کور / کتابتون - بېلابېل اثار / لراوبر کتابتون : د {بشري سرچينو مدیریت} نومي درسي رساله

لراوبر کتابتون : د {بشري سرچينو مدیریت} نومي درسي رساله

ژوند يو سفر دى او انسان ددې لاري لاروئ دى،کله چي نوموړئ دا لاره طى کوي لارښووني ته اړتيا پيداکوي او لارښوونه بې لارښوده کېداى نه سي،نوڅر ګندېږي چي دمځکي پرمخ ديوه انسان هڅه دنوروانسانانو له لاس نيوي پرته نيمګړې ده،پيغمبرانو(ع)دالهي اموراتودپلي کېدو لپاره دنده لرله چي انسانان پرسمه لاره رهبري کړي ،څوالهي نظام ورته تفسير کړي اوله هغه څه يې راوګرځوي چي دبشريت دبدلارۍ سبب کېږي،علماؤهم دعلم دين زده کړه ددې لپاره کړې چي دالهي رضادتر لاسه کولو اوالله ته دچوپړکولو په موخه دنړۍ وګړي پر توحيداو رسالت دايمان راوړلو لپاره پر الهي مشعل((قرانکريم))سره راغونډ کړي،بشرته دمادي اومعنوي اړتياوو دبشپړتيا لپاره نظام قائم کړي،ښوونکي هم کوښښ کوي چي دالهي نظام تر سيوري لاندي دالله پرمځکه  انسانانو ته دخپلي دندي په لړکي سهولتونو،ساينسي اکتشافاتو، مدني ژونداو بشري خدماتو لپاره خپله مسلکي دنده پرمخ بوزي تردې رالاندي په زرګونو داسي بلاتشبه نور ساري ليده کېږي چي دهغوئ په ښکاره کېدو سره اړتيا ددې ليده کېږي چي ددوئ لپاره انسانان دبشري ځواک په توګه دکار ي بهيردپرمخ بېلو لپاره دکاري سرچينوجوګه سي،ځکه نوويلاى سوچي انسان دخپل تکريم ترڅنګ هغه پدېده ده چي په نه موجوديت کي يې ددنيادبشري ترقۍاو… د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.



د کتاب پېژندنه
دکتاب نوم   :            دانساني سرچينو مديريت
مؤلف   :                  نوراحمد قران مل
کمپوزر  :                 جاويد احمد
خپرندوی  :               غريبک کتابتون ((کندهار))
دخپرېدو کال  :          ١٣٩١لمريز کال
برېښنالیک  :          Noorahmad_kakar@yahoo.com      
انلاين چاري   :        مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.496 MB




يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !






په نږدې راتلونکې کي پر لیکه کېدونکي آثار : 


   •    د خوږ ژبي شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت غوره نثرونه