کور / کره کتنه / د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت طبا بت ته مخه کړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت طبا بت ته مخه کړه

د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د خپلو دندو تر بشپړ یدلو وروسته دا دی د خپلو نورو ملګر وزارتونو لاسنیوی کوي . په دري ژبه کي یو متل دی چي وایي (( چواستاده ای دست افتاده ګیر )) دا د پخوانیو عیارانو دود هم وو، چی د خپلو یارانو د پاره به یی هر ډول ستونزی پر ځان منلې او د خپل یار او ملګری بار او کار به یی د منت او احسان پرته اجراکاوه. زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت هم د عیاری مرتبې ته رسیدلی او دا دی کاکه ګی کوی. خپلی ورسپارل سوی دندی یی پوره کړی او دروغتیا محترم وزارت سره یی د لاس نیوی ټټر و واهه.

تلویزیونونه او راډیو ګانی یی د ملی ګټو مدافع ګرځولی؛ د لرغونو سیمو او تاریخی ابداتو په وړاندی یی ټولی ستونځی هواری کړی؛ د ملی کلتور په وړاندی یی د بهرنیو بریدونو ملی سنګر ګټلی ؛ په هیواد کی یی د ناوړه دودونو د مخنوی بریالیتوب لاس ته راوړی ؛ د ملی- کلتوری کړنلاری د تدوین او پلی کولو بهیر یی بشپړ کړی او داسی نوری فرهنګی او کلتوری چاری یی تر سره کړیدی ، او په ځینو چارو کی لا تر خپل وخت وړاندی تللی دی چی ښه بیلګه یی په پوره بری سره د غزنی لپاره د اسلامی نړۍ د کلتوری مرکز په توګه بشپړ تیاری دی . نو اوس به خامخا د هغو لاس نیسی چی هغوی په خپلو چارو کی وروسته پاته دی. په دې ډول به هم لعل بدست اید و هم دل یار نه رنجد؛

د ملی تلویزیون خبر می واوریدی چی د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت غواړی په راتلونکی لمریز کال کی د عامیانه طبابت په اړه سیمنار جوړ کړی . دا ځکه چی زموږ یو شمیر کتابونو کی په دې اړه ډیری ویناوی سوی او په دې اړه زموږ د متقدمو مهمو لیکوالو لیکنی هم سته .

فکر کوم دا پوښتنه به خامخا د یو شمیر ورڼو سره پیدا سوی وی چی ، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت خو هر وخت د خپلی عادی او انکشافی بودجې د کمښت سره مخ وی، آیا دا سیمنار به د کومو دلایلو پر بنسټ د لومړی توبونو په لړ کی وشمیرل سی، یا به په رښتیا هم د دې محترم وزارت ټولی چاری لکه چی یادي سوې پای ته رسیدلی وی او یا به دبهرنیو اخوندانو له لوری زموږ د فرهنګ وزارت او په پایله کی زموږ د ولس مسخره کول وی .

د دې ټکی یادونه په کار ده چی د دې سیمنار جوړول او د هغه اړتیا د روغتیا محترم وزارت په لومړیتوبونو کی راتلاسی او ور سره ښایی ، نه ده اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره.