کور / شعر / راته مه وایه

راته مه وایه

بـرخوډیــرخلک خپل کـورڅخه شړلي
دې بیلتون غـیسي پـه زړوکې لګـیدلي

خوشحالۍ یې پـه خـفګان بـدلـې شـوي
تـرهـرګـوټــه دې نـړۍ چـې رسـیـدلي

نـه هستـیو نـه نـیستـیوکې پـه ارام وي
دې هجران پـه اورکې خـوراځوریدلي

بې وطنه خوب کول راته ویښتوب دی
بـې خـوبـیوکې مـې شـپې دي سباکړي

کوم ګلان چې دې هیواد مې وو لیدلي
دې زړه بڼ کې مې پـه مینه دي کرلي

اوبه وم بې په باران له ډند دې سترګو
دې بـیلـتون دې اوراهـاړ رانـه وهـلي

راته مه وایـه چې زمابه وطن هیرشي
مـاشـودې دې پـښتـنې پـکښې رودلـي

راته مه وایه خواخوږي به مې هیرشي
مادې هغوی پـه یادکې هـرمهال ږړلي

علي خان به یې مني په دواړوسترګو
پـاک الله څـه چـې ازل کـې وي لیکلي