کور / راپور / په اديسه کي افغانانو د نوي کال ورځ (بزګر ورځ )ولمانځل

په اديسه کي افغانانو د نوي کال ورځ (بزګر ورځ )ولمانځل

د مارچ د مياشتي پر درويشتمه چي د مرغومي دريمه ده د اوکراين جمهوريت په اديسه ښار کي د افغان ـ پامير په سالون کي ډيرو افغانانو د نورز په جشن کي ګډون وکړ .
د غونډي په پيل کي د قرآن کريم تلاوت وسو او ورپسې د ګران وطن افغانستان ملي سرود واورول سو.
وروسته د غونډي ګډونوالو دنوي کال د ميلې په هکله ويناوي، شعرونه و لوستل او د الله د دربار څخه يې وغوښتل چي په ګران وطن کي سوله راسي ، افغانان د توپک پر ځای قلم ته لاس ور واچوي او د ورانولو پر ځای د هيواد ابادولو ته ملا وتړي.
پاته دي نه وي چي په دې ميله کي د سلو په شاوخوا کي ماشومانو هم ګډون کړی وو او دنوي کال ميله يې نوره هم خوندوره کړې وه .
د افغاني ښونځی د ماشومو نجونو ترانه او د همدې ښونځی د کوچنيو هلکانو له خوا د ملي اتڼ کول تر ټولو ښکلې ننداره وه.
په دغه غونډه چي د افغانو فرهنګپالو په ونډواو مرستو جوړه سوې وه ، ټولو کوچنيانو ته تحفې ورکړه سوې او د ټولوماشومانو په څيرو کي خوښي له ورايه ليدل کيده.

دا ميله چي د مازديګر پر شپږ بجي پيل سوه د شپې تر دولس بجو پوري د منيرجان فواد په خواږه اواز کي په سندرو او ټوکو ويلو سره ادامه درلوده.

د اديسه ښار د ټو لو فرهنګپالو څخه مننه چي دنوي کال په تجليل کي يې زموږ سره مادي او معنو مرسته کړيده.