کور / راپور / د ارواښاد زرملوال د علمي سيمينار راپور (لندن)

د ارواښاد زرملوال د علمي سيمينار راپور (لندن)


د افغان ليکوال ، ژورناليست او ملتپال شخصيت ارواښاد غلام محمد زرملوال په نامه علمي سيمينار د خبريال ويبپاڼي په نوښت نن د انګلستان په پلازمېنه لندن کي د بېلابېلو اروپايي هيوادونو څخه د کلتوري ټولنو د استازو ،  افغان ليکوالو او څېړونکو په ګډون يو شمېر انګلستان مېشتو افغانانو برخه اخستې وه .
دغه علمي غونډه چي چلوونکی يې ليکوال او شاعر ولي عبدالله  و  طاهر ناصري د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړه.
د خبريال ويبپاڼي مشر ميرويس افغان د سيمينار پرانستونکې وينا واوروله ، نوموړي په خپلو خبروکي وويل : ارواښاد زرملوال کلونه کلونه ليکوالي کړېده ، نوموړي د ادب ، سياست او ملتپالني په لاره کي نه هيريدونکي خدمتونه کړيدي ، موږ به د هر هغه شخص ياد کوو او لمانځو به يې چي ددې ولس او خاوري لپاره يې ادنا خدمت هم کړی وي .
ليکوال او ژورناليست يما باريز د ارواښاد زرملوال د ژوند او کار په اړه لنډ ويډيوي راپور وړاندي کړ، په دې راپور کي د نوموړي د ژوند او کار د معلوماتو په اړه د هغه په کور کي د نوموړي د کار هغه کوټه هم ښوول کېده چي نوموړي د احمدشابابا سنګر باله ، د نوموړي مېرمني په دغه راپور کي ويلي وه چي ارواښاد زرملوال د خپلي سختي ناروغۍ پر مهال هم ټوله ورځ د افغانستان په اړه فکر او کار کولو باندي تېروله .
کمال بهزادي چي له ارواښاد زرملوال سره يې له نژدې پېژندل د هغه سره د کار ځيني خاطرې يادي کړې .
د غونډي پر پته د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي پيغام ډاکټر شېر ميوند ولوست ، د پيغام په يوه برخه کي راغلي وه چي ارواښاد زرملوال دخپلو اثارو له لاري افغانستان ته خدمت وکړ، دغسي اثار هم ژبه بډايه کوي او هم يې نوموړي ته د افغان منورينو په کتار کي خاص ځای ورکړ.
د سياسي چارو څېړونکي نجيب احمدزي د ارواښاد زرملوال پر اثارو مقاله ليکلې ، نوموړي د خپلي مقالې په يوه برخه کي چي د ارواښاد زرملوال د ملتپالني سره يې تړاو درلود خپله يوه خاطره هم بيان کړه ، دی وايي دوه کاله پخوا په لندن کي د ډيورنډ کرښي ضد يوه مظاهره کي زرملوال صاحب هم برخه اخستې وه ، نوموړي ويل چي هر هغه افغان ماته ډېر قدرمن دی چي د خپل وطن ملي ګټو ته ژمن وي ، ښاغلي احمدزي وويل چي په ناروغي کي په داسي يوه مظاهره کي برخه اخستل او دغه نظر د نوموړي د ملتپالني ډېره غوره او عملي بېلګه وه.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار پيغام سميع الله شګيوال ولوست ، دپيغام په يوه برخه کي راغلي وه چي ارواښاد زرملوال له انګلستانه د خپل هيواد ځوان نسل د ذهني روزلو لپاره ډېر څه وکړل چي په نتيجه کي يې اوس ډېر شمېر د ويښ فکر ځوانان لرو.
د افغان ليکوالي او ژورناليستي مېرمن صفيه حليم مقاله هم د ارواښاد زرملوال د ملتپالني او د هغه سره د کاري تجربې بېلګي راټولي کړي وې ، دا ليکنه مېرمن ثمر پوپل ولوستله ، په يوه برخه کي يې راغلي وه چي په ۲۰۰۵ کال کي يې صفيه حليم ته ويلي وو چي په دې ناروغي کي له خدايه پاکه ۱۵ کاله د ژوند ورکولو دعا کوي چي يو څو نور اثار هم خپل ولس ته وليکي . صفيه حليم ليکي چي يو کال وروسته يې بيا هم هماغه خبره ورته ياده کړه خو دا وايي چي ماورته وويل چي حساب مه غلطوه ، اوس دي بايد ۱۴ کاله پاته وي ، دی په خندا سو او له خندا سره ټوخي واخستئ چي اخير دادی هماغه ټوخي له موږ څخه بېل کړ.
افغان ليکوال او څېړونکي شهسوار سنګروال د ارواښاد زرملوال پر يوه تاريخي اثر رڼا واچوله ، ده وويل چي د ارواښاد زرملوال د اثارو يو مثبت اړخ دا هم دی چي له بېلابېلو معتبرو انګريزي سرچينو څخه اخستل سويدي چي دا په اصل کي راتلونکو تاريخ ليکونکو ته هم يو اساس ګڼل کيدای سي.
د نيشنل عوامي ګوند د مشر اسفنديار ولي خان پيغام په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير او لراوبر افغان کلتوري ټولني استازي انجنير سيد حضرت سادات ولوست . د پيغام په يوه برخه کي راغلي چي ارواښاد زرملوال غوندي ملتپال ليکوال په وروسته پاتي ټولنو کي خورا ارزښتناک تماميږي .
د پيغام لوستلو تر څنګ ښاغلي انجنير حضرت د غونډي له جوړوونکو مننه وکړه او د خپلو هستيو لمانځل يې د خپل قام د ويښتيا پيلامه وبلله.
ليکوال او اديب ډاکټر اکبر اکبر د خپلي مقالې په يوه برخه کي وويل : زموږ ولس پر مخ ږيره او بريتونه دواړه لرل، مخ هم دا دواړه قبول کړي وه خو دا بريتونه او ږيره وو چي يو بل يې ونه زغمل چي له دې امله ولس له ستونزو سره مخامخ سو ، ارواښاد زرملوال هم له دې امله له کړاو سره مخامخ و . نوموړي د خپلي مقالې په يوه بله برخه کي وويل د يوه ولس جوړول ګرانه خبره ده ، راځئ مټي راونغاړو او فرد جوړ کړو او په دې توګه ولس ته د دندو او فرضونو د پوره کولو چل ور وښيو.
د افغانستان د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ پيغام ښاغلي پاينده څرګند ولوست ، د پيغام په يوه برخه کي راغلي و چي ارواښاد زرملوال د علم ، پوهي او ملتپالني يو مثال و چي په ډېر ښه شکل يې دوو کلتوري برخو ته تلپاته کارونه وکړل چي يو يې ژورناليزم او بل ي ملت پالنه ده. که د خدای مرسته راسره وه په زرګونو د زرملوال صاحب غوندي اشخاص به و وروزو چي د ارواښاد زرملوال روح په خوښ سي.
ډاکټر سادات د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل : راځئ چي يوه نوې خښته کښيږدو او تر دې وروسته دارواښاد زرملوال صاحب غوندي شخصيتونو قدر او درناوی د هغوی په ژوند کي وکړو .
د طالبانو پخواني چارواکي ملا اغاجان معتصم هم دارواښاد زرملوال په اړه جوړ سوي سيمينار ته پيغام رالېږلی و چي په انګلستان کي د بېنوا فرهنګي ټولني استازي محمداسحاق توريال ولوست ، دپيغام په يوه برخه کي راغلي و چي د غونډو او ليکنو تر څنګ عملي کار پکار دی ، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په ودانولو کي يې لازمه ده چي ټول يو بل ته لاسونه سره ورکړي.
په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر حبيب الله غمخور په خپله وينا کي د زرملوال روح ته ددعا تر څنګ وويل چي غاړي به مي بندي سي که د ننګرهار په ګوشته ولسوالي کي د هغه افغان سرتيري يادونه ونکړم چي د خپل هيواد د ساتني په لاره کي د پاکستاني پوځ سره په جګړه کي شهيد سو ، دواړو ارواښادو ته د غونډي ټولو برخه والو ددعا لاس پورته کړ.
له کاناډا څخه د افغانستان د سياسي چارو څېړونکي ډاکټر نثار احمد صمد پيغام ځوان اديب عبدالناصر ريشا ولوست ، په دې پيغام کي راغلي و چي ارواښاد زرملوال د مترقی افغانانو یو ثابت قدمه خو حلیم او عالم شخصیت و . هغه په تیاره کی د رڼا لاروﺉ و . هغه یو سیاسی لیکوال و ، یو عینی لیکوال و ، یو مترقی لیکوال و . هغه د پند او عبرت معلم و ، هغه پاک مبارز و ، کلک مبارز و ، هوډمن مبارز و او زړه ور مبارز و . هغه غوړه مال نه و ، چاپلوس نه و ، زړه نازړه نه و ، بلکی یو مصمم ، غوڅ او ثابت قدمه ویاند او هڅاند و چی قلم یې د اغیارو پروا نه ساتله او د مخلصینو ثنا یې هم نه غوښتله ، بلکی صرف د حق ملګری او مدافع و او بس . څنګه چی هغه تل حق ستایلی او بد یې رټلی دی ، نو ځکه یې د هیچا پروا نه ساتله .
د غونډي وروستي ويناوال په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر او د لراوبر ويبپاڼي بنسټ اېښوونکي عبدالله احسان د خبريال ويبپاڼي د ادارې دغه نوښت وستايه او د ارواښاد زرملوال سره له نژدې يې د هغه د پښتونولۍ او ملتپالني بېلګي د خاطرې په توګه يادي کړې ، نوموړي وويل ارواښاد زرملوال هم ځوانانو ته د ملتپالني او هيواد د خدمت په لاره کي د زغم او استقامت بلنه ورکوله او په دې لاره کي يې نا اميدي نه منله.
د سيمينار په پای دخبريال ويبپاڼي مشر ميرويس افغان د سيمينار د جوړيدو له پيل څخه تر نن پوري د ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چي په بېلابېلو برخو کي يې معنوي همکاري کړې وه . غونډه د ماخستن پر څه کم لس بجې پای ته ورسېده.
دغه سيمينار ته دغو اشخاصو او ادارو هم پيغامونه راليږلي وو:


حامد کرزی – د افغانستان جمهور ريس
ډاکټر فاروق وردګ – د پوهني وزير
فضل هادي مسلميار:د مشرانو جرګې ريس
ملا اغاجان معتصم – د طالبانو د تحريک پخوانی چارواکی
اسفنديار ولي خان – د نيشنل عوامي ګوند مشر
غلام محمد مری – د بلوچستان ګوند د مرکزي کميټې غړی
ودان افغانستان ګوند – افغانستان
ضياءالحق امرخېل- د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشا ريس
ارسلا جمال – د لوګر والي
ډاکټر توريالی ويسا – د کندهار والي
جمعه خان همدرد – د پکتيا والي
عبدالجبار نعيمي – د خوست والي
محمدجان رسوليار – د زابل سرپرست والي
غلام جيلاني زرملوال – د ارواښاد زرملوال زوی
عبدالاحمد محمديار – بېنوا فرهنګي ټولنه – کندهار
دکلتوري ټولنو ګډه هسته – روهي ادبي بهير کندهار
پښتو ادبي غورځنګ – کوئټه
د پکتيا د شوراګانو، زرمت مدني ټولني ، ګرديز مدني شورا ، احمدزيو شورا او څمکنيو شورا پيغامونه
انجنير سيد حضرت سادات افغان کلتوري بهير او لراوبر کلتوري ټولنه – بلجيم
عبدالله احسان – په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر
خالد هادي – د بېنوا ويبپاڼي مسول چلوونکی
اوښتون کلتوري ټولنه – پکتيا
ژوند ادبي بهير
خليل الرحمن  بهير – هري پور خيبرپښتونخوا
اتلس خان شيراني – کيسا غر ادبي جرګه
صفيه حليم
نجيبه لېمه
ايمل پسرلی
يما باريز
ډاکټر نثار احمد صمد
کمال بهزادي
حاجي احمد فريد
همايون بابړ – کندوز
ادم خان سيرت – کابل
تاج محمد تمکين
ايوب بورا شيراني – ګومله
رفيع الله مندوخېل – کوئټه