کور / راپور / په ماسکو کي د افغانانو لخوا د نوي کال دجشن راپور

په ماسکو کي د افغانانو لخوا د نوي کال دجشن راپور

په مسکو کې مېشتو افغانو کډوالو – په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې پر مټ نوی کال يو ځل بيا په کنسرتونو او په زړه پورې خپرونو ونمانځی.

دغه ستره غونډه د نوي کال په لومړۍ شپه د مسکو په دروژ بنارودوف ( د خلکو د دوستۍ ) پوهنتون کې د ( نوی کال مو مبارک شه ! ) تر نامه لاندې جوړ شوې وه چې، د ګډونوالو شمېر يې کابو ۱۲۰۰ تنو ته رسېدی.
ياد پرګرام چې، د نوروز د ( ۵۶۹۲ ) مې کليزې د لرغوني آريايي جشن په وياړ جوړ شوی و په کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې د مشرتابه پر غړيو او کارکوونکو بر سېره په روسيه کې مېشتو افغانو مشرانو، افغانو پانګوالو، پېژندل شويو شخصيتونو، فرهنګيانو، په روسيه کې د يادې اتحادې د نماينده ګيو يوشمېر مسوولينو، د خلکو د دوستۍ پوهنتون محصلينو، په روسيه کې د افغانستان د سفارت اتشه نجيب الله شينواری، د مسکو د ښاروالۍ استازی واګرام وارکيسويچ، د مسکو د پوليسو له اکاډمۍ څخه يو شمېر افغان پوځيان، په مسکو کې د مګې مو پوهنتون د نړيوالو اړيکو د پوهنځيو استادانو او بهرنيو مېلمنو ګډون درلود.

په غونډه کې د مسکو مېشتو افغانو کورنيو ګډون او د ماشومانو شتون د غونډې نيمه برخه تشکيلوله.

غونډه په دوه برخو وېشل شوې وه ( ويناوې او کنسرت ). د پرګرام پيل د قرانکريم په تلاوت او د ګران افغانستان د ملي سرود په غږولو وشو.

د لومړۍ برخې دريز (سټېج) چارې مهوش پويه ګر او فهيم قاضي زاده پر غاړه درلودې چې، په پيل کې يې په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې له مرستيال ښاغلي مير عبدالله آغا څخه د خبرو کولو غوښتنه وکړه او نوموړی يې دريز ته وغوښت.

ښاغلي مير عبدالله آغا ټولو مېلمنوته ښه راغلاست وويل او د نوي کال له مبارکۍ څخه وروسته يې لاس لپه کړ او وويل:(( لوی څښتن تعالی دې (۱۳۹۲) لمريز کال افغانانو ته د خوشحاليو، نېکمرغيو، پرمختګونو، برياوو، ورورولۍ او اتفاق کال وګرځوي او الله (ج) دې دغمونو او ناخوالو لمن زموږ له وطنه ټوله او د سولې فضا دې د هېواد په هره کوڅه کې خپره کړي)).

نوموړي د خلکو د دوستۍ پوهنتون له همکاريو څخه مننه وکړه او د يادې اتحادې په هر اړخيزو هڅو او مرستو يې لنډه رڼا واچوله او زيا ته يې کړه چې: په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه کوښښ کوي تر څو خپل افغاني کلتور، افغاني دودنه، ملي او مذهبي کړنې تر تله ژوندۍ وساتي.

هغه زياته کړه په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې په لاس کې د شته امکاناتو په لرلو سره تر ډېره هڅه کړې او کوي يې تر څو د افغانانو ترمنځ د اړتيا وړ پرګرامونه ترسره کړي.

(( د مسکو مېشتو افغانانو ترمنځ د اخترونو نمانځل، د پسرلنيو غونډو نمانځل، له ملي او مذهبي ورځو څخه نمانځنه، د علمي کنفرانسونو جوړول، د نقاشۍ، رسامۍ، لاسي صنايو نندارتونونو پرانيستل، له بې وزلو کورنيو سره تر خپله وسه مالي او معنوي مرستې او د روسيې په اړوندو ښارونو کې د يادې اتحادې د نماينده ګيو پرانستل او په بېلابېلو سيمو کې د افغانانو له ژونده څخه احوال اخيستل او ستونزوته يې رسېدل ددې اتحاې له مهمو کارونو څخه دي)).

ښاغلي مير عبدالله آغا زياته کړه :(( په مورنيو او روسي ژبو د ښوونيز مکتب او د فرهنګي مرکز جوړول زموږ د فعاليتونو له لومړي توبونو څخه دي چې، کار پرې روان دی او په نږدې وختونو کې به انشاالله پای ته ورسيږي)).

د غونډې په دويمه وينا برخه کې په روسيه کې د افغانستان د سفارت اتشه نجيب الله شينواری وينا واوروله.

ښاغلي شينواري د نوي کال له مبارکۍ وروسته د نوروز په تاريخي قدامت خبرې وکړي او وويل: نوروز زموږ د کلتور يوه برخه ده چې، له هېڅ دين او مذهب سره تړاو نلري.

دغه راز شينواري په مسکو کې د خلکو د دوستۍ پوهنتون په افغانو محصلينو غږ وکړه چې:(( د خپل اسلامي او افغاني اخلاقو په جوکاټ کې د ژوند چارې مخکې يوسي او د روسيې د فدراتيف او د نوموړي پوهنتون وضع شويو قوانينو ته دې درناوی وکړي)).

دېته ورته د مسکو له ښاروالۍ څخه راغلي استازي واګرام وارکيسويچ سټېج ته وغوښتل شو چې، د نوي کال مبارکي يې وويله او ټولو افغانانو ته يې ۱۳۹۲ لمريز کال نېکمرغه وباله.

د غونډې په وينا برخه کې د افغانستان د مشرانو جرګې د رئيس “فضل هادي مسلميار” پيغام چې، د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ليکنې بڼه را استول شوی وو د مېرمن مهوش لخوا ګډونوالو ته وړاندې کړای شو.

د غونډې په دوهمه برخه کې سندرغاړو ته وار ورکړل شو چې، په نوروزي سندرو يې د کنسرت پيل وکړ او د ګډونوالو په خوښه يې سندرې وويلې، خوږ ژبی سندر غاړی ذکي غفوري او په روسيه کې پېژندل شوی سندر غاړی نور نصيب په خپلو پسرلنيو سندرو د ګډونوالو شېبې ګلورينې کړې.

له آلمان څخه را بللي هنرمندذبير پاداش په خپلو تمثيلي ټوټو د ګډونوالو پر شونډو مسکا خوره کړه.

له سندرغاړو وروسته د دريز چاري د خلکو د دوستۍ پوهنتون دوه وو تکړه وو محصلينو ( اسدالله نوري او فروغ سلطاني ) ته وسپارل شوې چې، د دوي له راتګ سره سم د غونډې فضا په چاکو، خندا ګانو او نڅاوو بدله شوه.

د هر افغان پر شونډو مسکا خوره وه، خوښيو د کډوالۍ په ژوند کې هر افغان ته غېږ ورکړې وه.

د وياندانو له لورې د نوروزي او مينه ناکو بيتونو لوستل او د ګډونوالو لخوا د يوځل بيا وايه ، يوځل بيا وايه نارو کنسرت تر پايه مست ساتلی و.

د ګران افغانستان ملي اتڼ، قرصک، پښتو او هزاره ګي سندرې او نورې قطغني نڅاوې هغه څه ول چې، په مسکو کې د خلکو د دوستۍ پوهنتون د يوشمېر محصلينو له لورې وړاندې شول.

د هرې سندرې او نڅا په پای کې د ګډونوالو چاکو او کرېغو د کنسرت لړۍ لا پسې غزوله.

په روسيه کې د مېشتو افغانانو د اتحادې له لورې بل ځوان او تکړه افغان سندر غاړی جېلان آرين ته هم بلنه ورکړل شوي وه چې، نوموړي په خپلو خوندورو سندرو د کنسرت وروستۍ شېبې لا پسې رنګينې کړې

د کنسرت په پای کې د يادې اتحادې له لورې لاسي شنه ګلان راوړل شوي ول چې، د يوشمېر ګډون والو: محمد بصير عمر، جمعه داد خان، عبدلرحيم لنګري، جنرال محمد عوض، نورالله ملتفت، ډاکټر شېرحسن حسن، جعفر ياوري، داوود پيلوټ او استاذ عبدالله له لوري هنرمندانو او د غونډې وړاندې کوونکوته د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

په پای پای کې د نوموړې اتحادې بل مرستيال ښاغلي خواجه مير احمد هم په خپل وار ټولو ګډونوالو ته د نوي کال مبارکي ورکړه او زياته يې کړه چې، خدای دې دا کال په وطن کې د نېکمرغۍ، سولې او ورولۍ کال کړي.

غونډه مازيګر مهال پنځه بجې پيل د ماخوستن په يولسو بجو د ماښامنۍ له خوړلو وروسته پای ته ورسېده.