کور / هراړخیز / د سوالګر خبرو په شک کې واچلوم

د سوالګر خبرو په شک کې واچلوم

دوه اونۍ وړاندی مې په یوجومات کې د ماښام لمونځ اداء کاوه، د ملاامام د سلام ګرځولو وروسته یوتن ځوان د لمونځ کوونکیو په وروستۍ صف کې راپورته شو ویلې څو ورځې مخکې د پلڅرخۍ له زندان نه راخلاص شوی یم پنځه کاله مې په زندان کې تیرکړل ،امریکائیانوزما پلار او وروڼه را ووژل اوس یوه کوچنۍ خورکۍ لرم اوبس د الله ج په نامه راسره یوڅه مرسته وکړی د خبرو پای ته رسولو وورسته د جومات دروازی خواکې کیناست اوڅادر يي وغوړاوه کله چې می څیرې ته وکتل راته په حقه ښکاره شوه… چې ګنې ریښتینې به وی ځکه ډیری داسې پیښې شویدي.


خونن ماښام مې په جلاجومات  کې بیا ورته کېسه ولیده پرغیبو نه پوهیږو، د ملا امام د سلام ګرځولو وروسته یوسپین ږیری د خپلې نیستې اوسړونه د خپلوبچود نه ساتلواونه امکاناتو څخه شکایت وکړاودالله ج په نوم ېې د مسلمانانونه د مرستې غوښتنه وکړه ،خولږوورسته بیا ځوان په وروستې صف کې راپورته شو، وویل زه د وردکو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اوسیدونکې یم ،پنځه کلونه مې زندان کې تیرکړل، پنځه کاله وړاندی امریکائیانو زمونږپرکور حمله وکړه زما پلار،وروڼه يي را ووژل اوس راته  یوه خورپاتي ده دالله ج په نامه راسره مرسته وکړي.


 خوکله چې له جومات نه راوتلم هغه ته می وکتل  مخ يي په څادرکې پټ کړی ووداځل مې ونه پیژانده مګرخبرې یی کټ مټ د څو اونیومخکې سوالګرسره ورته وی،خبرو يي په شک کې واچلوم، ډیرکړاوونواوناخوالو خلک بی همته کړل اوپه ځینو مواردوکې ېې د سیاسیتوالوپه څیردروغوویلوباندي روږدی کړل.


د سوالګرو کثرت عام مسلمانان په شک کې اچولې د مستحق اونا مستحق ترمنځ توپیرېې سخت کړی! مسلمانان هم داسې مرسته له چاسره نه کوي چې د بیوزلو پري چاره وشي اوله ګدايي نه پری راوګرځي اصل کې په اسلامې ټولنوکې د فقراوبیوزلې له منځه وړلو لاره د شتمنوخلکو د زکات اوصدقوورکول دی،خوزمونږشتمن د خدای ج دغه فرض په سمه توګه نه اداء کوي هسې ځان غولوي زمونږد کلۍ یوتن شتمن ډیرلمونځونه کول خوزکات سره چندان جوړه نه وه یوچا ورپوری ټوکه کړی وه، ویلي ووکه چیرې یولمونځ په یوه افغانۍ وای نوفلانې شتمن کس به چاپرلمانځه نه وولیدلې، د بدنې عبادتونوترڅنګ مالې عبادتونوته هم اړتیالیدل کیږي ، دویم لامل  په ټولنه کې د سوالګرواوبیوزلود کثرت دادی چې پرټولنه پانګوالۍ نظام حاکم دی، شمتن لاپسې وپړسیدل اوبیوزله يي تحت الثرا ته ورسول څه موده وړاندی د رسنیوله لارې په څو ولایتونوکې خلکود خپلواولادونوخرڅولوته تابیا کړی وه د ملیاردونونړیوالومرستولګولو ترڅنګ بیاهم افغانان له لوږۍ مری آیا عجب انصاف ندی؟