کور / راپور / وده مجله اوپسرلنۍ مشاعره

وده مجله اوپسرلنۍ مشاعره

دودي لومړی ګام دهغه غونډي نوم دی چي په کابل کي دښووني او روزني پوهنتون کي د روان کال دغوايي پر ۱۸مه،دچهارشنبې په ورځ ماپښین مهال پر یوه نیمه بجه دقرآن کریم دتلاوت او دملي سرود تر اورېدلو ورسته نوموړې غونډه پیل سوه،دغونډي میلمانه دژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس جمشید رشیدي،پوهنوال پښتون آقا شیرزاد،پوهندوی میراجان غوربندی،دبینوا فرهنگي ټولني مشر دښکلا مجلي مسول او د ودان افغانستان گوند سرپرست مشر محمد یار یار او پوهیالی عطاء الله ویسا وو . دپیل خبري ګلپال حسن چي د( ودي) مجلي مسول مدیر دی پیل کړې: زموږ له ډیره وخته داهیله او غوښتنه وه چي څنگه او کله به ددې ځوانانو او زدکړیالانو له اړخه یوه خپلواکه او بې پرې ادبي،علمي اوکلتوري خپرونه پیلوو،چي اوس دادی له ډیرو وختونو وروسته دې موخي ته ورسیدو او دټولو ملګرو په هڅو اود استادانو په لارښوونو باندي دې پایلي ته لاره لنډه او چټکه کړه او وده مجله راپیل بالاخره خپره او ستاسو تر لاسو مو ورسول.

همدا رنگه مو ددې ځوانانو په هڅو اوخولو نننۍ غونډه په دې تالارکي دپوهنتون دپښتو څانگي دټولو زده کړیالان وروڼو اوخویندو په ګډون جوړه کړه،اودامو هیله ده چي داسي یوه غونډه به هره میاشت په دې پوهنتون او همدې تالار کي ادبي کره کتنه اومشاعره ولرو،راځئ په پوهنتون کي تر استاداو چیپټره محدود نسو موږ باید ادبي بحثونه،ادبي کره کتني او ادبي غونډي رامنځته او همدغه غونډه یې بنسټ وگڼو.

دوهم قدم کي موږ ددې ځای ځوانانو دیو فرهنگي بنسټ بنیاد کښیښوئ او نوم مو ورته د (ودي فرهنگي بنسټ) ورکئ.چي د ودي فرهنگي بنسټ یوه څانگه هم وده مجله ده چي لومړی گڼه یې چاپ او دوهمي ته اماده ګي نیول کیږي.

په پای کي نوموړي دیوې مهیمې یادوني څرګندونه داسي وکړه: راځئ چي په ګډه او د ودي فرهنگي بنسټ ، وده مجله او په دې پوهنتون کي دمیاشتنۍ ادبي غونډي جوړولو ته وده ورکړو.

ورپسې ددې پوهنتون دژبو ادبیاتو پوهنځی رئیس پوهنوال جمشید رشیدي په خپلو خبرو کي داسي وویل: ډیر دخوښی ځای دي چي دې ځوانانو هڅه کړې غونډه یې رامنځته کړه مجله یې چاپ کړه موږ ددې ځوانانو سره په هرڅه کي مرستي ته تیار او هر وخت اماده یو داسي غونډي او پروگرامونه جوړول دژبې،ادب اوفرهنگ وده ده. له هغه وروسته محمدیار یار ددې پوهنتون د زده کړیالانو په استازیتوب د ودي مجلې تبریکي او د ددې بنسټ سره په پوره توگه همکاري اړینه وبلل،نوموړي دداسي غونډو جوړولو اودهغو پر ټولنیزوګټو بحث وکئ، یار ټول ځوانان نارینه اوښځینه دې ته وهڅول چي په داسي غونډو اوپروګرامو کي گډون کول یو ډیر ګټور او فایده من کار بریښي. راځئ ددې وطن هر فرد ته ادبي علمي ،ذهني او روحي وده ورکړو. له یار وروسته عرفان الله احمدزي وده مجله له علمي ،اجتماعي او ادبي اړخه معرفي کړه، د ودي پر جوړښت اومحتوا باندي په بشپړه توګه وږغیدئ.

له احمدزی څخه وروسته ډیوه اندړ له وخت څخه په استفادې دعرفان الله احمدزي پر کتاب (ریښتني انځور) لنډه لیکنه ګډون والو ته وړاندي کړه، په پای کي د ډیوې په وینا:داسي لیکني کول به مو ډیر پیاوړي او په ادبي تندو به اوبه سو له ټولو خوندو هیله کوم چي لیکني مو پیل او هم دلته یې وړاندي کړئ،داځای دجوړولو دی.

دغونډي په بله برخه کي یوه په زړه پوري تمثلي پارچه دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو پوهنځی محصل جاوید عابد وړاندي کړه، ډرامه کي لومړی کُمیډي اړخ وو چي دګډون والو په چکچکو او خندا بدرګه کیدله خو دڅو شیبو وروسته د ډرامې صحنه ډیري تراجدي اوغمګني صحنې ته واوښتل، چي دګډون والو سترگي له اوښکو ډکي او هتي پر مخ وڅڅیدې، ډرامه په پای کي دعرفان خان په هغي سندري پای ته ورسیده چي وايي:

دنیا زمونږه یو شریک کلی دی

زموږ په کلي کي شر مه جوړوئ

وروسته پسرلنۍ مشاعره دصابر شاه صابر په یوې څلوریځي د درو ویاندویانو عصمت الله بهیر، غرڅنۍ او حافظ الله ریحان په ګډه همکارۍ پیل او دمازیگر تر پنځو بجو پوري دښځینه او نارینه شاعرانو په ګډون پ ای ته ورسیده.