کور / تازه خبرونه / دپکتیاولایت دجاني‌خېلو پخوانی ولسوال په ځانوژونکي بريدکې ووژل شو

دپکتیاولایت دجاني‌خېلو پخوانی ولسوال په ځانوژونکي بريدکې ووژل شو

پکتیا:دپکتيکا ولايت په جاني خېلوولسوالۍ کې، د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کې، ددغې ولسوالۍ دپخواني ولسوال په ګډون درې تنه ووژل شول اواووه نور ټپيان شول.
د پکتیکا دوالي ویاند وویل، چې دغه پېښه نن (يکشنبه د غوايي په لومړۍ نېټه) غرمه مهال، شاوخوا یولس نیمې بجې، دیادې شوې ولسوالۍ په بازار کې شوې، چې له امله يې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
په دغه بریدکې ددغې ولسوالۍ پخوانی ولسوال احسان الله سادات اودوه تنه ولسي وګړي وژل شوي اودوه پوليس او پېنځه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسؤولیت په غاړه اخېستی دی. د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهدديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه بريد کې يې دجاني خېلوولسوال او ظالم قوماندان سادول، له يوه بل ملګري شاه آغا اودريو ساتونکوسره يوځای وژلی دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې سادول له امريکايي ځواکونو سره په ډېری چاپو کې مرسته کوله او يو شخصي زندان يې هم درلود، چې د ده په خپل اعتراف يې ٣٩ تنه وسله وال طالبان او ١٠ تنه عام وګړي په دغه زندان کې تر شکنجو لاندې وژلي دي او ده به يې په افتخار سره يادونه هم کوله.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولایت په شکین سرحدي ولسوالۍ کې، د یوه خښ شوي ماین د چاودنې له امله نهه٩ تنه ټپیان شوي وو، چې درې تنه يې سیمه ییز پولیس او شپږ نور يې ولسي وګړي وو.