کور / شعر / لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي
بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي
آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

دلته د چا پښتنه څوک وکوي
چې مې په کور داړه ماران پراته دي
دا بې وسۍ دا بې کسۍ ته ګورۍ
په لر او بر مې یتیمان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

هر یو چې ګورې ځان ځانۍ کې ډوب دی
بل یې دی هېر په څوچ د ځان پراته دي
د ملي ګټو څوک پروا نکوي
د شخصي ګټو په ارمان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

نه خپل یتيم نه بېت المال ته ګوري
مړښت یې نشته ټول دېوان پراته دي
د اختلاص، چور په مافېا بدل شول
په هر قدم کې پاټکیان پراته دي

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

داسې پېغور دا بې ننګي ته ګورۍ
دلته بې ننګه ټول لټان پراته دي
دا ځېنې ، ځېنې عالمان پوهان زمونږ
تل د‌ پردو په دسترخان پراته دي

آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

دلته لارښود نشته مخکښ نشته دی
ځکه هر څه ټول په ډېران پراته دي
نه اراده شته نه باور په خپل ځان
د بل په امر په فرمان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه او په کنړ او په لغمان پراته دي

هم منور هم مخور زمونږ واړه
خواره واره په ټول جهان پراته دي
ورځ مې تر بلې خرابېږي ګورۍ
لکه کدوان زمونږ ټول پوهان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه، کنړ ، لغمان پراته دي

دلته تشخیص دلته علاج نشته دی
هسې بې توله ډاکتران پراته دي
ټول پاکستان او هند ته څي راځي دوی
دلته مې هر څوک بې درمان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ،کنړ ، لغمان پراته دي

دلته انګرېز دا قوم همداسې غواړي
د پیر ، حضرت لا پېروان پراته دي
داسې شډل دا بې خبره له ځان
پښتانه هسې پداشان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي

مونږ ډاروي د آخرت له ورځې
خپله مزو کې د جهان پراته دي
په ما او تا باندې جګړې کوي دوی
خپله په غېږ د خپل جانان پراته دي

څومره معصوم مو شهیدان پراته دي
لکه تنکي ،تنکي ګلان پراته دي

د بل بچي باندې جهاد فرض ګڼي
خپل یې یوروپ کې عیاشان پراته دي
د هر څارګرې ادارې غړي شول
ظاهرعالم او باطني ټول غلامان پراته دي

څومره معصوم مو شهیدان پراته دي
لکه تنکي ،تنکي ګلان پراته دي

تل د خانانو او شتمنو تر څنګ
په هر درګاه دوی ملنګان پراته دي
دغه بې علمه بې تعلیمه خلک
د خېراتونو په ارمان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي

نه د چا پت او نه عزت ته ګوري
سپینو جامو کې شېطانان پراته دي
نه مو د دین نه د آیېن پروا کړي
دلته دا واړه تاجران پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ، لغمان پراته دي

د دوی فتواوې له لندن نه راځي
کنفدراسیون کې پنجابېان پراته دي
په اتم بم چا اسلامي نوم اېښئ
دا عالمان که جنرالان پراته دي

آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

ما مسلمان کړل دا جټان ، پنجابېان
اوس راته دوی ټول مولویان پراته دي
اوس یې دا خپل اصل او نصب هېر کړۍ
اصل کې واړه دوی ډمان پراته دي

آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي
څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

اوس دا ملت دوی په دوه برخو وېشي
چې په کابل یې غلامان پراته دي
د لر او بر تر مېنځ پاسپورت ته ګورۍ
دوی د یووالي په تاوان پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي

نه ځي په لار او په ګفتار د بابا
تش په نامه د باچا خان پراته دي
تللي هغه سپېڅلي نشته دي اوس
اوس د خپل ځان خدمتګاران پراته دي

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي
بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي

لکه په ژرنده کې زه دل کړم واړو
په ټولو لارو مې ماران پراته دي
هم خاکیشاه ګوته په غاښ شو دوی ته
دا ښئ او کین ټول مداریان پراته دي

نو
غچ مونږ هرو مرو له هر چا اخلو
پدې وطن کې لا ځمریان پراته دي
په لر او بر د دې ګلشن ساتوونکي
سر یې په لاس کې سربازان پراته دي
بېا
شۍ لر او بر سره یو موټۍ د افغان په خاطر
هم د دې خکلي ګل وطن افغانستان په خاطر
ملي پاڅون ته څمون وکړۍ دې ارمان په خاطر
زما حامد دا بې توګمو څیرې ګرېوان په خاطر

محمد حامد الوتاند د ۲۰۱۳ کال د اپرېل د مېاشتې ۱۰مه