کور / شعر / مورته سرود

مورته سرود

مورې روان یمه ،دعا غواړمه
ته نه یې ، چاته سترګې واړومه

مورې لاس راکړه، که نه غورځمه زه
اوس ، چې پخپلو پښو ګرځمه زه

مورې للو غواړم ، زنګون غواړمه
دسرګردانه روح سکون غواړمه

خوب مې لیده چې ستا پڼې ورکې وي
مورې! له باغه مو مڼې ورکې وي

څو پاستي ایښي او یو څو دستکۍ
په سیخ مې سوې وې وړې پاپکۍ

ته سرګردانه وې ستومانې مورې
له تناره سره حیرانې مورې

مورې رنځوره وې په خوب مې لیدې
زه چیرې بوخت وم ته مې نه یادیدې

نیمه شپه راغلم اسویلی مې واورید
زوی ته مې خیر کړې! ستا ځګیروی مې واورید

مورې شاعر ( کاروان ) دې یادراوړی
درمند دعطرو ورنه بادراوړی

مورې ستومانه یم ، خسته یم مورې
مورې ویریږمه، خپه یم مورې

چاراته ویل ، چې نور دمینې نه يې
له زړه لویدلی ، ورک له سترګو ښه یې

مورې داغم به اوس په چا ژاړمه
ته نه یې چاته سترګې واړومه

۱۳۹۲ – ثور – ۱۸
کابل