شوي دي اوترمامخکي هيچاته نه ووحلال شوي.(دنوروانبياوولپاره حکم داووچي غنيمت به په يوه غره کېښودل شو،له اسمانه به اورراغی،وبه سوزېد)
(۴)ماته(لوی)شفاعت راکول شوی دی.
(۵)پخوابه يونبي يوازي خپل قوم ته ورلېږل کېدو،زه په عامه توګه ټولوخلګوته رالېږل شوی يم .(بخاري شريف)
درسول الله صلی الله عليه وسلم خصوصيات په نورو احاديثوکي هم راغلي دي،چي خلاصه يې داده(۶)جوامع الکلم(داسي کلمې چي په لنډوالفاظوکي ډېري مسئلې بيان شوي وي)پيغمبرعليه السلام ته ورکول شوې دي .
(۷)نبوت ورباندي پای ته رسېدلی دی،ترده وروسته بل نبي نه راځي.
(۸)زموږصفونه(دلمانځه)دملائکودصفونوپه څېردي.
(۹)دسورة البقره دوه اخيرني آياتونه دعرش دلاندي له خزاني څخه نبي عليه السلام ته ورکول شوي دي .
(۱۰)دزمکي خزاني نبي عليه السلام ته ورکول شوې وي.
په دې کي اشاره وه چي داسلام دين به په ټولي زمکي غالب راځي اودنړۍ ټولوبرخوته به داسلام اوازرسيږي.
(۱۱)زمانوم احمداېښودل شوی دی .
(۱۲)دنبي عليه السلام امت ترټولوامتونوغوره ګرزول شوی دی .(۱۳)نبي صلی الله عليه وسلم ته مخکينۍ اووروستنۍ ټولي ګناوي ورمعاف شوې دي .
(۱۴)حوض کوثرورکول شوی.
(۱۵)دقيامت په ورځ به رسول الله صلی الله عليه وسلم دحمددبيرغ خاوندوي،چي لاندي به ترې آدم عليه السلام اوترې لاندي خلګ وي .(۱۶)دنبي صلی الله عليه وسلم شيطان کافروو،الله پاک دده مرسته وکړه نومسلمان شو.
(۱۷)نوروپيغمبرانوعليهم السلام ته دوخت مناسب موقتي مُعجزې ورکول شوې وي،زموږپيغمبرصلی الله عليه وسلم ته دقرآن کريم په شکل کي داسي مُعجزه ورکول شوې چي ترقيامته باقي پاته ده اوټولي نړۍ ته يې داسي چېلنج ورکړی چي ددې کتاب په څېرکتاب پېش کړی!!
خوتراوسه پوري هم هيچاپه هيڅ تاريخ کي دې کارته چمتووالی هم نه دی څرگندکړی.
داځکه چي ددې مقابله کول ناشونی اومحال کاردی.
(۱۸)دقيامت په ورځ به ترټولومخکي جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم جنت ته داخلېږي،ترده مخکي به بل چاته اجازه جنت ته دداخلېدلونه وي.
(۱۹)الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پرنوروپيغمبرانوعليهم السلام باندي فضيلت اوغوره والی ورکړی دی.
(۲۰)دنبي عليه السلام امت به ترټولوامتونوپه جنت کي زيات وي.
داخصوصيات موږپه اختصارسره وليکل،نور هم بېشمېره خصوصيات لري خوچي خبره اوږده نشي،له دې امله په دې سره اکتفاءکوو.

نوپه داسي حالت کي دايمان اوعقل تقاضاءداده چي دداسي عظيم الشان پيغمبرصلی الله عليه وسلم سره انسان تربل هرچازيات محبت وکړي اوبايدله ده څخه په سراومال سره دفاع وکړي اودده مبارکي طريقې بايدپه ځان کي راولي،

اواصل محبت هم دادی چي خپل ټول کارونه،خپل شکل،جامه اوخپله ناسته ولاړه هرڅه دده په طريقه باندي برابرکړل شي، څوددُنيااوآخرت نېمکمرغي اوسرلوړي موپه برخه شي.

اوپه داسي حال کي به دنبي عليه الصلاة والسلام سره رښتوني مينه لرونکي يو اوکه دده په طريقه عمل ونه کړو،نوبيابه مودمحبت دعوه تشه دخولې خبره وي چي له حقيقت سره به اړخ نه لگوي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين