کور / شعر / قلم

قلم

قلمه څه درباندې شوي دي اوس

تاخو له مينې سره تار پرې کړی

په خپله ژبه اوس دغم خبرې ډېرې کاږې

خوښۍ دې څه کړي دي ؟

له تانه چاوړې دي؟

دايې ښکاره که يې په غلا وړې دي؟

نه پو هېږم !

که دې په ورځ او که پر شپه

پر پآڼو وخوځوم

زه غواړم ښه وليکم

خواږه خواږه وليکم

ديار دې زړه وليکم

مينه ټپه وليکم

بس ته په بله لاړشې

دغم تصوير وباسې

تاته مې ګوتې او زړه غبرګ ژړيږي

دزړه له تاخه مې

شېبه د خوښۍ

لمحه لمحه دخوښۍ

لکه اسير وباسې

بس ته په بله لاړشې

دغم تصورير وباسې

۱۳۹۰-۹-۲۷