کور / اسلامي / د سورة یس په اړه په زړه پوري معلومات

د سورة یس په اړه په زړه پوري معلومات

سورة یس معنی:

د یس د لفظ په اړه د مفسرينو څخه پنځه ډول قولونه را نقل سويدي:

۱. ځينو مفسرینو داسي استدلال کړی دی چي يس معنی ده، اې انسانه! چي دا دعربي د (یاانسان!) لفظ څخه مرکب سوی(جوړ سوی) دی. د عربو د اصطلاح له مخي، عربو به د څو کلمو څخه یو یو توری (حرف) را اخستی او وروسته به يې په یوه کلمه سره تلفظ کوی، د بېلګي په توګه (ي) ندائيه يې د (یا) او (س) د انسان څخه را اخستی دی چي اصلا (یا انسان!) عربي او (اې انسانه!) په پښتو کي ځني مرکب سو او دا محمد (ص) ته د دالله (ج) له لوري د ږغ مانا لري لکه یا محمد علیه السلام!.

۲. ځينو مفسرينو بېا داسي استدلال کړی دی چي یس معنی ده، یا سیدالمرسلين!، اې سرداره(مشره) د رسولانو!.

۳. ځينو بېا داسي مانا کړی دی چي یس د قرآن عظیم الشان د نومونو څخه یو نوم دی.

۴. ځینو بېا دلیل ویلی دی چي یس د الله (ج) د نومونو مبارکه وو څخه یو نوم مبارک دی.

۵. او ځينو نورو بېا دلیل ویلی دی چي یس د یوه سورة مبارک نوم دی.

په تفسیر استرابادي کي یادونه سوېده چي د الله (ج) څلور زره نومونه دي، چي زر يې یوازي او یوازي خپله رب العزة ته معلوم دي بل هیڅ چا ته نه دي معلوم، زر و رب العزة او ملائکه وو ته معلوم دي بل چا ته نه دي مالوم، زر په لوح محفوظ کي دي، درې سوه په توراة، درې سوه په انجيل، درې سوه په زبور او درې سوه په قرآن عظیم الشان کي دي،په داسي حال کي چي نه نوي (۹۹) يې ښکاره او یو پټ دی چي هغه اسم اعظم دی او بېله انبېاء او رسولانو علیهم الصلوة والسلام بل چاته نه دي معلوم.

د نزول علتونه:

نوموړی سورة مبارک د مکي سورتونو څخه دی او د نازلېدو علت يې دادی چي کله کفارو حضرت محمد (ص) په نبوت او رسالت سره نه منی، بلکي (یتیم ابي طالب) یاني د ابي طالب یتيم يې باله او ویل به يې چي محمد (ص) نه کوم ښوونځي (مکتب) ته تللی او نه هم د کوم ښوونکي (معلم) له لوري څخه ور ته ښوونه سوېده او امي دی، نو دی به څنګه موږ په نبوت او رسالت سره منو او څه ډول به زموږ نبي کيږي؟! نو له همدې کبله الله (ج) د سورة یس په نازيلېدو سره د دوی (کفارو) دا خبري رد کړې او په خپل جليل ذات سره يې د ده پر نبوت او رسالت باندي شاهدي اداء کړه.

الله (ج) و خپل نازولي پیغمبر ته داسي ارشاد وکی ((اې محمده (ص)! که کفار ستا د نبوت او رسالت څخه منکر دي او شک کوي، نو ته د دوی په دې ډول کړنو باندي هیڅ مه خوابدی کېږه، فکر مه کوه او مخ مه ګرځوه د خپل تبلیغ څخه، ځکه چي (الله تعالی (ج) وفرمایل) چي زه خپله ستا پر نبوت او رسالت باندي د (انک لمن المرسلين، په تحقیق سره اې محمده (ص) ته رسول يې) د قول په نازيلېدو سره ګواه او شاهد ېم)).

کله چي سورة یس د محمد (ص) پر نبوت او رسالت باندي د شاهد په توګه نازل سو، نو همدا وجه وه چي دی (یس) مبارک د قرآن کریم په زړه سره ونومول سو (یادکړل سو) او همدا شان محمد (ص) فرمايلي دي چي هر شي لره زړه سته او د قرآن کریم زړه سورت یس دی، د سورت یس زړه (سلم قولا من رب الرحیم) دی او د سلم قولا…… زړه بېا د رب توری دی. د پیغمبر (ص) څخه روایت دی او ده مبارک داسي فرمايلي (( چي لوی څښتن رب العزة (ج) سورة یس او طه د مځکو او آسمانونو تر پیدايښت زر کاله وړاندي پیدا کړي دي او کله چي ملائکه وو واورېدل نو و يې ويل چي خوشالي(نېکبختي) دي وي امت د محمد مصطفی (ص) لره چي پردوی باندي دانوموړي سورتونه نازليږي، پاکي ده هغه چا لره چي په دې مبارکو سورتونو سره حمل(انتقال او وړل) وکړي او پاکي هغه چا او هغه قوم لره ده چي په دې دوو سورتونو سره تکلم او خبري وکړي.

فضائل او ګټي يې:

که څه هم ویل سويدي او دا یو څرګند حقیقت دی چي که چيري د دنېا ټولي درختي قلمونه او د دنېا ټولي وېالي رنګونه سي لاهم به د سورة یس د ټولو فضیلتونو د راجمع کولو او بېانولو لپاره بس نه وي او نه به هم توان ولري. و لېکن بېاهم علماؤ او مسفرينو د وس تر بریده هڅه کړېده چي د اسلامي خدمت په توګه هغه څه چي د دوی سره موجود وي او حاصل کړي يې وي، تر نورو ورسوي او شريک يې کړي، ځکه وايي هغه علم چي و بل ته يې ګټه او سود و نه رسيږي او عالم يې مړ سي، نو پس له مرګه به وده ته یو ستر عذاب وي. په همدې خاطر دا دی یو څو لنډ او خلص ټکي چي د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سورة یس د تلاوت په اړه فرمايلي دي په دې لاندي ډول د دوستانو او د قدر وړ لوستونکو سره شريکوو:

څوک چي یو ځلي دا مبارک سورة ولولي (تلاوت) کړي، لکه ټول قرآن کریم چي لس ځله تلاوت کړي.
کله چي پرکوم مسلمان (نارينه او ښځينه) باندي د ځکندن په وخت کي وويل سي، نو د هر حرف په مقابل کي الله (ج) په خپل پاک امر سره (۱۰۰۰) ملائکې و دې بنده ته را ليږي چي:
۱. د ده په مقابل به په صفو صفو دريږي.

۲. د رود به پرې وايي.

۳. د الله (ج) څخه د دې بنده لپاره طلب د غفران (بخښي) کوي.

۴. د غسل په وخت کي به يې حاضري وي او هم به يې د جنازې په وخت کي تر قبره پوري متابعت او ملګری کوي.

که يې وږی د زړه د صدقه او اخلاصه ولولي او تلاوت کړي، نو رب العزة به يې په خپل فضل او کرم او د دې مبارک سورة په برکت سره هغه لوږه ور رفعه کړي.
که يې څوک د ډار (بيري) په وخت کي ولولي، الله (ج) به يې بېره او ډار ليري کړي.
که يې فقیر او محتاجه د زړه د اخلاصه ولولي، نو رب العزة به يې په خپل فضل او کرم سره غني او د احتېاجه خلاص کړي.
که يې څوک سهار مهال (د ورځي شروع) کي ولولي، تر ماښامه به د الله (ج) په امان کي وي او همداشان که يې څوک د شپې ولولي، نو ټوله کورنۍ به يې تر سهاره د الله (ج) په امان کي وي.
که په یوه ښار (ولایت) کي ولوستل سي، نو الله (ج) به د دې تمام ښار څخه بلاء، لوږه، قحطي او داسي نور آفتونه او مريضئ ليري کړي.
که پر مړي باندي ولوستل سي، الله (ج) به يې د قبر عذاب سپک کړي، البته که ګنهګاره وو او که نېک عمله وو، نو رب العزة به يې د ده د روح لپاره راحت وګرځوي، ځکه چي وا يي قبربه په دوو حالاتو کي وي: (۱) ېا به د جنت د باخچو څخه یوه باغچه وي (۲) او ېا به هم د دوزخ د کندو (شېلو) څخه یوه کنده (شېله) وي.