دکندهارشاعرانودجمعې دورځي غونډه وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2013


دکندهارشاعرانواو ليکوالانودمعمول سره سم دجمعې دورځي غونډه دکندهارولايت په سرکاري باغ کښي وکړه په دغه غونډه کښي دتير په څير اتويشتوشاعرانواو ليکولانوبرخه اخستې وه ياد شاعران او ليکولان سهارپرنهه بجې دکندهارولايت دارغنداب ولسوالۍ دسرکاري باغ سمي ته ولاړه او هلته ئې دډوډي دخوړولو وروسته پر يوه نيمه بجه لومړي دمسعود اغاهاشمي پرشعر کره کتنه ورپسي دعبدالرحمن بابا دبيت پرليکه في البديهه مشاعره په وروستي برخه کښي ازاده مشاعره وسوه ياده غونډه دځوان شاعراو ليکوال حبيب الله قلمل دڅومبارکواياتونوپه تلاوت سره شروع سوه.



دغونډي مشر شاعراو ليکوال استادنوراحمد قرانمل وه او ميلمانه ئې واصل حسنيار او جلاالرحمن شرر وه او دغونډي دوياندويي چاري ثناءالله مخلص پرمخ وړلې دپيل خبري ليکوال او شاعرواصل حسنيار وکړي ښاغلي حسنيار وويل زء نن ډير خوشبخته يم چي په يوداسي ښکلې او پرتمنينه غونډه کښي مي اشتراک کړي دي چي واقعآ هم دهرڅونه ستايلو وړده او دايوستر افتکار دي چي دهري جمعې په ورځ بېله کومه ځنډه څخه دکندهارشاعران او ليکولان دکندهاروښکلي مېله ځاي ته راځي او دلته دغسي ښکلي غونډي کوي واقعآ داډير دخوشحالي زيري دي نوموړي وايي ((زء نن ځان ډير خوشبخته ګڼمه چي په يوداسي ښکلې غونډه کښي ګډون کوم او زء هيله من يم چي داسي غونډي به رواني ساتو چي دايو ښکلي نوښت دي چي موږاوتاسو کړي دي ))دښاغلي حسنيار ترخبرو وروسته دمسعود اغا هاشمي پرشعر کره کتنه وسوه په دويمه برخه کښي دعبدالرحمن بابا دشعر پرليکه في البديهه مشاعره وسوه چي دهرشاعريويوبيت ئې دمثال په توګه درته راوړم


په ښه خوي دبدخواها نوبې پروا يم


په نرمــــــي لکه اوبه داورســــــزا يم


رحمان بابا


تلوسه دمحبــــت راسره درومــــي


که ملــــګري راسره وي که تنهـايم


حاجي غلام نبي( (سعيد))


په يارانـــــــوپه ګلانــــــواوســـــــندرو


دژونـدون غـوندي په دغه درو زه پايم


احمد ((فاني))


ته مي ټولـــي نيـــمګړتيـــاوي که په ګوته


زء به هره يـــوه جــــــلاجـــــلا درســـــتايم


بشيراحمد ((قادري))


ماويل ټول پښـــــــــــتانه به سره يــوکړي


خــــواوس زء هغوملــــــګروته په دوعا يم


واصل ((حسنيار))


په وجودکــښي مي وجود ئې زء دي ويـــنم


زء له عشــــقه خـــپل وجود ته په نــــڅايم


ګران اغا ((الفتيار))


دوجــودنسيـــــم دي راغــــــي ترمشــــامه


دقـــــدرت دلارڅارګـــــرد هري خـــوايــــم


استادنوراحمد((قرانمل))


نورئې تاب دبيلتــــــانه راسره نســــــــــته


په تــياروکـــښي يم روان په واويــــلا يـــم


مسعود((هاشمي))


چاچي دردوي په هنـــرپه شــعرکښي نغښـــتي


زء دهــــــغه چاغـــــزل په عـــــمر ستـــايــــــــم


حبيب الله ((قلمل))


بيلتـــــــانه يــــم داسي حــــال ته رســــولي


لکـــــــه لوردياردغـــــمه په کوږپــــرملايــــم


حيات الله ((څرک))


سهارراغلــــم غرمـــه ســـوه اوس ماښام ســوو


لاهنـــــــــوذديـــاردمـــخ پـــه تمـــاشــــايـــم


جلاالرحمان ((شرر))


دبازاره ســـــتړي راغلــــــمه ميــــــــــــــلې ته


دلته جــــــبرآ په ســــــيالي شــــــعرونه وايـــم


ګلالي ((ګلدم))


چي يارانــــــوسره مل وم قــــــــبول نه ســــوم


توبــــــه ګاره ديـــــاربه په رښــتيــــــــا يــــم


ډاکټرعطاءالله ((تاج))


دژونـــدون ســـــلــــسه پاته ترانــــــــــجامه


بــــــې اجلــــــه دمــــرګ په تمنـــــــــا يـــم


فيض محمد((ښادنام))


د فې البديهې مشاعرې بيتونه ډيروء مادلته دهرشاعريويو بيت راوړي په دريمه او وروستي برخه کښي ازاده مشاعره وسوء چي ټولوشاعرانو په خبل نوبت سره خپل ليکل سوي شعرونه پربرخوالو واورول او دبرخوالو لخوا په تودو چکچکو بدرګه کېده دغونډي په اخر کښي دغونډي مشر استاد نوراحمد قرانمل دغونډي ارزيابي په اړه خبري وکړي ښاغلي استادقرانمل د  دا ډول غونډوپه جوړولو خوښي وښوده او نني غونډه ئې دخپلوخاطرو په ليست کښي شامله خاطره وګڼله او وويل چي په دا ډول غونډوکښي موږاوتاسو يو دبل څخه ډير څه زده کولاي سوو چي ښه بيلګه ئې دنني غونډي کره کتنه اوفي البديهه مشاعره وء چي زيات وخت مودهاشمي صاحب پرشعرکره کتنه وکړه چي ډير ښايسته او مفصل بحث وه او مانن ډيرښايسته نظرونه واوريدل دملګرو لخوا څخه چي ماته خپله ډيرپه زړه پوري وه په دې اړه استادقرانمل وويل((په نني غونډه کښي زماګډون کول زما دښوخاطرو په ليست کښي شامله خاطرده چي ماته ډيره په زړه پوري وه او پرتاسو دي افرين وي چي په يوداسي ماحول کښي مودونه اتفاق کړي دي او راټول سوي ياست او دغسي ښکلي غونډي جوړوي موږاوتاسو ته دي خداي ج نوروس او توفيق راکړي چي نور هم داسي ښکلي غونډي وکړي ))داستادنوراحمدقرانمل دخبرو وروسته غونډه پرپنځه بجې او ديرش دقيقې قيام الدين قيادت په دوعاويلوسره پاي ته ورسيده.

Copyright Larawbar 2007-2024