کور / کیسه / د وږو ډاډه

د وږو ډاډه

لنډه کيسه

پلورنځي ته په ننوتو سره یې د جوارو په وږو سترګې ولږېدې. بې اختیاره یې خپل د ژوند ملګري ته غږ کړ:

ـ د نازو پلاره! څومره تازه وږي راغلي، ډاډې ته شنه ناست دي، په کټوه کې پخېدل خو یې لا پر ځای پرېږده. او بیا یې وږو ته لاس ونیو.

د پلورنځي بهر د موټرو ګڼه ګوڼه وه. د رخصتیو په ورځو کې ټول ښاریان هڅه کوي چې د اونۍ سودا واخلي. ګهیځ مهال د پلورنځي د خلاصېدو سره ليکه ولاړ وي. هغه سهار لمر د وریځو په غرونو کې پټ پټونی کاوه. باران تېره شپه ښه په شړک اورېدلی و. ځمکه ټوله لنده او په بوټو او ګلانو ښه پنډه پرخه پرته وه. پلورنځي ته په ننوتو سره د ګل پاڼې سترګې د نورې سودا پر ځای په وږو لګېدلې وې. خو نور ښاریان د وږو په فکر کې نه وو او نه یې دومره په وږو فکر کاوه. د وږو په ډاډه کولو هم نه پوهېدل. خو د ګل پاڼې د وږو غږ د هغې د میړه ګلاب په ذهن کې د یادونو او خاطرو یوه اوږده لیکه لکه د تالندې په شان چې د تیارو په زړه کې لارې جوړوي، وویسته او بیا د وږو په ډېرۍ ودرېد:

یو وار د خپل ماشومتوب دور ته ورستون شو. کله چې لا کوچنی و، او د ښوونځي په څلورم ، پنځم ټولګي کې و، تل به یې د خپلو همزولو سره په لوبو وخت تیراوه او په دې لوبو کې به د جوارو په موسم کې د وږو بنډارونه هم تر سره کېدل. هغه ورځ یاد ته ورغله، چې له نورو لوبو ستړی شو، نو د پنځو تنو ملګرو سره د چینې په خوا روان شو. د چینې د یخو اوبو له څښلو وروسته په دېره کې سره کېناستل او له لږې شېبې دمې نیولو نه وروسته په دې سره سلا شول چې د وږو په ډاډه غاښونه تاوده کړي.

هغه مهال وږي ښه په زور کې وو. د وږو د خوړلو او د ډاډې اچولو مناسبې شپې ورځې وې. په خپلو منځو کې سره دوه ډلې شول. څوک کڅ ته د وږو راوړلو او څوک د غره غاړې ونو ته د لرګو پسې خواره شول. له ښایسته غوټې شېبې نه پس د غره د غاړې په لمن کې سره راټول شول. هرې ډلې خپل کار کړی و. اور یې بل کړو او د بیلا بیلوپټیو له ورخونو راوړل شوي وږي یې پرې کېښوستل. شپږو واړو ترې ګردچاپېره پلتۍ ووهلې او د وږو په پخښولو شول.

رښتیا د جوارو په موسم کې به زیاتره د ځوانانو لخوا د ډاډې اچولو لپاره په پټیو ډاکې پریوتې. د غره د لمنې د پټیو خو به بیخي خیر نه و. له یوه پلوه به پرې غرنیو لیوانو او شکڼو خپله خوا یخوله او له بل پلوه به یې هر وخت د ډاډې اچوونکو لخوا د ورخونو خولې وازې ختلې وې، چې بیا وروسته به یې د خاوندانو په پوزو مچان هم نشول الوتلای او تل به په غوسه وو.

یوه ورځ یو شوخ کلیوال محمد خان له یوه بل کلیوال سره د نورعلي په نوم د ډاډې اچولو او وږو خوړلو نیت وکړ. خپله یې د لرګو راټولولو کار په غاړه واخیستو او نورعلي ته یې د وږو راوړلو دنده وسپارله او هم یې ورته په کڅۍ کې د غلام نبي د پټیو د وږو ستاینه وکړه، او خپل دوست یې دې ته وهڅاوه چې د هغه له پټیو وږي راوړي. له بل پلوه یې غلام نبي په غوږ وواهه چې یو چا یې په وږو نن د ډاکې اچولو پلان جوړ کړی دی او هغه یې ورله مخکې له مخکې په پټي کې کښېنولې و. نورعلي د خپل دوست له خولې د غلام نبي د پټیو د وږو له ستاینې او صفته سره جوخت د هغه پټیو ته روان شو. کله چې یې دوه درې وږي په ډېره مینه خپل بوج ته کړل او څلورم ته یې لاس وروړلو، نو بیا له څټه نیول شوی و، او داسې یې ډبولی و چې مړو سپو پرې هم خندلي وو. . . .

خو دا مهال کلی نه دی، نه خو د غره غاړه شته او نه خو د جوارو هغه لوړې ژورې کروندې. بلکې په پلورنځي کې د وږو ډېرۍ ته ولاړ دی او د خپل کلي له یاده سره ساه باسي.

د ډاډې وږي د غاښونو تودولو ته نږدې شوي وو، خو ګلاب لا کوښښ کاوه چې د ډاډې ړومبی وږی په شخولي کې پوخ کړي. هغه لا وږی اخو دېخوا په سکروټو کې توغلاوه، چې په دې کې یې میرمن ورباندې غږ کړو:

ـ څنګه ورته د سودایانو په څېر چرت وړی یې؟ پوره ورځ دې واړوله او لاس نه وروړې، خوښ دې نشول که څنګه؟

د ګل پاڼې د غږ په اورېدو سره ګلاب ټکان وخوړ او ځان یې په پلورنځي کې احساس کړ. رښتیا هم چې اخیستنې او خوراک ته یې د سړي زړه تخناوه. وږي یې واخیستل او غلې شان یې وویل:

ـ پرېږده چې نن خو پرې د تیرو یادونو تنده ماته کړي او ټوله کورنۍ پرې ښه زړونه یخ کړي.

هو! وږي او د وږو پخښول هم د روزۍ پیداکولو وسیله کېدای شي او بیا د تیرو کلونو یاد د هغه ذهن او حواس په خپلو منګولو کې ونیول:

وږي د ډاډې او ځان لپاره نه، د خرڅلاو لپاره. د مزدورۍ او روزي پیدا کولو لپاره. او هغه داسې کله چې په اویاومو کلونو کې په کابل سور قیامت جوړ شو او سرې سکروټې پرې ورېدلې، نو ګلاب د کار کولو له کبله د احمدشاه بابا په مېنه کې بند پاتې شوی و. او نه یې شو کولای چې ښار ته ننوځي. وروسته له اتو شپو ورځو د ګلاب پلار د خطر په قبلولو سره د ګلاب ماشومان ورونه او خویندې د څرخي پله پورې راورسول. د ګلاب مشر ورور لاوړاندې په کابل د غیبي غونډارو په ورویدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. له همدې کبله وو چې د سرونو د ساتنې پخاطر یې د پردیسۍ لمنه ونیوه. د تلو په وخت کې د ګل پاڼې د سترګو چینې بهېدې او په مخ یې لارې جوړولې. نه پوهیدل چې کومې لور ته ځي، کوم ښار او کوم کلي ته. بس همدا یې غوښتل چې ځانونه له سکروټو وژغوري او سر چېرې په سیوري کړي.

د ټولو مخې ته هر څه پردي وو. لارې پردۍ وې. څېرې پردۍ وې. ژبه پردۍ وه. کورونه پردي وو. ځمکه پردۍ وه او آسمان پردی ……

خو په دې هر څه پردیو کې ګلاب دوې لاس تر ځنې کښې نناستل. د سرپناه د کرایې او د نس د مړېدو پخاطر یې د بسونو په تم ځای کې د وږو په پخښولو او پلورلو شول. کرۍ ورځ به ګلاب و او سکروټو ته ببوزی وهل. ده به وږي پخښول او ورونو به یې په بسونو کې خرڅول. او په همدې ډول یې ورځې، اونۍ، او میاشتې تیرولې……

یوه ورځ ګلاب منډه یې(منډه وي) ته د وږو راوړلو پسې د ډاډسن موټر ته پورته شو. د موټر په روانېدو سره یو له سورلیو چې د هغه ملک پولیس و، د سپي په څېر پرته له هغه دغه ګلاب ته خوله واچوله:

ـ پوډري څنګه یې؟‎

ګلاب فکر وکړ چې ښایی کوم بل چاته وایي. خو داسی نه وه. بیا یې وویل:

ـ تاته وایم!

ـ ماته وایې؟

بې له دې چې ځواب ورکړي، مخ یې ناستو سورلیو ته واړاوه او زیاته یې کړه:

ـ ده له ګوره چې ځان په نانګارو(ناګارو) اچوي. زه سړی له څېرې پېژنم. جامې دې شاهدي ورکوي چې پوډري یې، لوګو وهلي سترغلي خو دې لا پر ځای پرېږده!

خدای شته ګلاب بې شانه خپه(خفه) شو. خو هغه اورېدلي وو چې د دې ملک پولیس د پېښو په تړاو نوم لري، او هغه داسې کله چې د بل ملک پولیس له جرمه خبریږي، کوښښ کوي او په خپلو کوښښونو سره مجرم نیسي، خو د دې ملک پولیس پرته له کوښښونو مجرم پېژني، او هغه په دې مانا چې دوئ پخپله جرم زېږوي….دغه شان د یوه نږدې دوست خبره یې هم مخې ته ودرېده:

«ګوره پام دې وي چې یو د خره له شا او بل د پا کستاني پولیس له مخې تېر نشې، که تېر شوې نو ځان ته دې کار وکتو».

هغه و چې چوپه خوله ورته سپین زر ښکاره شو. منډه یې ته په رسېدو سره له موټره ښکته شو. د وږو بورۍ یې واخیستې، په څټ یې راواړولې او بس ته یې پورته کړې. او پخپله په څوکۍ لا ناست نه و چې د سهارني پولیس خبره یې د مارکونډۍ د غنې غوندې په زړه ښخه شوه:

ـ پوډري څنګه یې او بل داچې:

ـ جامې دې شاهدي ورکوي چې پوډري یې، لوګو وهلي سترغلي خو دې لا پر ځای پرېږده!

او له دې سره سم د پوډریانو په دنیا ورننوت:

ببر او خیرن سر،خیرنې ابلې پښې، په کنډوالو کې او یاهم د زړو پلونو لاندې شپې ورځې، د نشو په ستنو سوری سوری، هر وخت له ځانه بې حاله او په نشه کې غرک. کله ناکله بې پوټه کېدل او بیا د بل چا د کور لوښي خو پر ځای پرېږده آن د خپل کور د لوښو په غلا او خرڅلاو اسره نه کول، د جوماتونو له مخې د څپلیو او بوټانو پټول او…..

ـ اوه خدایه! دا هم کنه ژوند دی چې ځنې ورسره لاس او ګریوان دي.

ـ وروره! ښکته شه چې ځای دې راورسید او ګلاب د پوډریانو له دنیا را بهر کیږي. د وږو بورۍ راښکته کوي او د ټکه د سکرو په تازه کولو بوختیږي.

د سکرو د تازه کولو په وخت کې سپرغۍ الوځي، د ګلاب له جامو تیرېږي او هغه سوځوي. ګلاب د ځان په سوځېدو سره اوچت پاڅیږي، خپلې جامې څنډي. یودم خپلو جامو ته ځیر کیږي چې سکرو ته د ببوزي د وهلو په مهال له اوره را الوتو سپرغیو چاڼ او غلبېل کړي دي. شونډي یې د موسکا لپاره خورېږي چې یو ډول له رمزه ډکه خوښي پکې له ورایه بریښي. غلي شان له ځانه سره بوڼیږي:

ـ ښه، هغه دا خبره وه چې زه یې پوډري کړی ومه!

دا لا څه کوې چې یوه کوم بله را یادیږي:

په پردیسۍ کې د ګلاب دوې څو میاشتې تیرې شوې وې. هغوۍ اوس د خلکو په خوي او بوي لږ څه پوه شوي وو. له کاره سره یې اوس دومره خُلق نه تنګېده. په اولو کې د ببوزي وهلو له امله د لاس او ولي درد ګلاب بې حوصېلې کولو، خو اوس یې ایله ورته اوږه لږېدلې وه.

یوه ورځ د ګلاب هغه ورور چې په کابل کې پاتې شوی و، د دوۍ په خوا را ختاوتې و. او پداسې وخت کې یې سترګې په خپل ورور ګلاب لږیږي چې د ګرمۍ او د وږو پخښلو د اور له زوره یې په ختو کې وچ ځای نه مالومېده. په رډو رډو یې خپل ورور ته کتل او اوښکې یې په مخ مړې را څڅېدلې او دی یې زښت خواشینی کاوه….

د هغه خواره کي ګناه هم نه وه. هغه تل خپل ورور په پوځي جامو او یا هم د خبریالۍ په هغه ملکي دریشۍ کې لیدلی و. بې صبرانه خپل ورور ته غاړې وځي او په زوره زوره ژاړي. خو بیا د ګلاب په ټنډه کې د خپل ورور په لیدو سره د خوښۍ نخښې څرګندیږي او ورور ته وایي:

ـ مه خواشینی کیږه! په ژوند کې هر ډول حالات راځي او په هر حال شُكرپکار دی. بیا لږه شېبه چوپه خوله پاتې کیږي. له چوپتیا نه پس سترګې په سکروټو ښخوي. او دغه سکروټې ګلاب له ځانه سره د کابل په ښار د سکروټو اورښت ته بیایي، کومو چې څو کاله وړاندې یې د وږو پر ځای انسانان ډاډه کول.او له کابله په دې دنیا دوزخ جوړ شوی و. یواځې ځانګړنه یې په دې کې وه چې په دې دوزخ کې بې ګناه سوځېدل. د وچو پر ځای لانده سوځېدل او دې دوزخ آن د کمکیو ماشومانو لحاظ هم نه کاوه. هرې لور ته اورونه دودونه او سرې لمبې وې. هرې لور ته مړي وو او د ټپیانو کوکارې. د کابل له زړه او رګونو وینې پشکې وهلې….

خو د ګل پاڼې وروستي غږ بیا د ګلاب د فکرونو او سوچونو ځېلۍ وشلوله چې کله یې وویل:

ـ دا د سودا کڅوړه در سره واخله، درنه ده. د کڅوړې په اخیستو سره ګلاب دوې له پلورنځي راووتل. آسمان هماغه ډول برګ برګ و. د باران او لنده بل چاپیریال او نسبتاً سړې هوا د هغه په اکر ، سوچ او خیال کې بدلون را نه ووست، فکر کوي چې د هماغه بهرني ملک په یوه کوڅه کې د ډاډې او وږو پخولو اور ته ولاړ دی.

۱۵ – ۲ – ۲۰۱۳
۲۷ – ۱۱ – ۱۳۹۱

ډنمارک – د ګریستید ښار