کور / کره کتنه / پړه پرځان

پړه پرځان

زموږ دټولنې د ځينوکسانو دا عادت ګرځيدلى، چې په هر وخت او هرکار کې پر ځان پړه نه اچوو، او تل په نورو د تير وتنو پړه وراچوو،او په هر وخت کې مو له خولې داسې څه راوځي چې په ټولنه او دولت کې مو د ورځې په تيريدو سره دمثبتو پرځاى منفي کړنې زياتې تر سترګو کيږي، او تل دا وايو چې دولت تر اوسه څه نه دي تر سره کړې، چې په ترسره کيدوسره يې دلته بهبود رامنځ ته شي، خو په هر حالت کې ولسونه په دولت او چارواکو نيوکې کوي، چې په دولت کې فساد دى او دولت خپلو ولسونو ته په پوره ډاډ او په لوړه کچه څه نه دي تر سره کړې.
خو ولسونو تر اوسه سرونه نه دې راپورته کړې چې په هېواد کې څه تر سره شوې دي او څه تر سره کيږي ، خو ددې کارونو او پرمختګونو درک په هغه وخت کې راڅرګند يږي چې ولسونه په پرلپسې ډول د ننګونو سره مخ شي .
د ولس تل په خوله کې دا ټکى وي او هيله يې دا وي چې دولت بايد دې ټولنې ته يو څه تر سره کړي، خو په دې برخه کې دولت ډېر څه ترسره کړې دي، او د ټولنې ټولو وګړو ته يې په ټولو برخو کې زياتې اسان تياوې برابرې کړې دي، خو د ولس ناهيلى دا څرګنده وي چې ولس ناخبره دي ، ولس ته په کار ده چې ددې دولت لاس نيوى وکړي او له دولت سره بايد په ټولو کارونو کې په مستقيم ډول سره برخه واخلي، تر څو دولت ته په ټولو سکترونو کې پاتې ستونزې او نيمګرتياوې هم په ګوته شي.

ځکه دولت د ٢٠١٤ کال دننګونو لپاره دحل لارې پيداکوي ، تر څو هغه ننګونې چې دنړيوالې ټولنې په شتون کې له منځه تللي شي له منځه يوړل شي ، خو هغه ستو نزې چې له ٢٠١٤ کال وروسته افغان دولت او افغانان ورسره مخ کيږي هغه به د ولس او دولت دګډې همغږۍ په لرلو سره حل کيږي، تر ځو نور موږ افغان په خپله خپل هېواد وساتو او ټول سکترونه تقويه کړو چې په راتلونکي کې له کومو ننګونو سره مخ نه شو.
خو دلته د ولس ژبه کمزورې ده او يوازې د دولت منفي کارونه د ځان لپاره يو دليل جوړه وي، په رښېتيا سره چې دولت او چارواکي به هم نمګړ تياوې لري خو ولسونه او ټول افغانان بايد د دولت په مټ د ترسره شويو کارونو ساتنه وکړي،اومثبتې کړنې يې بايد د پرمختګ په برخه کې يو دليل وګرځوي، او د نورو کارونو په تر سره کيدوسره بايد له دولت سره په پراخه توګه برخه واخلي، ځکه دولت په يوازې ځان څه نه شي کولى ، خو که چيرې له دولت سره ولس خپله همکاري زياته کړي او په مستقيم ډول سره له دې دولت سره مرسته وکړي ، نو په ډېره کمه موده کې به ټول سکترونه تقويه او هغه ننګونې به له منځه يوړل شي چې دا مهال دولت او ولسونه ورسره مخ دي، او د٢٠١٤ کال په اړه به د دولت او ولس اندېښنې له منځه يوړل شي او دا کال به مو د ټولو سکترونو په تقويه توب سره پيل کړى وي.