کور / اسلامي / دګاونډي دحقوقوبيان

دګاونډي دحقوقوبيان

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

ګاونډيان هغه دوه کسان دي چي يوه بل ته نږدي اوسيږي.
انسانيت اودهغه دتمدن اسا س ديوه بل سره په مرسته اومحبت ولاړدی.

په دې دُنياکي هرانسان بل انسان ته محتاج دی،که يووږی وي پر بل حق لري چي هغه ته خوراک ورکړي،که يوروغ وي نوبايددخپل رنځور ورور پوښتنه وکړي اوله حاله يې ځان خبراو ورسره لازمه مرسته وکړي،که په يوه غم وي بل بايدورسره شريک شي اودهغه سره همدردي وکړي.

په اخلاقي نظام سره بايدانسانان خپل چاپيريال سره وتړي اوسره يويې کړې.

انسانان چي څومره په ظاهرې،جسماني اومادي لحاظ سره له يوه اوبل څخه جلادي نوپه اخلاقي اوروحاني حيثيت سره پر دوی فرض ده چي دومره سره نږدې اويوشي.

اودومره بايدديوه بل سره خواخوږي ولري لکه ديوه بدن اعضاء چي وي.

اسلام په هغه کسانوچي يوه بل ته نږدي اوسي په خپل مينځ کي دمحبت،ميني اومرستي په کولوسره ټينګارکړی ځکه ددوی له يوه او بل څخه دبدوخطره هم زياته وي اويوه اوبل ته يې اړتياهم زياته وي.

عن عائشة وابن عمررضی الله عنهماعن النبي صلی الله عليه وسلم قال :مازال جبريل يوصيني بالجارحتی ظننتُ انه سيورثه (متفق عليه)

حضرت عائشه اوحضرت ابن عمررضی الله عنهماله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه ؤفرمايل:جبرئيل عليه السلام ماته هميشه دګاوندي په اړه وصيت کوي تردې چي مادافکروکړچي ګاونډی به دګاونډي وارث وگرزوي.(بخارې،مسلم)

تشريح:په دې حديث کي دګاونډي(څنگلوري)حقوق بيان شوي دي.

دې حديث ته که څوک پاملرنه وکړي نودا رښيې چي اسلام څومره د

خواخوږۍ دين دی چي دګاونډي اودهرچالپاره يې خاص حقوق ټاکلي دي اومسلمانانوته يې لارښوونه کړې چي دڅنگلوري به مراعت ساتي.

په عربوکي تراسلام مخکي هم دنوروقومونوپه نسبت نه يوازي داچي دګاونډي(همسايه) دحقوقوډېرمراعت ساتل کيده بلکي په دې به يې فخرکاوو چي دګاونډي سره ښه وکړي .

که به چادهغه ګاونډی ته تکليف ور رساوو نودهغه سره به يې جنګ کول هم دافتخارسبب گڼی.

داسلام دمبين دين په راتګ سره دعربوداعادت په يوڅه ترميم اواصلاح سره نورهم قوي کړل شواولازيات ورباندي ټينگاروکړل شو

په يوه حديث کي راغلي دي چي دالله پيغمبرصلی الله عليه وسلم وفرمايل:الله تعالی درې کسان خوښوي.
صحابي فرمايي:ماپوښتنه وکړه چي هغه درې کوم کسان دي چي الله تعالی ورسره مينه لري؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

يودالله په لارکي مجاهددی چي په صبراودثواب گټلوپه نيت دالله په لارکي جهادکوي تردې چي هغه شهيدشي اوتاسوداآيت په قرآن کريم کي پيداکوي شي

بيا(داايت مبارک)تلاوت کړ:ان الله يحب الذين يقاتلون في سبيله صفاکانهم بنيان مرصوص(يقيناالله تعالی دهغوکسانوسره مينه لري څوک چي دالله په لارکي داسي صفونه صفونه جنگېږي لکه دوی ديوال دی (چي دهغه خښتي)په يوه بل کي ننوتلی(محکم)وي!!

اودوهم هغه کس دی چي دده بدگاونډی وي،هغه يې زوروي،خودهغه پرزورولوصبرکوي.

تردې چي الله پاک يې له هغه وساتي اوياده ته مرگ راشي.(مسنداحمد،طبراني)

له دې حديث څخه معلومه شوه چي ښه گاونډی چي خپل گاونډي ته تکليف نه ورکوي نودی دالله تعالی محبوب بنده دی.

په يوه حديث کي راغلي دي:خيرُالاصحاب عندالله خيرُهم لصاحبه وخيرالجيران عندالله خيرهم لجاره(روه الترمذي)

دالله پاک په نزدپه ملگروکي غوره ملگری هغه دی څوک چي دخپل ملگري لپاره غوره وي.

اوپه گاونډيانوکي غوره گاونډی هغه دی چي دخپلوگاونډيانوپه حق کي غوره وي.

په يوه بل حديث کي راغلي دي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم

والله لايؤمن والله لايؤمن والله لايؤمن قيل من يارسول الله؟

قال الذي لايامن جاره بوائقه(متفق عليه)

وفرمايل : قسم په الله کوم چي ايماندارنه شي جوړيدلای، قسم په الله کوم چي ايماندارنه شي جوړيدئ، قسم په الله کوم چي ايماندارنه شي جوړيدئ،چاپوښتنه وکړه :ای دالله درسوله څوک ايمناندارنشي کيدای؟

ويې فرمايل :هغه څوک چي دچاله شره دهغه ګاونډی(همسايه)په امن نه وي!!

له حضرت عبدالله

بن مسعودرضی الله عنه څخه روايت دی چي يوه سړيرسول

الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ماته به څنګه معلوميږي چي زه نيک عمله يم که بدعمله ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :کله چي ته دخپل همسايه څخه اورې چي ته ښه کارونه کوي نوته نيک عمله يي اوکله چي ته له هغه څخه اورې چي ته بدکارونه کوي نوته بدعمله يي(ابن ماجه) يعني ستاښه والی اوبدوالی په ګاونډي پوري اړه لرې

اوتاته به دځان په هکله معلومات له ګاونډي څخه ترلاسه کيږي.

دعبدالرحمان بن ابي قرادرضی الله عنه څخه روايت دی چي يوه ورځ

رسول الله صلی الله عليه وسلم اودس کاوو صحابۀ کرامورضی الله عنهم درسول الله صلی الله عليه وسلم داوداسه اوبوپه خپلوبدنوپوري(دبرکت لپاره) موږلې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل :داڅه کوئ؟

هغوی وويل چي موږدالله اودهغه درسول سره مينه لرو!

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :څوک چي دالله اودهغه درسول سره مينه کول غواړي نو(هغه دي داکارونه وکړي)چي کله خبره کوي رښتيادي وايي.

کله څوک ورسره امانت کښيږدي نوبيرته دي يې (په ښه ډول سره)واپس کړي.

اوڅوک چي ورسره همسايه وي دهغه سره دي ښه همسايتوب وکړي

(مسنداحمد،بيهقې)

په يوه بل حديث کي راغلي دي

ليس المؤمن الذي يشبع وجاره جائع(طبراني کبير،المستدرک للحاکم)

چي هغه څوک مؤمن نشي کيدای چي ځان موړکړي اودده

همسايه دده په څنګ کي وږی وي!!

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي يوه سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي اې دالله رسول الله صلی الله عليه وسلم دفلانۍ ښځي په هکله ويل کېږي چي ډيرلمونځونه کوي،روژې نيسي اوخيراتونه کوي مګر(بداخلاقه ده)همسایه ګان زوروي؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :داښځه به دوزخ ته ځي!

هغه سړي بياوويل :اې دالله رسوله! دفلانۍ ښځي په هکله ويل کېږي چي لمونځونه هم کم کوې،روژې هم کمي نيسي اوخيرات دپنيردټکړي په اندازه کم کوي خوهمسايه ته تکليف نه ورکوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :داښځه به جنت ته ځي(احمد،بيهقې)

نودغواحاديثوته په پام کولوسره دهمسايه حقوق ډېرښه جوتېږي.

نوبايدچي دخپلوگاونډيانوسره ښه ژوندون تېرکړواوددوی له زورولوڅخه په کلکه ډډه وکړوڅوله تلپاتي بدمرغۍ څخه ځانونه وژغورو.

په دې هکله نورهم ډېرزيات احاديث شته چي دهغوټولوراغونډول ستونزمن کاردی.

الله پاک دي موږاوتاسوټولوته توفيق راکړي چي دخپلوگاونډيانولحاظ وساتو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين