پېښور کې چاودنه، ٤کسان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 24th, 2013


پېښور:د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې بمې چاودنې ٤ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي. چاودنه تبلیغي مرکز جامعه علوم اسلامیه مدرسې ته څېرمه د ګاډو یوه ورکشاپ کې ولاړ ګاډي کې وشوه. د پېښور پولیسو یوه افسر عمران شاهد وویل، د پېښې په ځای کې د انسان یو سر هم موندل شوی. له پېښې وروسته مرستندویه فعالیتونه پیل شوي دي.په وژل شویو کسانو کې د مدرسې مشر مولانا عبد القدوس او د هغه ساتونکی هم شامل دی .دپوليس جاويد مروت په خبره د بريد موخه حاجي حيات الله وه چې شيخ جميل الرحمان وراره دى خوله بريده روغ وتلى دى

Copyright Larawbar 2007-2024