کور / راپور / ستورو ته ناست یم له سیتاره سره مخکتنه وشوه

ستورو ته ناست یم له سیتاره سره مخکتنه وشوه

په کابل کې د پښتو ژبې د ځوان شاعر او لیکوال سعید زابلي د( ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) کتاب مخکتنه وشوه. 


د دې کتاب د مخکتنې غونډه د پنجشنبې په ماسپښين پامير سېنما ته څېرمه (د کتاب ښار، نن ځوانانو، او کتاب چینه) له لورې په کتاب ښارکې د استاد نجيب منلې په وينا په داسې حال کې پيل شوه، چې د هېواد بېلا بېلو سېمو شاعرانو ليکوالانو او د شعر مينوالو پکې ګډون کړی وو، تر ماښام ناوخته پورې يې دوام درلود.
په دغه غونډه کې ګڼ شمېر ليکوالانو او شاعرانو د سعېد زابلي په شعرې ټولګې باندي مقالې او ويناوي واورولې.
 


دغونډي په پیل کې استاد نجيب منلې وويل چې په کتاب ښار کې د د پښتنو ليکوالو په شعرونو څېړنیزو اوتحقېقې اثارو باندي د مخکتني له غونډوڅخه يې موخه پښتو ادب او کلتور ته وده ورکول او د هغو ځوانانو ستايل دي چې په دې لاره کې ستړي ګالي.
همدارنګه استاد منلې د سعيد زابلي دشاعري په اړه هم پراخې خبري وکړي او دستايلو ترڅنګ يې د ده په ځينو بیتونو باندي نیوکه درلوده چې ګوياد احساساتو ښکار شوې.
د غونډي دوهم وينا وال د ميدان وردګو پخوانی والي حليم فدايي وو چې د زابلي د شعرونو په اړه يې له خپل ليد لوري رڼا واچوله.
ښاغلي فدايې په ځانګړي ډول د زابلي هغه بیتونه چې پکې ويل شوې ( خونه د پښتون  چې پکې پاکه خدايه ړنګه ده / دا دنیا دي اور واخلې او دا دانيا بدرنګه ده) احساساتې نه بلکه د د عربې ژبې د اصطلاح له مخې تغلظي وبلل چې په وينا يې په اورېدلو او لوستلو کې يې باید عمق ته پاملرنه وشي.
د نوموې په خبره دې ته بايد فکر وشې چې دا بیتونه ولې ویل شوې، ده يې علت په ټولنه کې ژورې ستونزي او روانې ناخوالې په ګوته کړې.
د میدان وردګو له  پخوانې والې حليم فدايې څخه وروسته د نن ځوانانو د مدنې ټولنې مشر ډاکټر فیض محمد ځلاند وو چې د زابلي د شعر په اړه يې  لومړی وينا او  وروسته مقاله واوروله.
 


ډاکټر ځلاند وويل چې مخکې هم په کابل کې د سعيد زابلي په ( ستورو ته ناست یم له سيتاره سره ) کتاب باندي د مخکتني غونډه جوړه شوې وه. خو دا ځل د دوی له لوري ځکه دا غونډه پرې جوړه شوه چې د کتاب منځپانګه خورا ارزښتناکه او ولس ته له ټولنیزو پيغامونو ډکه ده.
ښاغلي ځلاند ژمنه وکړه چې د سعيد په څير په نورو شاعرانو او لیکوالانو به هم ورته غونډي دايروي
نوموړي په ځانګړيې توګه د سعيد زابلي په هغو بیتونو باندې خبرې کړې وې چې د لیډرشیپ په اړه يې ډیر څه لرل، په وینا يې چې  زابلي په خپل شعر کې ډیرې مهمې مسئلې ته اشاره کړې ده.


ورپسې د پښتو ژبې تکړه طنزليکونکي ‌عبدالهاشم ناصري د سعید زابلي په شاعري کې د طنزي څرکونه تر عنوان لاندي مقاله واوروله چې د مقالې مرکزي ټکی يې دده په شعر کې په طنزيه ډول ټولنې ته د ژورو پيغامونو لېږدول وو.
 
بله مقاله د تر جمان شاعر تر عنوان لاندي  له کندهار څخه د راغلي لیکوال او شاعر عصمت الله بهېر وه
سعيد زابلی پکې د ټولنې په درد دردمند او د دحالاتو ترجمان شاعر ښودل شوی وو
په غونډه کې د مقالو تر څنګ
ارشاد رغاند، ‌‌طایر ځلاند، عزت الله شمسزی، محمود مرهون، ډاکټر ظاهررشیدي، عبدالقیوم قیام، میراحمدیاد ویناوې وکړې، دوی هم په خپل وار په خپلو خبرو کې د سعید زابلي دشعرد ستاينې تر څنګ په پراخ زړه نيمګړتياوو ته ګوته ونيوله .
د غونډي په پای کې د کتاب شاعر سعيد زابلي له ټولو وينا والو او مقاله لیکونکو څخه مننه وکړه، د دوی تشویق او لار ښوونې يې په دې لاره کې د راتلونکي مشالونه وګڼل او د لاندي غزل په اورولو سره يې خپلې خبري پای ته ورسولې.
 


كه غواړې دلته وي څراغ او هم هوا سلامت
لپه كې زړه د ولس ونيسه باچا سلامت
 


دا ژوند دې ورك شي، دا خلوت راته ګنا ښكاريږي
نه چا دعا راكړه اونه يې هم ښېرا سلامت
 


حكمت دې جار خدايه، خو دې وطن ته څه پيښه ده
نې مقتدي پر لاره سم ځي، نه ملا سلامت
 


د پردو راج دى زموږ هسې په كې خولې دې ژوندۍ
زما وطنه خداى دې وساته ښكلا سلامت
 


سپرليه هسې دې په دغه مالت پيښه وكړه
نه به ګلاب له غوټې ووځي، نه لالا سلامت
 


سعيد به څله كوې ويره ښه ډاډه ګرځيږي
مورجانې اوس هم راسره ده ستا دعا سلامت
 د يادوني وړ دی چې «کتاب ښار» د ۱۳۹۰ کال د تلې په دېرشمه د یو شمېر کتاب مینه والو په حضور کې د کابل د سینماپامیر د څوارلس پوړیزې ودانۍ په دویم پوړ کې پرانیستل شوچې په کابل کې د کتابونو یو مناسب مر کز دی چې د کتابونو د پلورلو تر څنګ دکتابونو د مخکتني په پار غونډي هم دایروي