کور / نثر / دبې وطنو شاعر محموددروېش !

دبې وطنو شاعر محموددروېش !

(دغنمو دانې پرمځکه را ورژېدې
په ټوله دره کي به یونوی فصل وغوړیږي )

دفلسطین خاوره دیوبل اتل زوی څخه بې برخي سوه ،دمحمود دروېش لپاره یوازی دفلسطینانو نه دنړۍ دهرهغه چاپه سترګو کي اوښکي را ډنډ سوې چاچي دروېش لوستلی،اورېدلی او لیدلی وو، دروېش د ستمګرو ضمیرونه نښتېځلو په احساساتو کې توپانونه راپارولو ،پرشونډو دخنداو،د رغړولو او دخوبونو په ر اویښولو زښت لاسبری وو،

دروېش یوبریالی شاعروو، دزیتون د ونو اوسپینو کوترو لیواله شاعروو، په کرکه کې مینه اوقهرکې هم مینه پټه وه، څه مهال چې د ده فلسطین یې ورځني چور کړو خلګوورته دخپلو زړونو شهریت ور وبخښلو ،محمود دروېش دعکه سیمي (ګلیلي هماغه ګلیلي چیری چي به حضرت عیسیْ قدم وهلو) ته ورڅرمه ال پروه نومي کلي کي په ۱۵ مارچ ۱۹۴۱ ء دسلیم دروېش په ټبرکي وزېږدلو ،دمورنوم یې حزیه یا حوریه وه ، په ۱۹۴۸ کلونوکي چي دروېش ۷ کلن وو، صهیونانو دهغو کلی تاراج کړو نو د دروېش

ټبرهم د نورو لوټ سوو در بدره ټبرونو سره یوځای د لبنان په لورخپل مهاجرت پیل کړو ،خپلي لومړۍ ایزده کړي یې دخپل نیکه څخه ترسره کړې وروسته چي عکه په ګلیلي ونومول سوه یو کال وروسته دروېش ټبر هم بیرته راستون سو اوپه دیرالاسد کي میشت سو او دروېش یې دکفریاسف په ښونځي کي داخل کړلو چي دیهودي ابادۍ جدیده څخه د دوه میله پرواټن وو،وروسته دروېش حیفه ته ولاړو، پرفلسطینانو دصهیونانو ظلمونو لا په وړوکوالي شاعرګرځولی وو، په ۱۹ کلنۍ کې لومړۍ شعري ټولګه دبې وزرو مرغانو په نوم خپره سوه :

د ۱۹۷۰ ء دپیل په لسیزو کي چي د نورو ایزده کړو لپاره په اسرایلي تعلیمي ادارو کي اجازه ورته ونسوه نو دروېش روس ته ولاړو ،اسرایل دعکس العمل په توګه دهغه داسرایلي شهریت ورختم کړو ،دروېش په روس کي یونیورسټي اف ماسکوکي داخله واخیستله تریوه کاله هم هلته وو،بیامصرته راستون سوچي ورپسې دلبنان سفرته هم لاړو ،په کال ۱۹۷۳ کي دفلسطین د ازادۍ دسازمان پي.ایل.او رسمي غړی سو هم یې دامهال اسرایل ته په ورتګ بندیځ وو، لاکن څه مهال چې یو دوست عماهیل حبیبي مړسو په جنازه کې دګډون کولو لپاره دڅلوروشپو پرمټ ورکول سو،دیوې اوږدې جلاوطنۍ تېرولو پس په کال ۱۹۹۵ ء کي د یویدیځي غاړي ښار رمله کي داستوګي اجازه ورته وسوه،دروېش دوه ودونه درلودو او دواړه ځل خبره برطلاق ختمه سوې ده لومړۍ میرمن یې رعناکباني او دویمه یې یومصري ترجمانه حیات حیني وه ،له دواړو میرمنویې کوم اولاد نه درلود،په کال ۱۹۸۴ ء کې دلومړي ځل لپاره د زړه دناروغۍ سره مخامخ سو وروسته یې د زړه عملیات ترسره کړو ،په کال ۱۹۸۸ ء کې یوار بیا د زړه عملیات وکړو .

اسرایل ته دروېش په ۱۵ جولایي ۲۰۰۷ ء کال وروستی سفروکړلو چي حبل کرمل تالار کې خپل نظمونه واورول هم دلته یې دالفتع اوحماس ترمنځ جګړه ځان وژنه وبلله ، د دروېش لومړۍ شعري ټولګه په دیرالاسد کي دښونځي د ایزدکړو مهال خپره سوه وروسته یې ۲۹ نوري ټولګي خپرې سوې او ۸ نثري کتابونه یې هم په برخه دي ،دروېش د درو نوموړو عربي مجلو الجدید،الفجرشوعون فلسطینیه او الکرمل مدیرهم پاته سوی دی :

په ۱۹۶۴ ء کلونوکې( دزیتون پاڼه ) شعري ټولګه خپره سوه چي دشناختي کارډ په نوم نظم هم لري ، د دروېش شاعري په عالمي کچه ستایل سوې اومنل سوې شاعري ده ، د دروېش شاعري له خپلواکۍ اودفلسطین دخلګو له دردونو ،غمونوراټوکېدلې شاعري ده ، دروېش چي د اسرایل به اړه څه ډول فکراواحساسات درلودل هغه تې دهنرژبه ورکړه پردې برسېره چي اسرایل یې غاصب بللو یهودیانوته یې دبشرله رویه احترام درلودلو ،دروېش به ویل زماپه اړه ویل کیږي :

(زه له یهودانو کرکه یلرم لاکن هغوﺉ مادیو خبیث اودښمن به توګه معارفي کوي ،رښتیاهم زه له اسرایل سره مینه درلودی نسم اوزه د اسرایل سره دمیني لرلو کوم جوازهم نلرم لاکن زه دا څرګندول غواړم چي زه له یهودانو هیڅ کرکه نلرم ) :

محمود دروېش ته دده پرشاعري دلینن ایوارډ ۱۹۸۳ ء علاوه یولړنوري جاهزې ورکول سوي دي ،د دروېش شاعري ټوله په عربي ژبه ده لاکن انګرېزي ،فرانسوي اوعبراني ژپو باندي هم لاسبری وو، او دا ژبي یې په رواني سره ویلې ،هغه د عربي ژبي دنوموړو شاعرانو عبدالوهاب البیاتي او بدر شاکرالسیاب څخه زښت اغېزمن وو، دروېش د رمبارډ او جنسبرګ ستایني به هم کولې اودعبراني ژبي یهواده امچایي شاعري یې زیاته خوښوله ، د یهواده شاعرۍ په اړه بې ویل :

(یهواده زمالپاره یو ګواښ ګرځېدلی دی ولي چي هغه هم دهغه مشخص ځای لپاره لیکل کوي دکوم مشخص ځای په اړه چي زه لیکل کوم هغه دغه لینډ سکیپ اوتاریخ دخپلو ګټو لپاره کاروي چي تاداو یې زما په چورسوي پېژندون پوري تکیاکوي ، لاکن موږ به مقابله جاري ساتو چي په موږ کي څوک ددې خاوري اوژبي رښتونی څښتن دی ؟ اوڅوک ورسره زښت مینه لري ؟ اوڅوک ښه لیکل کوي ؟):

د دروېش یو داهمي نقدڅېړونکي په اند عربي ژبه جوړه سوې دمحموددروېش دشاعرۍ لپاره ده :

په مارچ ۲۰۰۰ ء کال اسرایلي وزیراعظم یوسي سرید د دروېش ځني نظمونه د اسرایل دهایي سکول په نصاب کي شاملولو وړاندیز وکړو چي وزیراعظم ایهودالبارک ورسره ونه منلو نه یې دپام وړ وبللو اوس د دروېش دمرګ وروسته یواربیا دا وړاندیز ترغور لاندي دی :

په پي.ایل.اوکي ترګډون وړاندي محمود دروېش داسرایل دکیمونسټ ګوند غړی وو، د(حیفه) څخه بې له پوښتني دوتلو په تورڅو ځلي بندي کړلی سوی دی ، د روس څخه قاهرې ته د راتګ پس په ۱۹۷۱ء کلونوکي دروېش دعربي ورځپاڼي الاحرام لپاره چاري تر سره کولې په ۱۹۷۳ ء کلونو کې دفلسطین دچارو مجلې فلسطینیه ادارتي چاري سنبال کړې اود پي.ایل.او د ریسرچ سنټر د ډاهریکټر چاري یې هم ترسره کولې دلبنان اوداسرایل دجګړې په مهال دروېش نه هېریدونکي سیاسي نظمونه ال قصیدة البیروت ۱۹۸۲ ء او مدیح الظل العالی په کال ۱۹۸۳ ء کي ولیکل :

۱۹۸۷ ء کلونوکې دروېش دپي.ایل.او د ایګزیکټو کمیټۍ غړی وټاکلو ،دروېش په ۱۹۸۷ ءکلونوکي یوه ګرنلاره نوشته کړه چي عنوان یې وو(دفلیسطنیانو دخپلواکۍ اعلامیه ) ۱۹۹۳ ء کې د اوسلو دپریکړي پس د پي.ایل .او د ایګزیکټو کمیټۍ څخه استعفا وکړو ، دروېش د اسرایل سره دخبرو په مهال دسپېڅلي اوسخت غبرګون پلوي وو، په ۱۹۸۸ ء کلونوداسرایل په پارلیمان کي اضحاک شمیر د دروېش نظم (په تیرو هیرو ټکو کي یو لاروی) ولوستلو اوددې نظم په ثبوت سره پرمحموددروېش دا تور وتپل سو چي دروېش د اسرایل له خاوري دیهودانو وتل غواړي لاکن محمود دروېش ویل چي هغه دلویدیځي څنډي او غزه څخه د یهودانو وتل غواړي .

زموږ له خاوري ووزﺉ

زموږ ساحل زموږسیندونه

زموږ دغنمو درمندونه

زموږ نمک ،زموږزخمونه

موږ ته راپرېږدﺉ !

دروېش سوله غوښتونکی وو، نوځکه په دې اړه دخپلو دنقد په غشوهم وویشتل سو لاکن هغه به تل ویل (امن راویستل ممکن دﺉ زه ناهیلی نه یم ، زه صابره یم اود اسرایل په ضمیرکي دانقلاب لېدلو منتظیریم ، عرب د اتومي وسلو بشمول دیوه مضبوط اسرایل منلو ته راضي دﺉ ،اسرایل ته تش دومره کول په کاردي چي دخپلي کلا ورونه دي پرانستي پرېږدي اوسوله دي تامین کړي ):

د محمود دروېش یوشمېر نظمونه د موسیقۍ په وسیله هم زمزمه سوي دي لکه (رتیا) (دګلیلي مرغان ) او (زه دخپلی مور دلاس ډوډۍ پسي ځوریږم ) د دروېش شاعری د دوو بیلونژادونو عربانو لپاره دپاڅون پیلامې وګرځېدې ،نوموړو موسیقارانو مرثل خلیفه مجیده ،وال رومي او امجد قعبور یې نظمونه ږغولي دي د دروېش یونظم ( ای زماپلاره زه یوسف یم ) په ږغولو سره خلیفه مجیده دمذهبي دل ازارۍ په تور تورنه کړه ،دانظم دقرآن پاک دیوه آیت په شالید کي تخلیق سوی دﺉ په دغه نظم کي محمود دروېش دحضرت یوسف علیه السلام سره خپل دوک ،درد شریک کړی دﺉ ای زماپلاره !

زما وروڼه لماسره مینه نکوي اونه مي

په خپل منځ کي لېدل غواړي

۹ اګست ۲۰۰۸ ء په ورځ دا عصریز شاعر د۶۷ کلونو په عمرکي په باوسټن (ټیکساس ) کي دزړه دعملیاتو په دویمه ورځ په حق ورسېدو ، د دروېش وصیت ووچي مړی دې په فلسطین کي ښخ کړل سي لاکن د فلسطین صدرمحمودعباس وویل چي داسرایلي چارواکو دي اجازه واخیستل سي په ګلیلي کي دي په خپل کلي خاورو ته وسپارل سو

دیوه فلیسطیني زخم یاداشت

خوري !زماپه ستوني کي اوښکي راډنډ دي

ترسرو سترګومي د اور بڅري اوري

زه خوخپلواک یم ،تل خپلواکي خوښوم

نور دباچا پردربه ګواښ ونکړم

هغه خلګ چي په تورو شپوکي مړه سول

یاهغه ټول چي به د ورځي په درشل کي مړه سي

ددې مړو خیال می هرکله په غېږکي ځنګوي

زه په هرلور دوسلې په څېر وځلیږم !

(دجلاوطن لیک دمورپه نوم)

ستالپاره نیکي هیلي پېرزوني نورهیڅ ویلای نسم

دکوم یې را واخلم اوختتام یې څه ډول وکړم

وخت په بیرړه روان دی،دې جلاوطني کي بې دیوې ډوډۍ

اوږدې پرېشانۍ ،ناهیلیو ډک یوکتاب پرته نورڅه راسره پاته

پاته نه دي

دکومي یې درته راپیل کړم ،دهغه چي لوظونه ورباندي سوي یا به

ورباندي وسي

مابه خپل کورته نه استوي ،باران به نورنه وري ،نه به ستړو

چول نیولو

له سیله رابېل سوو مرغانوته غوړېدلي وزرونه ورکوي

په رادیو خورونکي خبرکي راته وایي ،ووایه چي زه روغ جوړ

اوسلامت یم ،زه دبادمرغۍ ته وایم که دي هلته ګزر وسي زما

پېغام درڅخه هېرنسي

(ووایه زه تراوسه سلامت یم )

وو!زه سلامت یم تراوسه مي دسترګو رڼا سلامت پاته ده

آسمان مي لاتراوسه له سپوږمۍ بې برخي سوی نه دی

زماپخوانی لباس زماپربدن تراوسه سلامت پاته دی

اوس به حتماً ځای،ځای تار،تاروي پینې مي ورته وشتلي دي

موري زه اوس ترشل کلنۍ اوښتی یم دمردانو په څېر مي د

ژوندبار اخستی دی یوریستوران کي لوښي مینځم هم یې

راتلونکوته کافي جوړوم

خپلاسي خوشالي په غمګینه څېره کي ځنګوم چي دا ډول سکون

اواطمنیان ورځني جوت کړم

اوس چي دېوال ته څه مهال ډډه ووم پېغلوانجونو سره حال

پوښتني مهال سګریټ هم څکوم

دا انجوني که نه وایي ژوندبه د زغم توان دلاسه ورکړی وای

ملګري مي دیوې ډوډۍ لپاره سوال کوی ،داهم څه ژونددی

چي

هره شپه لوږي بیدیږو

زه سلامت یم ډوډۍ سته هم ورسره قورمه لرم

پررادیو مي دټولو جلاوطنو پېغامونه واورېدل ټول هم دا وایي

موږسلامت یو ،هیڅوک هم دانه وایي ،موږناخوښه یو

دپلارمی څه حال دی هم هغه دپخواپه ډول خپل لمونځونه

کوي

دماشومانو ،زیتون ونو او دخپلي خاوري سره هم هغه ډول

مینه کوي

وروڼه مي څنګه دي ،ښونکي مقررسول څه ډول چي مي دپلار

ارزو وه

موري!پوهیږې چي سترګي مي ولي راډکي سي

کوم یوماښام چي ناروغه سم اوشپه راباندي خپل زړه وسېزي

زه خویومهاجردلته راغلی یم بیاتراوسه خپل کورته ستون

نسوم

هغه ونه چي زه ترلاندي پریوزم راسره اشنابه وي او و به وایي

چي دابې روح هم یووخت انسان وو،زمامړی به له ځناورو

وژغوري

زماګراني موري !داپاڼي پوهیږې ولي توروم ،کوم یو ډاک به

یې یوسي

سمندري ،هوایي ،زمیني ټولي لاري تړلي دي

داهم امکان لري چي تاسو ټول بې وژلي یاست یابه بې درکه

سوي یاست

څوک څه ډول بې وطنه ،بې کوره ،بې بیرغه ژوندي پاتېدلای

سي !