کور / مېرمن / زما خوري !

زما خوري !

زه او ته د یو موروپلار اولاد یو. زما و ستا په پیدایښت او لوئیدو کی یو ډول تکلیف ګالل سویدی او د یوې کورنۍ په فضاء کی راغټ سوي یو. د انساني ټولنی د جوړښت او ودي لپاره زه او ته دواړه یو شان ضرور یو. که ته نه یی، زه هم نه یم او زما په بقا کی ستا بقا نغښتې ده. ته زما پرده او عزت او زه ستا حیا او حرمت یم (هن لباسکم و أنتم لباس لهن۞). ته د ټولني سکون، الفت او رحمت یې. (وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ۞). خوري، زه اوته دواړه آزاد او حر پیدا سوی یو او د الله (ج) په وړاندی هم د مسؤلیت له مخی یو برابر یو.

موږ دواړه یوشمیر حیوانی خواص لرو لکه خوراک، څیښاک، شهوت،غضب او داسي نور. زموږ دغه بهیمیه خصوصیات اکثره موږ هڅوي چی د ځنګل په قانون وچلیږو چیری چی د زورور برخه غټه ده. زما وستا د بدن جوړښت توپیر لري او دغه توپیر زموږ دواړو سرنوشت هم بیل کړیدی. زه ترتا په تن نسبتا غټ او په جسم قوی یم نو ځکه له درندګانو څخه د کور د حریم چی ته یی مهمه برخه یې د ساتلو دنده زما ده. داسی واقعات ډیر راغلی دي چی که زه نه وای تا له ځناورانو څخه ځان په یوازی سر په مشکل ساتلای شو. ما به ستا د هوسایي او خوښۍ لپاره تر کور بهر سختي ګاللې او ستا د عزت د ساتلو لپاره که به ضرورت وو د سر قرباني ته هم تیار وم. زما دغه دندی زما اهمیت په کورنۍ کی وځلاوه او ماته یې د کور د مشرتوب دنده رادغاړي کړه. هو، زه د کور مشر شوم خو ددې دا معنی نه وه چی زه ترتا ښه وم بلکه د کور په کالبد کی روح ته وې.

څرنګه چی ستا د ژوند د وسائلو په تأمین او پت ساتلو کی زما مثبت کردار وو، نو تا به زما د مزید توفیق دعاوي کولې او زما په میړانه او بهادري به دي هروخت فخر کاوه. ته پرما ډیره مهربانه وې. ځینی وخت به دي د خواخوږۍ له کبله له خپلي برخي خوړو څخه هم ماته راکړه چی ګویا زه د بهر شاقه کار کوم او پالني ته ضرورت لرم. دغه حالت ستا برخه کرارکرار په کور کی ترما کمول او ماته دغه امتیاز خوند راکاوه. بالآخره مي داسی وانګیرله چی دا امتیاز زما طبیعی حق دی او زه رشتیا ترتا ښه یم. پیغمبران، دعاة او مصلحین راغلل چی زموږ ټولنه بیرته تعادل ته راولی او ما بیرته پرخپل ځای کښینوي. هغوی ویل چی انسانان ترحیواناتو لوړ یوشمیر معنوی ارزشونه لري چی باید ویې ساتی او د هغوی پر بنیاد وچلیږي. د ځنګل قانون یوازي د حیواناتو لپاره دی او انسانان باید پرهغه ولاړ نسي. خو تر څه وخت تیریدو وروسته د هغوی تعلیمات هیر سول او ټولنه بیرته د ځنګل په قانون روانه سوه.

زه په تدریج د انسانی قوانینو پرځای د حیوانی چلند مرغوب سوم؛ دا ځکه په چور کی زما ګته وه او د لویی برخی څښتن کیدم. کرار کرار می د کور مقررات چی پخوا اخلاص پکښي حاکم وو هم بدل کړل. اوس ته زما ترحق ډیر زما مراعات کوی خو زه هغومره ستا نکوم. په یوه کاسه کی ډوډۍ نه درسره خورم چی زما رعب، هیبت او دبدبه کمه نسي. ستاسره د ژوند په کاروکی مشوره عیب بولم او په تا می هم دامنلې ده چی باید داسی وکړم. ته زما مادي متاع یی چی څنګه کار درڅخه اخلم، اخلم یې؛ ستا ډیر څه ندي په وس پوره. که دي خرڅوم یا پخپلو بدیو کی دي ورکوم څه نسې ویلای. او که ږغ هم وکړې، څوک به یی نه اوري؟ داځکه د اوریدو څوک دي هم زه یم. که دي لوڅه پر ستېج راباسم، که خپله شهواني غریزه درباندي تسکینوم او یا محض تجارتی اعلان درڅخه جوړوم؛ نه یوازی خفه باید نه سې بلکه شنه خوله د خندا باید تللې هم یې. ته دا حق نلرې چی زما څخه پوښتنه وکړې چی: تا خپل ځان سرترنوکه پټ کړیدی او حتی ګریوان دي هم په نیکټائي تړلې دی خو ما لوڅه غواړې ووینی؛ دا ولي؟ ته دا نسې راته ویلای چی زه ولي ستا د بدن د لوڅ لیدو حق ځانته ورکوم خو تاته بیا دا حق نسته چی ما لوڅ ووینې. زه به ولی سرترنوکه ستا د بدن هراندام ګورم او په تاسو کی به انتخاب کوم چی څوک ښکلی دی او څوک زما غرائز ښه اشباع کولای سي خو تاسی به دا امتیاز نلری. ته به ولي ماته دومره قدري هم نسې ویلای چی سړیه تاته ولي د نورو همنوعو ښکیلاک او زبیښاک دومره خوند درکړیدی چی اوس دي پر خپله خور مخ راګرځولی دی؟

خوري ! ما پرتا د ژوند ساحه دومره تنګه کړیده چی اوس ستا لباس هم باید زما په خوښه دی. پخوا لوڅ مخ وې. ما درته وویل مخ پټ کړه، تا پټ کړ. بیا می په اماني دوره کی درته ووې چی لوڅ مخ راووزه، تا چادري ته اور واچاوه او لوڅ مخ راووتې او حتی زما د خوښۍ لپاره دي لینګي او مړوندونه هم لوڅ کړل. په سقاوي کی درته په قهر سوم چی بد دي کړي چی مخ دي لوڅ دی، پټ یی کړه؛ پټ دي کړ خو جرئت دي ونکړ چی راته ووایې چی: تا راته ویلي وه چی لوڅ مخ راووزه. په ظاهرشاهی کی مي بیا درته وویل چی لوڅ مخ راووزه. ته راووتې. په خلقی نظام کی درته وویل سوه چی مجردو او وږسترګو عسکرو ته په سنګر کی لوڅ مخ او سپین مړوندونه ودریږه او په سرو شونډو د سره انقلاب ستاینی وبوله. ساعتونه ساعتونه به هر ورځ د ښار په یو چوک کی په زور درول شوې وې چی مفت (هنر دخلکو په خدمت کی) په پلمه موږ ته غزلي ووایې. تا بیچارې همداسی وکړه. مجاهدین راغله، بیرته یی پوړنی پر سر درواچاوه او استاد ربانی خو د ښځو د تعلیم ځایونه د فحاشی مرکزونه وبلل؛ طالبانو بالکل پر کور کښینولې چی مه راوزه. تا همداسی وکړه – داځکه ته ترما په بدن کمزوره یی او د لاس اچولو نه یې چی زما سره یی معلومه کړې چی زه ولی ستاسره داسی کوم. اوس د ډیموکراسی په دوران کی مي درته وویل چی لوڅ مخ راووزه او ونڅییږه. ته هم راووتې او تر دې حده زما د خوښۍ لپاره مخته پکي ولاړې چی اوس داسی ځوان غزلچی (هنرمند) ډیر کم دی چی ته یې پخپل بغل کی نه یې نڅولې. پوهیږم، د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندي به زما د خوښۍ لپاره نوره هم لوڅه راوتلې وای خو له سبا ویریږې. کوچنی زړوکی دي لدې ویري پر سر نیمبند اچولی دی چی مبادا سبا به دي بیا په شلاقو وهم چی چادري پر سر کړه او له کوره مه راوزه.

زه او ته دواړه یو جنس او له یوه موروپلاره پیدا یو. خو ته د خپل نازک بدن قربانی او زه پخپلو غټو مټو غره یم. ته ما ډیره په حقارت کی ساتلې یې، تردې چي ډیر کم وخت زما دغه تحقیر تا زوروي؛ زما تبلیغات ستا احساسات دومره متأثر کړي، ځبلي او په کنترول کی راوستلي دي چی ته اوس زما تحقیر عین توقیر ګڼې. داځکه زه اوس د نورو په خطا ایستلو او استعمالولو کی ماهر سوی یم. ما ستا په حق کی ډیر تیری کړیدی؛ ظالم یم – دومره چی د خپل ظلم بخښنه هم ستا څخه نه غواړم. دابه ترهغو کوم چی بیا کوم مصلح راپیدا سي؛ ما پرخپل ځای کښینوي او اوسنی د ځنګل حاکم قانون چی زه یی چلوم په انسانی لیرلید او طرزالعمل بدل کړي. و ماذالک علی الله بعزیز.