کور / تازه خبرونه / ايتلافي ځواکونو د هلمند په ګرمسير کي بمباري کړې ده

ايتلافي ځواکونو د هلمند په ګرمسير کي بمباري کړې ده

ائتلافي ځواکونو خبر ورکړی دی چي تيره شپه يې د هلمند ولايت د ګرمسير په ولسوالي کي د طالبانو سره په جګړه کي ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده ، دا جګړه هغه وخت رامنځته سوه کله چي ائيتلافي ځواکونه د يوه راپور له مخي سيمي ته د پلټنو له پاره سرتيري لېږلي وه او هغوی د طالبانو سره مخامخ سوه ، په دې جګړه کي ائیتلافي ځواکونو له هوايي ځوک څخه هم کار اخستی دی .


په ګرمسير ولسوالۍ کي برتانوي او امريکايي پوځونه مېشت دي ، ايتلافي ځواکونه وايي چي د تيري شپې په نښته کي يې 7 تنه طالبان ژوندي نيولي او زيات شمېر نور يې وژلي دي .


طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه څه نه دي ويلي ، په يوه بله پېښه کي د چهارشنبې په ورځ په يوه نښته کي يو برتانوی سرتيری وژل سوی دی .