کور / راپور / د میرمن بهیر له خوا د پروین ملال د ادبي خدمتونو نمانځنه

د میرمن بهیر له خوا د پروین ملال د ادبي خدمتونو نمانځنه

د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر څلورمه اوونیزه غونډه د نامتو افغان شاعرې او لیکوالې او په پښتونخوا کې د میرمن بهیر مشرې آغلې پروین ملال د ادبي خدمتونو نمانځنې ته ځانګړې شوې وه، چې د ۱۳۹۲ کال د غبرګولې د میاشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د پامیر سینما ودانۍ  په کتاب ښار کې جوړه شوه. د غونډې مشره وږۍ امیل  او د پښتو ښځینه شاعرۍ ځلانده ستوری تکړه شاعره ، لیکواله او افغان دیپلوماته میرمن پروین ملال د غونډې مېلمنه وه . د ستیج چارې لیمې نیازۍ سرته ورسولې.

د غونډې په لومړی برخه کې استاد نجیب الله منلي د ( ټېکست او پارا ټېکست) په هکله  ډېر ګتور معلومات له بهیر والو سره شریک کړل. استاد منلي  په خپلو خبرو کې وویل چې، د کتابونو په متونو کې د (پارا ټېکست) د اصل ساتل ډېر ضروري دی چې زموږ لیکوال کمه  پاملرنه ورته کوي. استاد وویل چې، د دغه اصل ساتل په متونو کې د متن د معنا په رسولو کې ډېرګټور تمامېږي.

 

ورورسته د اغلې پروین ملال په شخصیت او شاعرۍ مقالې ولوستل شوې. لومړۍ مقاله د((پروین ملال د خیالونو انځورګره )) تر سرلیک لاندې د پاکیزې ارزو ولوستله. هغې پروین ملال د خیالونو انځورګره او د ښځینه عواطفو او احساساتو بیانوونکې شاعره وبلله. د مقالې په یوه برخه کې یې راغلي و، کله نا کله دا خبره ډېره اورېدل کېږي چې د ښځو په شاعري کې ښځينه احساسات نه وي او دا خبره دود غوندې شوې، خو کله چې مې د پروین ملال شعري ټولګې ولوستې دا خبره راته هسې کلیشه ښکاره شوه ځکه د پروین شاعري د نن ورځې شاعري نه ده چې ښځینه احساسات یې په کې رانغښتي وي بلکې د پروین شاعري د ډېرو مودو شاعري ده او دغې خوږ ژبې شاعرې په خپل قلم داسې احساسات ډېر پخوا لیکلې و. زه نه غواړم چې د شاعري په دغې ځانګړنې یعنې په ښځينه احساساتو یې خبرې وکړم. زه غواړم دا وایم چې دغه احساسات دغې هنرمندې شاعرې په څومره په هنر ویلي او شعریت یې په شعرونو کې څومره محسوس دی. همدارنګه  غونډې ته شفیقې خپلواک هم مقاله ولوستله . شفیقې  په خپله مقاله کې د پروین ملال د شاعرۍ عاطفي اړخ دروند بللی و، د مقالې په یوې برخې کې یې لیکلي و چې، د ځینو شاعرانو په شاعرۍ کې خیال وي عاطفه یې کمزوري وي خو پروین ملال پخپله شاعري کې دغه دواړه اړخه برابرساتلي دي. د آغلې پروین ملال په شاعرې او شخصیت څو تنو نورو خویندو هم خبرې وکړې. او بیا د غونډې په دویمه کې برخه اغلې پروین ملال ته د کال د غوره شاعرې جایزه وسپارل شوه. دغه جایزه سږکال د زري کړکي اکاډمۍ لخوا میرمن ملال ته منظوره شوې وه.

 دغونډې په دریمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، لومړي اغلې ملال خپل څو نظمونه اوغزلونه ولوستل. همدارنګه اوږۍ امیل. شکریه جلازۍ، مینه ابراهیم خېل ، لیمه نیازۍ ، حیاخاطرې ، مرضیه امین مروه اتمانخیل، او زمزمې نیازۍ هم خپل شعرونه ولوستل. د یادولو وړ ده چې د بي بي سي د پښتو څانګې خبریال جعفرهاند او د هغه د انګلیسي څانګې همکار د بهیر له غونډې څخه راپور جوړولو ته راغلي وو. د غونډې په پای کې د رابعې بلخي لېسې  د فرهنګي برخې مجله ( صدای جوان)  د غونډې په ګډون والو وویشل شوه .  د یادولو وړ ده چې په تېره غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د نظیفې نیازۍ په ادبي ټوټې کره کتنې وشي خو غونډه د آغلې پروین ملال د ژوند او اثارو په اړه مقالو ته ځانګړې شوه و پتییل شوه چې د آغلې نظیفې نیازۍ په لیکنه په راتلونکې غونډه کې کره کتنه وشي.

غونډه  د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. د یادولو وړ ده چې د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ودانۍ په دوهم پوړ کې په کتاب ښار کې جوړیږي.