کور / راپور / د کندهار روهي ادبي بهیرد ۳۳۶ غونډي راپور

د کندهار روهي ادبي بهیرد ۳۳۶ غونډي راپور

غونډه د معمول سره سم پر ۵:۳۰ بجې د قران شریف په مبارکو ایتونو پیل سوه،د غوڼدي ویاند ښاغلی عزت الله امید وه،د اجنډا مطابق مشرښاغلی حکمت نظري او په څنګ کې میلمانه ښاغلی عصمت الله لایق او عبدالوارث اعظمي ول، دپیل خبري ښاغلي نثار صالح وکړي، نوموړي وویل د غونډي درسمي پیلیدو څخه مخکي دوستانود کره کتني د نه کولو خبري کولې،زه وایم چي زموږ او ستاسو لپاره نن ورځ تر هرڅه کره کتنه مهمه ده، کله چي په شعر او نثر ونه پوهیږود هغه دلیکلو توان به مو هم کم وي،صالح ټوله ځوانان دې ته راوبلل چي په کره کتنه کي فعاله برخه واخلي او خپل نظرونه دیوعلمي دلیل پراساس وړاندي کي.

وروسته د ښاغلي عبدالجامع یاسین له خوا دتیري غونډي ګزارش وړاندي سو،د ګزارش د ختم سره سم دویاند له خوا پرګزارش د نظروړاندیز وسو، په پیل کي صالح وویل:ګزارش نسبت تیرته ښه وه خویو ګزارش لیکونکی حق نه لري چي ووایي چي پلاني داسي ښې خبري وکړي بلکي باید دیو بل چا له خولې داخبره را واخلي، ښاغلي سعید هم د صالح دخبري تاید وکړئ او زیاته یې کړه هیڅ انسان له ځانه پوره نه دئ نوموړي وویل د یاسین صاحب راپوراوس ډیرښه سوئ، ښاغلي لایق وویل چي ګزارش بایدیوځل ترلیکلو وروسته ولوستل سي ترڅوپردریځ دکومي ستونزي سره مخ نه سي.

وروسته د ښاغلي حمیدالله نوري پردوو بیتونو کره کتنه پیل سوه چي بیتونه په لاندي ډول وه:

د یتیم په شان غمګین یم په زړګي کي
والله ژوند مي سوتباه په جدايي کي
چي حمید ومه خوشحال له خپله یاره
نه رقیب او نه ګلیه وه په دوستي کي

ښاغلي نظري وویل دا زړه له یتیم سره تشبیه کول ډیره ښه اوپرځای خبره ده خو زه نه پوهیږم چي ماته یې ولي دونده خوند راکئ؟

صالح وویل اوسني شاعري اکثره تراوسنیوحالاتو لاندي ویل کیږي ځکه په دې بیت کي هم دحالاتو ښه انځورسته اوهمدا دلیل دئ چي هرچاته ښه خوند ورکوي.

ښاغلي جمعه ګل مجاهد وویل تکرار خبره ده خوبیا هم ښه خوند کوي،لایق زیاته کړله چي لږخواري ورسره وایستل سي دوقافیزه غزل ځیني جوړېدایسي.

د دوهم بیت په سرکي ښاغلي عطاولله تاج وویل ډیري ساده خبري دي څه نه پکښي ویل کیږي،خو نظري وویل لږګونګ راته ښکاري،سعیدصاحب زیاته کړله ښه ابهام لري او شاعرخپل حالت ښه بیان کړئ.

کره کتنه ښه په سړه سینه او ښه بحث پای ته ورسیدل ترلامنځه وروسته مشاعره پیل سوله چي د ماښام تر۸:۰۰بجو یې دوام وکئ،شاوخوا ۴۰ تنوځوانانوشعرونه،لنډي کیسې او ترنمونه وکړل،داچي وخت ډیرناوخته وه ویاند دبخښني په غوښتلووویل چي په راتلونکې اونۍ کي به اول نوبت هغه چاته ورکړو کوم چي نن پاته سوي وي، همداډول دراتلونکي اونۍ لپاره هم دښاغلي یاسین لنډه کیسه د کره کتني لپاره انتخاب سول.
غونډه پر۸:۱۵ دسعید په دعايي پای ته ورسیدل.