کور / شعر / زمانې ته !

زمانې ته !

زمانې څه لوبې دي وکړې ؟
اې زمانې دا ته یې ؟
یوازې مونږ دي لیدلي یو؟
څومره ځوانان دي رانه یوړل ؟
دا ولې اې زمانې لږ وار وکړه ؟
زمونږ ځوانان هیلې او آرزوګانې لري
اې زمانې زاری درته کوم زمونږ ځوانان نور له ځانه سره مه بیایه
دوی تر اوسه د تګ لپاره تیاري نه لري
اې زمانې زمونږ ځوانان بیرته راکړه
زمونږ ګاونډی مونږ آرام نه پریږدي زمونږ کور رانه اخلي ؟
زمونږ په کور کې د بیلتون کړی لاپسې ټینګوي
غواړي د کور منځ کې تیره شوي توره کرښه په دیوال بدله کړي
اې ! زمانې ته هم قسم ورته وکړه چې ملتیا به یې نه کوې
ګوره ! اې زمانې زمونږ احمد شاه او میرویس خان بیرته راکړه
مونږ نن د هغوی په لټه کې یو
ګوندې تا تر خپل سیوري لاندې چیرته ساتلي وي
اي زمانې ! که در سره وي بیرته یې راکړه چې له پنجابه اټک راته زمونږ په ملتیا وګتي
اي زمانې ! مونږ یې غواړو ؟ که په هر رنګه کیږي را کوې به يې
مونږ ستا په تمه ناست یو
نو اې زما نی زمونږ څخه بیل شوي وروڼه بیرته راکړه .