کور / شعر / ارمان

ارمان

نن مې ښۍ پښه تښنيده
ښۍمې سترګه،رپيده

دخوښۍ کومه څپه مې
زړه کې،غلی خوځيده

کومه ښه،ښکلي ارزووه
غلي غلي مسکيده

يوه ښکلي وسوسه وه
راته ګړده،تاويده

چې ناڅاپه موبايل،ترنګ کړ
څوک وه،غلې خنديده

وې ئې،زه که ستاپه ځای وه
له خوښۍ به ناڅيده

وې قيامه،بيادې کورکې
نن رڼا وځليده

دارمان غوټۍ دې ګل شوه
همدااوس وغوړيده

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
27.02.2013

داځکه چې همدانن ددويم لمسی نيکه هم شوم.

ښاغلی قيام صاحب د لراوبر د همکارانو لخوا مبارکي درته وړاندي کوو .