کور / شعر / غزل- نن مي په لاس کي آیینه وه ستا تصویر مي ولید

غزل- نن مي په لاس کي آیینه وه ستا تصویر مي ولید

نن مي په لاس کي آیینه وه ستا تصویر مي ولید

له خپله ځانه بیګانه سوم د ځان ویر مي ولید

لکه منصور پر ځان مین سوم په ځان نه پوهیدم

چي لا به خوب وو که له خوب سره تعبیر مي ولید

ما له حافظ څخه پوښتنه د تدبیر کوله

ویل پر لار د میخانې باندي خپل پیر مي ولید

ناصحه مه راوړه هوښیارو ته زړې خبري

د میو رنګ د ساقي نیت د شیخ ضمیر مي ولید

زموږ د لستوڼي د مارانو په دم نه پوهیږي

د پاړوګرو پر جادو باندي تاثیر مي ولید

لا به لښکري ککرۍ هدیرې وژړوي

چي د نا اهلو په لاسونو کي تدبیر مي ولید

چي تور قسمت په څه پلمه دلته راوړی یمه

چي وزرونو ته قفس پښو ته ځنځیر مي ولید

جهاني پریږده د جانان او د وصال خوبونه

ستا په ازل کي بیلتون کښلی دی تقدیر مي ولید.

ویرجینیا د جون پنځمه ۲۰۱۳