کور / شعر / ماین پاکي

ماین پاکي

لرو بره ماین پاکی ده دخدمت جوړه سیالي ده

اومر، که ام ، ډي، سي ده ډافا یا ډي ، ډي ، جي ده

هر هندلریی قهرمان دی په خدمت کښی تیرتر ځان دی

هم اتل یی ډیمانر دی چی یی کارد ماین پر سر دی

سکشن هم د ویاړ و ړدی تل مرستیال د خپل لیدر دی

لیډر بیا ټولوته افسر دی دتیم لپاره ښه رهبر دی

هرزحمت ددوی جهاددی ټول خدمت یی لاجواب دی

هرشهید ته یی سلام کړم پرغازی یی افتخار کړم

ورته غواړم کامیابی ښه لوړ مقام او سروري

خو‌: تاته وایم یو نظر پام پرې وکړه لرو بر

درته وایم له وروري ستا به تل وي دا خواري

که غواړې چې شتمن شې بډای او هم پتمن شې

واوره زما څخه دا نصیحت چې بدل دی کړه حالت

بیداره دی طالع کړه په کار جوړې مسخرې کړه

ځان وراره دې مولوي کړه د قوماندان یاد قاضي کړه

یا تربور د کوم رهبر شه لنډه دا چې په ډله برابر شه

په ځای پریږده رحمانی نو پیښه کړه شیطانی

چې دې ولید دایر کتر ورته جوړ کړه انډوخر

کوه یی تل ښه صفتونه ورته ډیرکړه نازونه اوعزتونه

په دی چل به یی درته پام شي په نصیب به دې مقام شي

داسې اخلې ډیر ډالر ته ډیر به ژر شې معتبر ته

که په دې نه شوه برابره ژوند ته پام وکړه له سره

ځانته جوړه پالیسي کړه د کاررنګ دې سیاسي کړه

بیا تیار شه جاسوسۍ ته لوی خیانت او بربادئ ته

نو بیا ګوره کوم ډیوپټی یا ښه لوړ مقام دې رییسی

ځان ټینګ کړه دې مقام کې خواران أچوه په دام کښې

خان نه جوړیو سور لیوه کړه ورځ تیاره په خپل تربره کړه

وکالت ته بیا کاندید ښه لوړومقامونو ته مرید شه

که د رائ چا درته نه کړه ځای پر ځاي یی غر غره کړه

ورته بهانه کمونستي کړه رزالت یا بد ماشی کړه

له کار څخه یی برطرف کړه روزی پرې بنده له هرطرف کړه

وروڼه هم باسه له وطنه پر شتو یی واچوه لمنه

څوک یی نه کړی بیا پوښتنه چا کړی ده ګله له کوم لړمه؟

زیرکی درته اختیار کړه ښه ټینګ دې اعتبا رکړه

له جرمنه پیسې پور کړه په اولس کې جومات جوړکړه

په یو څود جومات رنګ کړه نور یی ټول ترې بادرنګ کړه

نو ته خوورتلی نشی په قرار ورلیږه زنانه کوم لمونځګزار

بادار ته دې ځان ښیه اولیا له ملا نه ورته جوړه کړه بلا

دوعا کوه په نامه د مسیحا پام چې نوم دجومات نه نشي کلیسا

پام چی طالب یا ملا نشی خبر چې په خوله یی مسلمان په زړه کافر

که دې واچاوه په خلکودغه جال په سینه به درته کیږدی یومډا ل

مدال چې درته کیږدی په سینه څنګ ته دی ولاړه ماندینه

بیا به سیال دې شاه شجاع شې په خپل ملت به رالګیا شې

بیا به خرڅ دا شهیدان کړې هم خجله به غازیان کړ ې

نوستم ته په لاس ورکړه خپل جلو اوځغله تش میدان کښې هو پلو

پام : چې ونه کړی دا کار رښتیا دا چې کنایه وه دا ګفتار

ته مې پوه په باریکی کرې هم خبر له ټګماریی کړی

نو زما درته پیام دی چې لوړ ستا همدا مقام دی

دا څه منلی نشی ستاوجدان «کمال» ته دې څرګنده ستا ایمان