کور / نثر / دمولانا په دوره کي دحکومت ټولنيزه اوضاع

دمولانا په دوره کي دحکومت ټولنيزه اوضاع

موضوع : دمولنا رومي صاحب سيمينار
عنوان : دمولنا په دوره کي دحکومت ټولنيزه اوضاع
نېټه : ٢١/١/١٣٩٢
ليکونکى : نوراحمد قران مل
                                       
مولناجلالدين محمد بلخي ثم رومي دخوزارم شاه په دوره کي دې فاني نړۍ ته سترګي پرانيستې ، خوارزمشا دمولنا داستوګني وطن چي دغوريانو په واک کښي وو په ٦٠٢لمري کال کي تر سلطې لاندي راووست  مولنا  پخپل هغه اشعارو کي هلته يې ويلي دخپل هجران او بېلتون  له امله ځان په وينو ککړ ښاوه ، دخوارزمشا او غوريانو تر منځ جګړې چي   په (٦٠٤ـــ٦١١) ق خراسان ، ماورا النهر ، بلخ ، سمرقند يې تر پوښښ  لاندي وو تر څو چي ددې جګړې دلړيو ليکي تر مشهد او نيشاپور پوري وغځېدې چي سلطه يې  سلطان محمد خوارزم په ولکه کي واخيستل ، غور ، مارا والنهر و شنسبيان  او غوريان  دايلک خان په ولکه کي ، فارس او عراق داتابکيانو په ولکه کي وه چي دمحمدخوارزم شاه په وړاندي يې تسليمي وښوول  چي پدې سره دخوارزم  ددولت  قلمرو پراخ سو ،دفارسي ژبي په قلمرو له کاشغره تر شېرازه ، له خوارزمه تر همدانه پوري ورسيده  چي هډو دسلجوقيانو له واکمنۍ (روم) پرته يې نور ځايونه له قلمروه پاتي نه وه ان تر دې چي دبغداد خليفه ناصر يې په وړاندي دتوطيئو او دسيسو له پاره لاس په کار سو له تر کانو سره يې په ګډه دخوارزمشاه په وړاندي دې لړۍ ته دوام ورکړ ناصر دخپل خشونت په لړ کي دخپل توان تر حده پوري يو ځاى هم  پرېنښود ، هغه دخوارزمشاه  دځپني لپاره تر همدانه  خپل يو لښکر سوق کړ ولي دهغه مقاومت دوام داره نه بلکه بيرته دبغداد تر پولو  پر شاه ولاړى دې جګړو تر ډېره وخت دوام وکړ اړتيا ددې پېښي سوې چي دسلجوقيانو ، غوريانو او وړو وړو پاوڅونو په مقابل کي لښکر کشۍ وسي
                            دخوازمشا په دربار کي دتصوفي او مذهبي بيلا بېلو فريقو  درا ټوکېدو نوې سلسله را پيل سوه  همدا وو چي اهل تصوفو تر څنګ دمعتزله ؤ   ډلي هم نفوذ وکړ  چي داهل تنزيه په نوم ياد سول ،
                            دتصوف په پيروانو کي  دشيخ کبري موجوديت او په عوامو کي دهغه نفوذ خوارزمشاه ته  ويره او تهديد ورکاوه
                      اشعريانو هم په ميده او وړو فعاليتونو سره کله په ښکاره او کله په پټه  دالهياتو دفلسفې  دتعقيب په نوم  بانډارونه او له نورو مذاهبو سره کجبحثۍ کولې
                              اهل سنتو په ځانګړي ډول  احنافو چي دنورو مذاهبو په پرتله زيات پيروان لرل  پر نورو يې دبې لارو  فتواوي ور کولې چي دې کړنو دشعيه او سوني په نوم عامه ذهنيت  مغشوشاوه
                               په دربار کي دخوازمشا تر امر لاندي در باريانو په ښکاره سلطان ته دور نژدې کېدو او په پټه هغه ته  د توطئو جوړولو او تخت را چپه کولو  هڅي لرلې ، دخوارمشا کورنۍ جوړ په منظم ډول له نيکونو څخه دمذهب سره فکري او عملي علاقه ثابتوله  ، د خوزارزم شا کورنۍ دخپلو تېرو اسلافو غوندي تر مذهبي اغېزي لاندي وه چي پد ې سره نوموړي په مذهبي ډول دزيات نفوذ په لرلو دا توان در لود  چي په دربار او له څخه په دباندنۍ ساحه کي دځان او دولت ساتنه ممکنه کړي
دمولنا تر زوکړي مخکي چي بلخ هم دخوارزمشا په ولکه کي وو  چي دا وخت ٦٠٣ سنه وه   دمذهبي او تصوفي تبليغيانو  شمېره هم زياته وه له دويه څخه  بهاؤالدين  يو مبلغ و  چي دنورو په پرتله لوړ يې منصب در لود   يو علت  يې هم پخپله  دنورو سرلوړۍ  دپاچا له خاندان سره دهغه اړيکي بلل کېدلې  چي سلطان ته يې زيات تقرب درلود ، خو سلطان دده له نظرياتو سره موافق نه وو   دهغه مذهبي فلسفه يې  له حنيفيت سره متغايره بلل له ده سره  نه توافق ، دبغداد دخليفه په وړاندي دلښکر استول ، او  دشيخ الشيوخ شهاب الدين عمر سهروردی په وړاندي  ناخوښي کوم  چي دبغداد دخليفه لخوا ده ته د دسفير په توګه راغلئ  او دنوموړي سفير شوم پلان چي  د شيخ مجد الدين بغدادی صوفی  دمړيني لپاره يې تر تيب کړى وو کوم چي پاچا ته ډېر محبوب وو  خوارازمشا نا خوښه او نارامه کړ  دې کړني سلطان پر طريقت او تصوفو بې باور کړ  او دده پر ذهن يې منفي اثر وښنده هغه پدې سره پر اهل ذهدو کسانو هم بې باوره سو  پدې وخت دافغانستان بلخ  داسلامي علومو يو ستر مرکز وو   دې ښار دشرق د تصوفي  طريقو په راپيلېدونو کي خورا نوم در لود داسلامي نړۍ ډېر ديني علما‌ؤ استوګنځاى هم  په لمړيو پېړيو کي  همدا بلخ وو   مخکي لدې چي داښار دبوديزم دمرکز په نوم ياد سوى وي   او دبودايي دين  ځيني عقيدتي نظريات دهغه وخت  په توصوفو دانعکاس لرلو په تور ياد سي ولي  ابراهيم ادهم (رح) ، دهغه نظرياتو رد  وکړ او او دبودا نظريه صرف يوه افسانه وبلل.
                            امام فخرالدين رازي چي پخپل وخت کي  دمحمد خوارزمشاه يو دروند محب او ورته داحترام وړ څوک برېښېده  دمولنا جلالدين رومي دوړکتوب  په دوره کي دبلخ له لويو علماؤ څخه وو
 داسي ويل کېږي امام فخر رازي (رح) چي دخپل وخت مفسر دقران کريم بلل کېده محمد خوارزمشاه يې  دې ته پارولى وو چي داهل تصوفو په وړاندي له توندۍ څخه کار واخلي چي پدې سره  مجدد الدين عراقي خپل ځان  په ٦١٦ قمري کي دآمو سيند ته واچاوه او غرق سو  بهاؤالدين هم همداسي وکړل  مولنا جلال الدين چي په  ارثي ترکه کي يې د بهاؤالدين سره تړاو دهغه په سبب يې  امام فخر الدين رازي ته د(سره کافر) خطاب کاوه  لکه چي وايي :
اندر اين بحث ار خرد ره بين بدی
فخر رازی راز دار دين بدی
کله چي دمغولو داسونو پښې دير غل په موخه  په 617ق کښي پر بلخ را پورته او پرافغانستان  معاصرو منظمو لښکر کښيو  پيلامه را جوته سوې   دبلخ دلتاړ ، چور ، غارت او قتل يو تاريخي  سيمپل بلل کېږي مولنا يې په اړ وند وايي :
چون تو در بلخی روان شوي سوی بغداد ای پدر
تا به هردم دورتر باشی ز مرو و ازهری
علاؤ الدين محمد بلخي چي په خپله دوره کي په يوه اړخ کي تر خپل قلمرو لاندي دمذهبي کشماکشونو ، په بل اړخ کي  ددر باري غوړه مالانو  په ناندريو  په وروسته پسي  دمغولو په وړاندي مقامت او بيا ماتي له ذهني او فکري کشماکشونو سره مخ کړ   دنوموړي په دوران کي  دمولنا جلاالدين محمد بلخي  دطفوليت او صغارت دوره  له بحرانونو ډکه  وه .
مننه
 
غريبک کتابتون
١٣٩٢/١/١٨