نورستان د وسله والو طالبانو لاسته ورځي

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2013


نورستان دهیواد په ختیځه کي سیمه کي یو غرنی ولایت دي دا ولایت په دریو سیمو ویشل شوي چی دهغي له جملي شرقي نورستان غربي نورستان او مرکزي نورستان دي په شرقی نورستان کي کامدیش او برګمټال ولسوالی شتون لری غربی نورستان کي نورګرام دواب اومنډول ولسوالي شتون لري مرکزي نورستان کي وامه وایګل او پارون شتون لري دا ولایت له بدخشان پنجشیر لغمان او کونړ ولایت سره نښتي پولي لري همدارنګه یاد غرني ولایت له ګاونډي هیواد پاکستان سره ۲۲۰ کیلومټره ګډه پوله لري یاد ولایت که څه هم په لومړنیو کی یو له امن ترینو ولایتونو نه وه خو په ورستیو کي دا ولایت دجنګ په یوه عملي ډګر ګرځیدلۍ دی موده وړاندي ددي ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي بهرني ځواکونه او دهیواد ملي اردو ځای پرځای شول خو دوسلوالو طالبانو دزیات زور له امله یي ډیرۍ زیانونه ولیدل او تردي چی له دی ولایت نه ووتل اوس یاد ولایت کي دافغان ملي اردو ځواکونه شتون نه لري ددي ولایت ډیري اوسیدونکي په دی نظر دي چی مرکزي دولت شا اړول یاد ولایت ته سخت زیانمنونکي دي دوی زیاتوي چی که دکابل اداره دافکر کوي نورستان که طالبان ونیسي نو دوی به یی په کابل خطر احساس نه کړي سمه نه ده دوي واي چی افغان دولت ډیری ځل داویلي چی دپاکستان هیواد نه افغانستان خاوری ته وسلوال دفغالیتونو لپاره راځي نو دوی که رښتیا هم په دي باور لري چي له پاکستانه افغانستان ته وسلوال راځي او دلته دافغان دولت په وړاندی مبارزه کوي نو یو داسی ولایت چی له پاکستان سره ۲۲۰ کیلومتره اوږده پوله لری نو افغان دولت په دی څنګه ځان باوري کولاي شي چی د ګوتو په شمیر سرحدی پولیس به دراتلونکو وسلوالو مخه ونیسي دیاد ولایت خلک واي چي نور یي په افغان دولت باور له منځه تللي دوي زیاتوي چی تل یی ورته ژمني ورکړي دي چی یاد ولایت ته به افغان ملی اردو یوه قوي ډله ور استوي خو داهغه څو وه چي تیرو اتو کلونو کي دنورستان خلک پري تیر ایستل شول.

یو شمیر نورو خلکو دمرکو په حال کی وویل چی ددولت سره ودریدو خو مونږ دولت بیرته ناهیلي پریښودو دوي داهم راته وویل چی دڅلورمي پیاده لیوا په نامه چي په د فاع وزارت کي دنورستان په نوم ده په ننګرهار اوکونړ ولایتونو کي فغالیت کوي خو دنورستان په خاوره یی پل نه دي ایښي دوي له خولي که افغان دولت راتلونکي اوړي ته یاد ولایت لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه ترخه نه کړي نو لیري نه ده چی یاد ولایت به وسلوال طالبان ونیسي.

دنورستان دملی امنیت ریاست یوي باوري سرچیني دنوم دنه ښودلو په شرط وویل چي په وایګل او کامدیش ولسوالیو کي دوسلوالو طالبانو او دحزب اسلامی تر څنګ القاعده لشکر طییبه لشکر جنګجوي جالشهداي اشاغت او نوری مختلفي جنګي ډلي شته چي په یادو سیمو کي شتون لري او غواړي چی دپسرلی په راتګ سره یاد ولایت ترخپل کنټرول لاندی راولي.

دنورستان ولایت دامنیي قومنداني سرپرست مسول سمونوال علام فاروق نورستاني واي چی په یاد ولایت کي دوي سیمیز دغامه نظم او دخاصو ځواکونو پولیس نه لري نوموړی وای چی ددوي دملی پولیسو تشکیل ډیر کم دي او په کمو وسایلو دوي له وسلوالو سره مبارزه کوي نوموړی زیاتوي چی دیاد ولایت دوایګل ولسوالي او دکامدیش ولسوالي ډیری برخي دوسلوالو طالبانو په لاس کی دي او دوی ددی وړتیا نه لری چی یادی سیمي دی په یوازی توګه ملي پولیسو په شتون بیرته ونیسي.

دی هم دا خطر لری نه بولي که چیری مرکزي دولت همداسي لاس ترزنی کیني نو داولایت به له سقوط سره مخ شي.

له بل لوري دنورستان ولایت دولایتي شورا سرپرست مسول ډاکټر شمس الدین اصیلزاده مرکزي دولت په دي تورنوي چي له نورستان سره دمور او دمیري چلند کوي دده په خبره چي که چیري یاد ولایت راتلونکي اوړی هم همدا پولیس ولري او نور امنیتی ځواکونه یی مرستي ته مخه وروانړوی نو دابه له شک پرته وي چي نورستان ولایت به دوسلوالو مخالفینو ترکنټرول لاندي وي او بیا به مرکزي دولت هم په کابل دوسلوالو مخالفینو له کوي بریدونو خوندي نه وي.

دوسلوالو طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد راسره په خبرو کي وویل چي دنورستان په سلو کی اتیا فیصد اوس ددوي تر ولکي لاندي دي نومووړي واي چي دوانټ وایګل کامدش او منډول ولسوالي هغه ولسوالي دي چي ټولي ددوي ترکنټرول لاندي دي مجاهد زیاتوي چی نورګرام دواب برګمټال او وامه هغه ولسوالي دي چي مرکزونه یی یوازي ددولت په لاس کي دي او دوي نه شی کولاي چي په خپل شاوخوا هم ولکه ولري دده په خبره چي دوي دپسرلي په راتګ سره نه یوازي په نورستان بلکي په ټول افغانستان کي پراخ عملیات پیل کړي او ددي عملیاتو له ترسره کیدو سره به نورنه افغان دولت او نه هم ددوي نړیوال متخدین ارامه سا واخلي.

یوه بله له ضروري خبرو هغه داده چي نورستان کي کم پولیس اوس له نورو ستونزو سره هم مخ دي دوي کافی وسلي او تجهیزات نه لري دامنیه قومنداني یوی باوری سرچیني راته وویل چي دوي دمرمیو او وسلو له سخت کمښت سره مخ دي نوموړی سرچینه واي چی له نورو ځایونو دوي وسلی نه شي رالیږدولي ځکه نورستان ته راعلي لاری د طالبانو په ولکه کي دي او هیلیکپټرونه خو په دری څلورو میاشتو کي یو واري هم په ډیرو غوښتنو یاد ولایت ته راشي خو هغوي هم ددوي وسلي نه لیږدوي له بل لوري نورستان کی پولیس زري دار موټر نه لري یوازي د ګوټو په شمار رینجر موټرونه شتون لري چی هغه هم اوس ډیری له منځه تللي او دترمیم کوم ورکشاپ دلته نشته چي یادي ویجاړي موټري بیرته ورغوي.

دنورستان والي تمیم نورستاني وایي چي دیاد ولایت امنیتي ستونزو دخل په موخه یي ډیري امنیتي اورګانونو سره لیدلي ولي هغوي له دوي سره لازمي مرستي نه کوي دده په وینا چي که چیري نورستان ته راغلی لاري بیرته له وسلوالو ونیول شي نو ددوي ډیري ستونزي به له منځه ولاړي شي دنورستانی دمعلوماتو له مخي چي امنیتي اورګانونو او دهیواد تر جمهور ریس پوري یی خبر رسولي چي که روان کال کي داولایت له وسلوالو طالبانو ونه ژعورل شي نو دا ولایت به له سقوط سره مخ شي.

Copyright Larawbar 2007-2024