کور / اسلامي / دخاتمې(دژونددآخري حالت)دښه کېدلواهميت

دخاتمې(دژونددآخري حالت)دښه کېدلواهميت

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

بنده دالله پاک له لوري دنېکوکاروپه ترسره کولواوله بدوکاروڅخه په ځان ساتلوسره په ټولواوقاتوکي ماموردی.

په ځانگړي توگه دعمرپه آخري برخه کي

اوانسان هغه وخت کامياب دی کله چي يې خاتمه(دژوندآخري) ښه شوله.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:انماالاعمال بالخواتيم (بخاري،مسلم)

يعني اعمال په خاتموپوري تړلي دي!!

چاته چي الله پاک په آخري عمرکي دنېک عمل توفيق ورکړونودده لپاره الله پاک دخاتمې ښه کېدنه ليکلې اوڅوک چي الله پاک په دغه وخت کي پرېښود،دنېکو

توفيق يې ورنه کړاودده آخري خاتمه يې په بديواوگناهونوسره وکړه نوده خپل رب ناراض کړاوخاتمه يې خرابه شوه(نعوذبالله من ذلک)

دخاتمې دسمولواهتمام کول اوداچي څنګه انسان په دې بريالی شي چي خاتمه يې په اسلام اوښواعمالو باندي شي داډېرمهم کاردی،دادمتقيانواوصالحانوکاردی

الله جل جلاله موږپه دې هڅولي يوچي موږبايدښې خاتمې ته درسېدلوهڅي وکړوالله جل جلاله فرمايلي دي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ [آل عمران: ۱۰۲].

)اې مومنانو!له الله څخه ووېرېږئ څرنگه چي ښايي هماغسي وېرېدل اومه مرئ مگرداچي تاسومسلمانان وی!!)

حق تقوی دې ته ويل کېږي چي له گناهونوڅخه په ځان ساتنه کي خپل پوره طاقت استعمال کړل شي نوحق تقوی اداشوه،که څوک دخپل پوره طاقت تراستعمالولو وروسته په کومه ناروا کي اخته شي نودتقوی دحقوقوخلاف نه ده(معارف ص:۱۲۸ج۲)

په اسلام باندي دمړه کېدلومطلب دادی چي هروخت داسلام پابندواوسئ ځکه څوک چي په کوم حالت باندي ژوندتېروي پرهغه باندي مرگ ورته راځي.

دخاتمې دښې کېدلولپاره هڅي کول دنېکانوآخري هدف دی

الله فرمايي: : وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ [البقرة: 132]

(ترجمه:اوپه همدې(دين)باندي ابراهيم(عليه السلام)هم خپلوزامنوته وصيت کړی وو اويعقوب(عليه السلام)هم(چي)اې زامنو!دادين الله(جل جلاله)درته غوره کړی،نومه مرئ مگرداچي تاسومسلمانان وی!!)

په ذکرشوي آيت کي حضرت ابراهيم عليه السلام خپل اولادته وصيت کړی اوله دوی څخه يې ژمنه اخيستې چي دوی دي له اسلام پرته په بل حالت اوبل دين نه مري.

ددې مقصددادی چي په خپل ژوندانه کي پراسلام اواسلامي تعليماتوپه کلکه عمل کوئ ترڅوالله پاک ستاسوخاتمه هم پراسلام باندي وکړي(تفسيرمعارف القرآن ص:۳۴۷ج۱)

اوالله پاک دصافوعقلودخاوندانوپه صفت کي فرمايلي دي:

رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الأَبْرَارِ [آل عمران: 193]،

(ترجمه :زموږربه!نوگناهونه راته وبخښه اوبدی مو ورژوه اوله نيکانوسره مووفات کړه!!)

اودتوبه گاروپه هکله يې فرمايلي دي: رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ [الأعراف: 126]

(ترجمه :زموږربه!پرموږصبر راتوی کړه!اومسلمانان موله دُنياتېرکړه!!)

يعني الله تعالی ته دتوبه گاروصفت دادی چي دښې خاتمې لپاره له الله پاک څخه دُعاگاني غواړي

دانسانيت سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم هم انسانانوته لارښوونه کړې چي بايددوی خاتمه له پامه ونه غورزوي

وَعَن ابنِ مَسعُودٍ رَضِي الله عَنهُ قَالَ:حدثنارَسُولُ الله صَلی اللهُ عَليه وسلم وَهُوَالصَادقُ المَصدُوق ان خلق اَحَدکُم يجمع في بطن امه اربعين يومانطفة ثم يکون علقة مثل ذلک ثم يکون مضغة مثل ذلک ثم يبعث الله اليه ملکاباربع کلمات فيکتب عمله واجله ورزقه وشقي اوسعيدثم ينفخ فيه الروح فوالذي لااله غيره

إنَّ أَحدَكم لَيَعمَل بعمَلِ أهلِ الجنّة حتى مَا يَكونُ بينَه وبينها إلاّ ذِراع، فيسبِق عليه الكِتابُ، فيعمل بعمَل أهل النّارِ فيدخُلها، وإنَّ أحدَكم ليَعمَل بعمل أهلِ النّار حتى ما يكون بينَه وبينها إلا ذِراعٌ، فيسبِق عليه الكِتابُ، فيعمَل بعمل أهلِ الجنّة فيَدخُلها)) (متفق عليه\مشکوة المصابيح۲۰ج۱)

له حضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم چي صادق اومصدوق دی، موږته وفرمايل:

چي په تاسوکي دهريوه پيدايښت داسي کېږي چي نطفه دمورپه نس کي څلويښت ورځي جمع اوسي،بيادغومره ورځي وينه وي،بيادغومره ورځي غوښه وي،بياالله تعالی ده ته يوه ملائکه دڅلورو خبرو دليکلولپاره ورلېږي.

هغه ملائکه دده عمل ،دده مرگ،دده روزي اودده نيکمرغه اوبدمرغه کېدل په تقديرکي ليکي.

په هغه ذات قسم دی چي له ده پرته څوک دعبادت لائق نشته چي په تاسوکي يوتن دجنتيانوعملونه کوي تردې چي دده اودجنت ترمنځ يوازي ديوه لاس فاصله پاتېږي چي دتقديرليکلی رامخ ته کېږي اوددوزخيانوپه څېرعمل پيلوي اودوزخ ته داخلېږي اوپه تاسوکي يوتن ددوزخيانوپه څېرعملونه کوي تردې چي دده اودوزخ ترمنځ يوازي ديوه لاس فاصله پاتېږي چي دتقديرليکلی رامخته کېږي او دی دجنتيانوپه څېرعمل پيلوي اوجنت ته داخلېږي. (بخاري،مسلم)

له دې حديث څخه داخبره معلومه شوه چي اصلي اعتبارخاتمې ته دی.

له دې کبله بايدنېک عمله انسان دخپلونېکواعمالوله امله لويي،تکبر اوفخر ونه کړي اوبايددتل لپاره دوېري اواميدپه حالت کي واوسي ځّکه دښې خاتمې علم دالله سره دی.

او بايدانسان له خاتمې څخه بې غمه اوبې فکره نه شي.

په انساني ژوندانه کي آخري ساعت دانسان دژوندخلاصه ده:څوک چي په خپل ژوندکي دالله پاک په عبادت کي مصروف وي،نودغه حالت به يې دده دژوندپه آخري شېبوکي راښکاره کېږي اوکه څوک په بدوکاروکي مصروف وي يايې ظاهرًاښه کارونه کول خواخلاص يې په عبادت کي نه وو، نوددوی بدي هم په آخري حالت کي راڅرگندېږي.

ډېرانسانان ظاهرًانېک عمله وي خودخاتمې دنږدې کېدلوپه وخت کي داسي نافرمانۍ اوگناوي شروع کړي چي له امله يې خاتمه خرابه اودتل لپاره دبدمرغۍ سره مخامخ شي.

دبېلگي په توگه ابليس څومره لوی عبادت کوونکی وو؟

په آسمان کي دملائکوسره يوځای اوسېده اويوځای يې عبادتونه کول.

له بعضوآثاروڅخه معلومېږي چي څولکه کاله يې دملائکوسره په ملگرتياکي عبادتونه وکړل(ترغيب المسلمين ص:۳۰)

خوپايله يې داشوه چي هرچاته معلوم دی چي رټل شوی اودلعنتونومستحق وگرزېد.

بلعوم بن باعوراءدحضرت موسی عليه السلام په زمانه کي وو،ډېرلوی عالم وو،تردې چي دده په هکله ويل شوي دي چي اسم اعظم ورته معلوم وو.

خوپايله يې داشوه چي نه يوازي داچي له ثوابونومحروم شوبلکي پرکفرباندي مړشواودتل لپاره په عذابونوکي مبتلاشو.

الله پاک دي موږټولوته ښه خاتمه راپه برخه کړي.

دخاتمې دسمېدلولپاره ځيني کارونه شته،چي څوک هغه کوي نوانشاءالله خاتمه به يې نه خرابېږي.

هغه کارونه انشاءالله تعالی وروسته ليکو.

له درنولوستونکوڅخه هيله کوم چي هغه ټول په غورسره ولولي اوپه ځان کي يې دراوستوکوشش وکړي.

څودتل لپاره مونېکمرغي اوبری په برخه شي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين