کور / اقتصادي / بيمه insurance

بيمه insurance

بيمه شل (20) پيړۍ دمخه په لومړي ځل د يونان او روم سوداګرو په کاروبار کې کارولې. په لرغونو زمانو کې چې د يونان سوداګرو توکي  د بحري بيړيو په وسيله نورو هيوادونو ته ليږدول که د لارو په اوږدوکې توکو ته زيان رسيد نو د بيړيو خاوندانو به د توکو زيان ورکاو، د وخت په تيريدو سره د بشر د ذهنونو په پرمختګ سره سوداګرۍ هم پرمختګ وکړ  اوپه دې حالت کې د بيمې رامنځته کيدل د ځان او توکو په مقابل کې د اوسنۍ بيمې مفهوم رامنځته کړ. په 1680 ميلادي کال کې نيکولس باربون (Nicholas Barbon(د سوداګرو يوه ډله په دې خوښمنه کړه ترڅو له ده سره په اور او عامه بيمه کې ګډون وکړي. دوى د فونيکس انشورنس افس((phoenix insurance office په نوم شرکت رامنځته کړ. له  هغې وروسته په کال 1720ميلادي کې سن فاير افس (sun fire office )،لندن انشورنس کمپنۍ(London insurance co)،چې تر لږې مودې وروسته د ملکې ايلزبت يو وزير چې توماس ګريشن نوميد د لندن رايل انشورنس ايکسچينج کمپنۍ (Royal Exchange Insurance Co)جوړه کړه چې وروسته د بحري بيمې مرکز شو او اوس هم د بيمې يو مهم مرکز دی.

په همدې ترتيب له نن څخه څلور پيړۍ دمخه په ايټاليا يا روم کې د بحري بيمې کمپنۍ رامنځته شوه. د وچې بيمې کمپنۍ په اوولسمه پيړۍ کې د المان په هامبورګ ښار کې رامنځته شوه. په کال  1898ميلادي کال کې د فرانسې حکومت ټولنيزه بيمه دود کړه او تقاعد شويو خلکو ته يې د بيمې کمپنۍ رامنځته کړه.

بيمې ته په عربۍ ژبه تامين وايي چې دامن له کلمې سره ريښه لري او دبيمې کلمه د  هندي ژبې د بيميه له لفظ څخه اخېستل شوې چې د ضمانت مانا لري.بيمه د دوو خواوو تر مينځ يوه تړون دى چې په هغه کې يو خوا د بيمې کمپنۍ او بله خوا بيمه کيدونکي سره ژمنه کوي چې هر کله د بيمه کيدونکي توکي يا ځان ته له کوم سببه زيان ورسيږي، زيان به د بيمې کمپنۍ ورکوي چې په يو ټاکلي وخت کې  بيمه شوي شخص د بيمې کمپنۍ ته ټاکلې پيسې ورکوي چې د پريميم يا دبيمې قسط په نامه ياديږي په کومواصولو چې دغه تړون تر سره کوي د بيمې پاليسي بلل کيږي.

دافغانستان د بيمې نوي قانون بيمه داسې تعريف کړې:״بيمه د بيمه کوونکي او بيمه کيدونکي ترمنځ عقددی چې په ليکلي توګه صورت مومي او پر موجب يې بيمه کوونکو د ټاکلي حق البيمې د اخېستلو په وړاندې د مقابل لوري د زيان د جبران ژمنه ده״ دبيمې له تعريف څخه داسې جوتيږي چې بيمه په خپله د ګواښونو مخنيوي نه کوي بلکې ګواښونه د بيمې کمپنۍ ته ليږدوي چې د بيمې کمپنۍ د ګواښونو يا زيانونوپه مقابل کې حق البيمه تر لاسه کوي.

په ګران هيواد (افغانستان) کې  په 1334هـ ش کال کې د سوداګرۍ د قانون په 13 لسمه ماده کې د بيمې يادونه شوې او په کال 1351 په رسمي جريده کې د بيمې قانون خپور شو.د وخت په تيريدو سره بيمې سوداګريز ارزښت هم پيدا کړ.په افغانستان کې د لومړي ځل د افغان ملي بيمې شرکت خپلې کړنې په کال 1343هـ ش د زمري د مياشتي پر 31 نيټه پيل چې ٪51 سلمه افغانانو او ٪49 بريتانويانو په کې ونډه لرله. د ډاکتر نجيب الله د حکومت له نسکوريدو وروسته د دغه شرکت کړنې په ټپه ودريدې خو په هيواد کې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو سره دغه شرکت خپلې کړنې يو ځل بيا پيل کړې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس لخوا1387هـ ش کال کې د بيمې نوي قانون توشيح چې ورسره يو شمير نورو شرکتونو هم د افغانستان له ماليې وزارت څخه د کړنو جوازونه تر لاسه کړل چې اوسمهال په هيواد کې د بيمې څلور لوي شرکتونه هيوادوالو ته د بيمې چوپړتياوې تر سره کوي.

په بيمه کې شاملې خواوې:

  • بيمه وال: له بيمه وال څخه موخه هغه شخص يا اداره ده چې خپل ژوند يا شتمني بيمه کوي.
  • د بيمې کمپنۍ: د بيمې له کمپنۍ څخه موخه هغه اداره ده چې د خلکو او ادارو ځانونه او توکي بيمه اخلي او د زيان د ورکولو ضمانت کوي.

د بيمې د تړون ځانګړتياوې:

  • تړون بايد په ليکلي ډول وي.
  • په دې تړون کې دوه خواوې شاملې وي.
  • د بيمې تړون د  ځانګړيو پيسو لپاره وي.
  • که بيمه وال خپلې پيسې په خپل وخت ادا نکړي تړون لمنځه ځي.
  • دا تړون د زيان ورکولو تړون وي .

د بيمې بنسټيز اصول:

  1. د ګټو خوندي توب:د ګټوله خوندي توب څخه موخه دا ده چې په له منځه تللو سره يې بيمه واله ته زيان او دهغو په ساتلو سره د هغه  لپاره ګټه وي د بيلګې په توګه يو سړی په خپلې ښځې او د ښځې په خپل خاوند د ګټو د خوندي توب حقوق دي.
  2. باور: دبيمې د تړون انحصار په باور بيمه شوی شخص او بيمه کوونکې کمپنۍ د دواړو حقوق څرګند کړي.چې دواړه بايد يو له بل سره په صداقت چلند وکړي. که بيمه شوى شخص يا اداره له ناسمو لارو کار اخلي نو د بيمې کمپنۍ د تړون د له منځه وړلو حق لري.همدارنګه که د بيمې کمپنۍ هم له ناسمو کړنو کار اخلي بيمه وال هم د تړون د لمنځه وړلو صلاحيت لري.
  3. د زيان د ورکړې تړون: کله چې فريقينو ته د زيان د رسيد و په صورت کې زيان ورکوي د زيان د ورکړې د تړون په نامه ياديږي.
  4. وړ اقدمات: دتوکي بيمه کوونکو بايد د توکو د ساتنې لپاره وړ اقدامات تر سره کړي. که د بيمه وال له بې پروايۍ  توکو ته زيان ورسيږي د بيمې کمپنۍ د زيان د ورکړي څخه انکار کولای شي.
  5. د زيان ورکړه: د بيمې کمپنۍ هغه وخت د توکو زيان ورکوي چې  پيښې په هکله تړون کې روڼتيا شتون ولري که روڼتيا شتون ونلري نو د بيمې کمپنۍ د زيان د ورکړې مسووله نه ده .

د بيمې ډولونه:

  • د ژوند بيمه: د ژوند په بيمه کې  د بيمې کمپنۍ په يو مالومه مقرره کې له يو شخص څخه د بيمې پرميم  اخلي تر يو معلوم وخت وروسته د مړي وارثان د يو معلوم مقدار د ورکړې ژمنه کوي،چې دد غې ژمنې په مقابل کې د بيمې کمپنۍ له بيمه شوي شخص څخه په قسط وار يو مقدار پيسې اخلي چې د بيمې پرميم يې بولي.د ژوند دبيمې اصلي موخه د ټولنې اقتصادي خوښتيا ده.ژوند په خپله يو داسې تړلى راز دی چې تل د مرګ له ګواښ سره مخ وي او مرګ هر وخت کولای شي چې د ژوند پسرلي له خزان سره مخ کړي، ليکن د انسان ژوند تل له اقتصادي مسايلو سره تړلی چې په دې اقتصادي مسايلو کې د ژوند د بيمې منګولې ډير کلکې دي.زمونږ په ټولنيز کورني ژوندانه کې داسې يوه سلسله شتون لري چې يو شخص د کورنۍ  ساتل په غاړه لري،چې هغه شخص يوازې د اوس لپاره د کورنۍ غم نه خوري بلکې راتلونکى يې هم په نظر کې نيسي چې همدلته د ژوند بيمه رامنځته کيږي او اهميت يې لا پسې ډيريږي.
  • د اور بيمه: د اور په بيمه کې د بيمې کمپنۍ يو داسې تړون کوي که په يو مالوم وخت کې بيمه شوی توکی اور واخلي نو د بيمې کمپنۍ به يې زيان ورکوي او د بيمې کمپنۍ په هغه وخت کې زيان ور کوي چې په واقعي ډول توکي د اور له امله زيانمن شويوي او که د معلوم وخت په منځ کې توکو ته د اور له کبله زيان وانه وښت نو دبيمې کمپنۍ د زيان له ورکولو څخه خلاصه ده.
  • بحري بيمه:بحري بيمه هغې بيمې ته وايي چې دبيمې کمپنۍ د هغو ټولو زيانونو د ورکړې تړون له بيمه کيدونکي سره وکړي  چې بيمه شوي توکو ته په سمندر کې اوړي.کله چې يو سوداګر خپل توکي بيمه کړي که په سمندر کې توکو ته کوم زيان رسيږي نو سوداګر له دې زيان څخه خلاص دي بلکې دا زيان به   دبيمې شرکت ورکوي.
  • د حادثې بيمه:د حادثې په بيمه کې د بيمې کمپنۍ له بيمه وال سره داسې تړون کوي که د حادثې په صورت کې د ځان او توکو زيان د بيمې کمپنۍ ورکوي،چې د دې په مقابل کې بيمه وال د بيمې کمپنۍ ته پرميم ورکوي.