کور / شعر / غزل:وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات

غزل:وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات

وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات

یو څو شپې مي لا پاته دي پر ښار د خرابات

ناصحه له مغانه دي زړې کیسې راوړي

یو څه تر تا پوهیږمه په کار د خرابات

تر څو به تور او سپین د ګناهونو راته ښیې

ما ږیره سپینه کړې ده پر لار د خرابات

پښتون غیرت مي نن له خپله جیله ځي دوږخ ته

له غاړي څنګه وباسم زنار د خرابات

چي نه اورې د جام له کنګرو د حق سندري

زاهده نا محرم یې د اسرار د خرابات

راځه چي دي ریشتیا کم د خوبونو تعبیرونه

شب قدر مي لیدلی پر بازار د خرابات

احرام یې قبول سوی وي د خُم پر مستو شونډو

رندان مي دي لیدلي په سهار د خرابات

تازه مي کړې له سره جهاني د عمر پاڼې

په کړوپه ملا مي ولیکل اشعار د خرابات

د جون د میاشتي شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا