کور / نثر / غني خان اوحقیقي عشق !

غني خان اوحقیقي عشق !

وايي انسان دمحبت نوم دى ،علما يي سرچينه انس بولي او وايي دمينې په ما نا کار ول کيږي .مينه ،محبت هغه څه دي چي هر څوک يې له ځانه سره تعبير لري اودميني په ا ړه دهر چا ليدلورى بېل وي .ځيني موضوع ګاني داسي وي چي سړى يې کوټلي اومنلي تعريفونه نه شي موندلاى .موږ که ښکلا په يوه څيز کي دمعينې همغږي په مانا کاروو هم سمه ده خو که داسي ووايو چي ښکلا دهر انسان خپله دليد زاويه ده چي يو څه ته ورځني ورګوري . دبېلګي په ډول ما ته سره ګلان خوند راکوي ،خو يو بل چا ته ژېړ او س نو زه څنګه ووايم چي ښکلا کومه يوه ده . دګل سور رنګ او که د ګل ژېړ رنګ . ځکه نو اړيم ووايم ښکلا دهر چا ليدلور ى دى . مينه هم همداسي ،هر څوک ورته له ځا نه تعريفونه لري. ځيني وايي مينه هغه ناروغي ده چي خوند ځني اخيستل کيږي.ځيني وايي مينه لېونتوب دى .او همداسي ډېرتعريفونه دي چي ميني ته ورکول شوي دي .شاعرانو د ا کلمه په يو او بل اړخ اړولي او په شعر کې يې ځاى کړي ده . او هرڅوک ورځيني خپل تعبير اخلي .خو غني داسي شاعر دى چي زما په خيال دميني وخپل او اصلي تعريف ته يې ځان رسولى دى، دى په مينه ايمان لري،او جانان ته درسېدلويواځينۍ لاره يې بولي ،هغه 
خپل عشق ته عبادت او خپل معشوق ته معبود وايې.



غني وايي :
په جنت او په دوزخ زما کار نشته : ددې دواړو بره ماليدلې لار
په خندا به شي غني په لمبو سپور : په دې شنو سترګو که ستا پيرزو شي اور


غني دځينو ريا کارو ملا يانو په عبا دت نيوکه کوي اوايي دوى خو عبادت ددې لپاره کوي چي جنت وګټي او يا له دوزخه په امان سي. فلسفي غني وايي زه دې عبادت ته چي دجنت ګټلواو ياله دوزخه دپنا غوښتلولپاره وي عبادت نه وايم . زما عبادت مينه ده زه له خداى (ج) سره مينه کوم او په دوزخ اوجنت کار نه لرم غنې وايي زه ددې لپاره چي دجنت حورې ،غلمان ،شيدې اونورنعمتونه وګټم سجده نه لګوم ،اوله دې وېري چي دوزخ ته به ولاړسم عبادت نه کوم ،زه ددې دواړو په کيسه کي نه يم خدايه له تاسره مينه کوم .او تاته سجده لګوم .
غني خان وايي .
ليونيه! جنت څه دی؟ 
ملا! ستا جنت پيتي ده
او زما جنت وصال دی 
يو خمار يوه مستي ده
دلته بيا هم ګورو چي ليونى غني بيا هم جنت مينه،وصال ،مستي ،عشق او محبت ته وايي .فلسفي غني بېله فلسفه لري هغه وايي چي له خداي سره دومره مينه لرم چي دده په رضا رضا يم او که مي اورته اچوي هم په خندا به لمې په غېږ کي نيسم لکه شاعر چي وايي 
ستا په رضا زما رضا ده ربه 
کا ڼي هم نست پوري ګنډلى سمه 
ليونى غني وصال ته رسېده دعقل له وسه وتلى کار ګڼي هغه دجمال په مرسته ځان کما ل ته رسوي او دانسان او خداى تر منځ اړيکه عشق بولي .دى وايي 
خياله لږپه خيال کي ځه نن خو دي څه خيال دى 
ځه چي ټالۍ اوخېژو مام اچولى ټا ل دى 
ځې که دکمال څوکي ده غاړه دجمال کې ځۀ 
خياله لږپه خيال کې ځه نن خو دي څۀ خيال دى 
غني وايي تصوفي او فلسفي دنيا بېله دنيا ده ،او زما دنيا بيخي پردۍ دنياده او هغه دنيا چي لاره په کي موندل له صوفيانه او عاشقانه تجربوپرته ناممکنه ده .
کېنه افلاطونه فلسفه څه اسان کار نه د ى
ستا تله قطرې تلي او دلته دريابونه دي 
غني ډېرڅ له هغې زاويې ګوري چي هر څوک يي نه سي لېداى داچي عشق ،مينه ،محبت څه شى دي او غني يې څنګه راپېژني دده په خپل شعر سوال اوځواب کې به يې وګورو.
هغې وې مينه يوګل دى اوس تازه وي اوس پنا شي 
ماوې يوګل چي شي مړاوى سل ګلونه ترې پيداشي
غني مينه يوه چينه بولي او دژوند چينه چي ډېر دژوند اوميني تږي په کي اوبه کيږي هغه مينه دښکلا لور او مور بولي او دى وايي رنګونه ،ګلونه اوخوندونه له ميني را زيږي .
هغې وې مينه ده اور سړى وسيزي فنا شي 
ماوې اورچي چېرته بل شي جهان ګرم شي رڼا شي 
ډېر خلک مينه اوراودرد بولي او داسي غم او درد چي خوند ځيني اخيستل کيږي ،ډېرى علما مينه هغه زخم او ناروغي بولي چي ددوى په خبره انسان ترې خوند اخلي او دخپلي معشوقې په ليدلودزخم اودرد دتازه کېدلو حس کوي .خوشال بابا وايي 
په راتلو د طبيب دمه دبېمار شي زه خسته دخپل طبيب له لاسه يمه 
خو دغني بيا مينه حق ته رسېدل،دحقيقي ميني تودوخه، دنفرت او غفلت له تيارواو سړوسره مبارزه او وسېله بولي 
هغې وې مينه يوخو ب دى چي ترې ويښ شې لابلا شي 
ما وې ګوره ژوندون خوب دى چي سړى ويښ شي شيداشي .
غني خان د دنيا مينان او دمجازي ميني ليونيان بيده بولي اووايي هغوى لا تراوسه دمينې په مانا نه دي پوهيدلي ،غني ژوند يو خوب بولي .دى ټول ژوندي ژوندي نه ګڼي او بي ميني او بې جانانه ژوند بې ما نا بولي . 
هغې وې مينه غضب دى سړى ړوند شي نابينا شي 
ما وې خداته بينا سترګي تل جهان ته نا بينا شي
غني خان لته دبصير او بصارت موضوع ګاني داسي څيړي چي دحق اليقين تر پړاوه تيريږي او ځان عين اليقين ته رسوي اووايي چي دحق ليدل پرله پسې روحي او وجداني روزني ته اړتيا لري اووايي حق ليدل ياحق ته رسېدل دخپلي رضا او ددنيا تر ک ته اړيتاي لري لکه شاعر چي وايي 
چي مي مينه خداى په تا باندي پيداکړه تر که ما په هغه ورځ خپله رضاکړه 
غني وايي 
هغې وې مينه دوزخ دى ماشومان په کي جليا شي 
ما وې ښه ده مينه ښۀ ده له ګنا وجود صفا شي 
غني دهر هغه چا ځواب کي ؛چې مينه له اور اودوزخ سره تشبه کوي ،او له دوزخه سر ټکو داسي ځواب وايي چي هره جزا او سزا ګټه بولي او يو شان ېې ګڼي دقبر عذاب ، لاس پريکول ،سنګسارول،او داسي نوري دنيوي او اخروي سزاي وو کي بېل حکمت ګوري او له ګنا د وجود پاکولو وسېلې يې بولي غني جنت ته دورتللو لپاره په دوزخ کي دګناه تويول ضروري بولي 
هغې وې منيه تياره ده پکي ځان ورک شي تا لاشي 
ما وې ګوره غني ګله پکي پټه سخا دنيا شي 
دهغې پوښتي په ځواب کي چي ځيني خلک مينه تياره بولي چي ځان په کي ورکيږ غني داتياره ښه بولي او وايي هيڅ شى بې حکمته نه دي هغه مرګ او ژوند خوښي او غم شپه او ورځ يوشان بولي او يو له بله يې زېږديلي ګڼي غني خان دتيا رې ګټه دابولي چي ورسته دنيا په کي له سترګو پنا کيږي .دشپې قدر له غني او ټولو هغو شاعرانو سره ده چي له خپل جانان سره راز او نياز کوي . ځکه نو شاعران شپه غواړي او په خوب کي جانان 
خوبه راشه جانان ته مي يوسه خپلې ميني خپل ارمان ته مي يوسه 
 
هغې وې خوږه دلبره کاشکي ستا عقل زما شي 
غني وې ماشومه ګله ستا له سره دي فدا شي 
دميني په اړه خو دغني دا شعر پاى ته رسيږي . خوددې خوب دتعبير لپاره غني يو بل ځاى وايي :
سوز نه دى عشق،سازنه دى
عشق،اه اوګريان نه دى عشق
مسته رنګيني دانه ده
غم دجانان نه دى عشق
لېونى فلسفي دلته دهغو فيلسوفانو او علماوو تعريفونه چې دعشق په اړه يې کړي دي ناسم څرګندوي .
په دې مانا چې ډېرى علما دعشق په تعريف کې دسوز،ساز،اه،ګريان،مستۍ اوغم حالتونه شامل بولې ،دوى په دې اند دي چې عشق له غم څخه خالي نه وي او خلکوته دمينې له کولو هم غم حاصلېدونکى وي،خو دغني پورته بيت اوحتى په هم دې بيت پورې تړلى ټول شعر دې تعريف ته رد بللى شو. وتلى فيلسوف ګوېټه عشق داسې ژوند بولي چې دخوښۍ پاڼې پکې لږې وي،خو شکسپير بياوايي :اندېښنې،خوبونه،اهونه او اوښکې له عشقه نه بېلدونکې توکي دي اوداسې نورو ورته نظريې شته .
خو ټول فيلسوفان يې په ډلبندۍ کې يوې هوکړې ته رسېدلي او پردوه ډوله يې وېشلى دى،چې يوه ته يې حقيقي اوبل ته يې مجازي عشق وايي.
دمجازي عشق په اړه همدومره بس ده چې دنياوي ګټې اونفسي غرايضو په موخه دانسان په وجود کې راپيداکېږي،خو حقيقي عشق داسلامي علماوو او فيلسوفانو له نظره ،سره ددې چې دمجازي عشق پر خلاف دى لاهوتي عشق ته وايي. لاهوتي عشق هغه ډول دى چې دبنده اړيکې له خپل پروردګار سره پيداکوي. 
غني هم همداخبره کوي، هغه غم له وجد او عشق څخه بېل بولي او دعشق په تعريف کې د افلاطون دفلسفې طرفدارى کوي چې وايي: يواځينۍ ناروغي چې ناروغ خوند ترې اخلي عشق دى،دى هم په دې اند دى اوعشق وجدبولي،هغه وجد چې دتصوفي اصطلاح له رويه وي يعنې لاهوتي عشق. 
غني وايي :
سوزنه دى عشق،سازنه دى عشق،اه او ګريان نه دى عشق
مسته رنګيني دانه ده،غم دجانان نه دى عشق
عشق يو وجددرب دى په وجدونودانسان کې 
يو دمينې ساز دزړه په سوي قبرستان کې
غني عشق غم او حزن نه بولي او وجد اودرک،يي بولي غني دلته دبصيرت اوبصارت،دسرپه سترګواو په اصطلاح دزړه په سترګو دليدو خبره کوي .
غني خان عشق،سوز،ساز،اه اوګريان نه بولي بلکې هغې ته دوجد مقام ورکوي،دى دمتصوفينو له دې خبروسره موافق دى چې څوک دوجد مرحلې ته ورسېږي نو هرڅه ( همه ازاوست ) ګڼي يعنې په وينا يې په هرڅه کې پروردګار موجود وي،چې ددې فلسفې مخکښ اولومړى قرباني حسن بن منصورحلاج شمېرل کېږي، دلته له دې موضوع تېرېږو يواځې همدومره کافي بولو چې عشق دغني له انده وجد دى،نه حزن.او بالاخره غني عشق داسي يوڅه بولي :
مرګ عشق ته حيران دى خو مرګي ته حيران نه دى عشق 
سوز نه دى عشق ،سازنه دى عشق،اه اوګريان نه دى عشق.