کور / راپور / خبريال ويبپاڼي برياليو واليانو ته مډالونه ورکړل

خبريال ويبپاڼي برياليو واليانو ته مډالونه ورکړل

د خبريال ډاټ کام د واليانو د سيالۍ مډالونه او ايوارډونه بريداليو واليانو ته ورکول سول.


د کابل په سرينا هوټل کې د جوړو سويو مراسمو پر مهال کوم چې په کښې د کابيني، ملي شوراګانو، مدني ټولنو او د رسنيو استازو ګډون کړى وو دغه مډالونه برياليو واليانو ته ورکړل.


ددي مراسمو پر مهال د خبريال ډاټ کام مشر عبدالمنان ارغند وويل چې دا سيالۍ يې د لومړي ځل لپاره د يو ستر نوښت له مخي د تېر دوه زره دولسم کال په سپټمبر مياشت کې پيل او د روان دوه زره ديارلسم کال د جنوري تر شپاړلسمي پوري وغځيده.


IMG_1088


هغه وويل چې په دغه سيالۍ کې د خبريال ويبپاڼي کاري ډلي او مشرتابه يوازي د ساليو چاري سنبالولي ولي په افغانستان کې ميشتو او بهر افغانانو خپلو څلور دېرشو واليانو ته رايې ورکړي.


ده وويل چې په افغانستان کې دا لومړى ځل دى چې يوه بريښنا پاڼه د نړيوال معيار سره سم د واليانو تر منځ سيالۍ تر سره کوي او په دي سره يې غوښتل چې افغانان د نوي معاصري ټکنالوژى څخه سالمه ګټه پورته کړي او د خپلو چارواکو کارونه وستايې.


ارغند وويل چې موږ د ديموکراسى او ظرفيت جوړوني په عصر کې ژوند  کوو، ددي دواړو ارزښتونو ګډ بنسټ دادى چې خلک د خپلو مامورينو په اړه خپل نظرونه او ارزوني څرګندي کړي.


IMG_1071


د همدي اصل پر بنسټ خبريال ويبپاڼي چې د افغاني انلاين ژورناليزم په ډګر کې يوه مطرح او پيژندل سوي بريښنا پاڼه ده او ويې پتيله چې د ولس له نظره د هېواد د بېلا بېلو واليانو په اړه د يوي نظر پوښتني او بريښنايې سيالۍ لړۍ پيل کړي، چې له نيکه مرغه زموږ هېوادوالو په خپل ګډون او نظر ورکولو سره وښودل چې دوى د خپلو چارواکو په اړه د نظر او دريځ څرګندولو وس، هوډ او اراده لري، خو که زمينه ورته برابره سي د داسې زميني برابروني لومړى ګام خبريال بريښنا پاڼي واخيست.


هغه همدا ډول وويل چې موږ وغوښتل چې ددي فرهنګ په عامولو کې هم لومړى ګام واخلو، چې خلک د عامه پوهاوي د معاصري ټکنالوژى د وسايلو څخه د سالمي ګتي اخيستني له لاري د خپلو چارو په سمون او ښه والي کې ونډه واخلي.


خبريال ويبپاڼي په خپله دي ټولپوښتنه کې بې پري او نا پلوي وه او يوازي يې د خلکو د نظرونو د راڅرګندولو د انسجام چاري سنبالولي.


نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال وويل چې خبريال ويبپاڼه د کندهار پر مرکزي دفتر سربېره د هېواد په کچه شاوخوا شپږ څانګي لري او په ټول افغانستان کې اتلس تنه خبريالان لري کوم چې پر وخت يې د خبريال ويبپاڼي د لوستونکو لپاره خبرونه چمتو کړي دي.


IMG_1021


خبريال ويبپاڼه څه باندي دري کاله کيږي چې خپل فعاليتوونه يې پيل کړي دي او دا مهال دغه پاڼه هره ورځ تر يو سل او لس زره تنه زيات لوستونکي لري.


په دي غونډه کې د خبريال ويبپاڼي د سيالۍ لومړي ګټونکي مشاور وزير او د پکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد له خبريال ويبپاڼي مننه وکړه چې د ا ډول سيالۍ يې په لاره واچول او په رښتيني ډول يې دا سيالۍ پر مخ يووړل.


IMG_1031


هغه له ټولو هغه کسانو څخه هم مننه وکړل چې د رايې ورکوني پر مهال يې هغه ټاکلى دى.


په دي شاندارو مراسمو کې يو شمېر وزيرانو او د ملي شورا غړيو وويل چې په افغانستان کې د خبريال ويبپاڼي د واليانو تر منځ سيالۍ لومړنى ګام وو او دا ګام يې په پوره بريالتوپ سره پاى ته ورساوه او رښتيني څيري يې افغان ولس ته ور وپيژندلي.


دوى وويل جې اړينه نوري ورته رسنۍ هم دا ډول سيالۍ تر سره کړي او يا خو د چارواکو د هڅولو او بيداره کولو پروګرامونه جوړ کړي.


دغه ويناوالو خبريال ويبپاڼه د افغانستان او نړۍ په کچه يو له هغه مطرح رسنيو څخه وبلل چې دا مهال يې په ډېر کم وخت کې ډېر فعاليتونه تر سره کړي دي.


د خبريال ډات کام په دي سيالۍ کې شاوخوا دريو لکو کسانو خپلي رايې کارولي دي او پر مهال يې پنځه تنه بريالي وتلي دي.


د خبريال ډات کام دغه سيالۍ ته راغليو نورو ويناوالو هم دغه سيالۍ د يو نوښت په توګه وشميرلي او ويې ويل چې خبريال ويبپاڼي په خپل دي نوښت سره افغانانو ته ددي توانايې ورکړه چې په دي ډول چارو کې برخه واخلي.


خبريال ويبپاڼي اداره ژمنه ده چې د خپلو خلکو د ستونزو د ليري کيدو او همدا راز په نورو چارو کې به د خپلو مسوليتونو له مخي دنده پر مخ وړي.


بايد وويل سي چې په دي مراسمو کې دوه برياليو واليانو ته د سرو مډالونه او پاتي دريو تنو ته ايوارډونه ورکړل.


په دي غونډه کې د هلمند مخکنى والي محمد ګلاپ منګل ته هم د ښه کار له امله ايوارډ ورکول سو.