کور / شعر / نن شپه مې رګ رګ کې یو اور غځیږي

نن شپه مې رګ رګ کې یو اور غځیږي

ستا ترکلیزې یوه اونۍ وروسته 


نن شپه مې رګ  رګ کې یو اور غځیږي


لکه ستاسترګو ته چې نیغ درګورم


دسندرغاړې خوږ نظر زما په سترګو خښ دی


دنیم تیاره او نیم رڼا څراغ تر چتر لاندې


دیوغزل له ترنم سره هوا ته وځم


دهارمونیې له ستوني ستا دنیم کښو نظر ښکلا اورمه


دګیتار تار مې لکه ستا موسکا                  


                                                              دزړه په کوڅه لار تیروي


اوپر تبله چې ګوتې ناڅي ، لکه ته چې خاندې


پر پیاله  شنه لمبه  راتاو شي لکه ستا دکمیس بله جلوه


بهر باران دی ، برسات چیغې وهي


خدایزه چې دومره لرې


داستا دزلفو وږم څنګه راغی ؟


باد او باران


غزل او اور دپیالې


ټول سربداله ناڅي


داستا دعطرو نشه چیرې ده ،


                                             چې ومرم پسې ؟


 


  ۱۷- حمل  – ۱۳۹۲


ډیلی –  هندوستان